لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېبټ ابادکې پينځه چرچونه تړل شوي که خبرداری ورته ورکړی شوی؟


د خېبرپښتونخوا د اېبټ اباد ضلعې سره تعلق لرونکی د عيسايي ورورلۍ يو مشر پادري کرسټوفرشاکر وايي د دوي د عبادت پينځه چرچونه پولیسو بغېر د کوم خبرداري تړلي دي،خو د ضلعې د پوليس مشر وايي چرچونه يې تړلي نه دي خبرداری يې ورته ورکړی چې رجسټرډ يې کړي.

کرسټوفر شاکر ډيوه رېډيو سره خبرو کې وويل، " دا پينځه چرچونه دي چې ځينې پکې د ۳۵ کالو او ۵۰ کالو نه اباد دي" هغه ومنله

چې دغه چرچونه د کرايۍ په ځايونو کې جوړ کړی شوي وو.

د ضلعې د پوليس مشر (ډي پي او) سيد اشفاق ډیوه رېډيو سره خبرو کې وويل، دوي ته ځينې ځاي کسانو شکايت کړی ؤ چې خلکو په شخصي يا د اوسېدو په عامو کورونو کې پينځه چرچونو جوړ کړي او د قانون ترمخه يې د حکومت نه کومه اجازت نامه نه ده اخستې بيا دغو خلکو ته د رجسټرېشن خبرداری ورکړی شوی دی.

خو شاکر تور لګوي چې د کرايې په ځايونو کې جوړ کړی شوؤ چرچونو ته خبرداری نه دی ورکړی د دغو ځايونو مالکانو ته ويل شوي چې وې يې تړي او د دوي دپاره اوس دغه ځايونه بند کړی شوي دي.

پوليس افسر وايي "دغه جوړ کړی شوي پينځه ځايونه يا چرچونه تړل شوي نه دي بلکې دوي ته د قانون ترمخه خبرداری ورکړی شوی چې دوي په غېرقانونه توګه دغسې کړي او که دغلته څه ډول پېښه هم رامنځته کيږي زمه واري به یې په خپله د دوي په سر وي".

اشفاق وويل د چرچونو جوړؤنکو په خپله منلې چې "هغوي سره کوم اجازت نشته "، نوموړي وويل دغو خلکو ته يې د ۲۵ دسمبر نه ۳۱م دسمبر پورې د عبادتونو کولو اجازه ورکړه خو دا خلک چې بيرته لاړل دوي په ميډيا دغه ډول خبرې پېل کړې.

پوليس افسر دا هم وويل چې په اېبټ اباد ضلع کې د حکومت سره اته چرچونه رجسټرډ دي او دوي ته د کرسمس په موقع پوره سيکيورټي هم ورکړی شوې وه.

نوموړي زياته کړه دا د حکومت پاکستان قانون دی "چې نه يواځې چرچ بلکې د جومات، مندر او که هغه د قاديانيانو جومات خانه ده او که مدرسه ده اول به د حکومت نه اجازت او منظوري اخلي او د هغې وروستو به یې جوړوي".

خو پادري شاکر وايي د پوليس افسر د وېنا ترمخه په صوبه کې په دغه ډول قانون يو چرچ هم نه دی رجسټر شوی.

بل لور ته ډي پي او سيد اشفاق وويل بايد څوک هم د مذهب په نوم بدنامول ونه کړي او حقيقت اووايي.

اېبټ اباد کې دغه خبره په داسې حال کې مخې ته راغلې، چې تېره اوونۍ د امريکې خارجه وزارت ویلي، چې د پاکستان نوم یې په هغه ځانګړي نوملړ کې اچولی چې د مذهب د آزادۍ په اړه به يې د نزدې نه څارنه کيږي.

د امریکې خارجه وزارت ويلي دا فېصله يې د امریکې د نړیوالې مذهبي ازادۍ د کمېشن په وړاندیز کړې ده.

دغه کمېشن ویلي، په پاکستان کې اقلیتونه ځورول کېږي او ریاست پر هغو لاقانونه وژنو غلی پاتې کېږي چې خلک پکې د تندروه کسانو لخوا د مذهب د سپکاوي په تور وژل کيږي.

د بشري حقونو دپاره کار کوونکي او فعال نيوکې کوي چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي تر لانجمن قانون لاندې اکثره مذهبي اقليتي ډلې او آزادفکره خلک ځورول کيږي او تر ډېره له دې قانون څخه ناسمه ګټه اخیستل کېږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG