لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي پوځ په افغانستان کې په ملکي ټرک د ډزو پلټنې کوي


Afghan Civilian Truck Shooting VOA Ashna Screenshot
Afghan Civilian Truck Shooting VOA Ashna Screenshot

امريکايي پوځ په افغانستان کې د هغه ويډيو پلټنې کوي چې پکې يو پوځي په ملکي ټرک ډزې کوي، ډزې د ډرایور د دروازې په شيشه لګيدلي دي.

په يوټيوب خپره شوې ويډيو داسې جوړه شوې مالوميږي چې په پوځي ګاډي کې د تلونکي تن په هېلمټ ټوپۍ کې لګېدلې کېمره باندې ريکارډ شوي وي.

د پوليټيکو خبري ادارې ترمخه د درېو دقيقو او نهه ثانیو، سيکنډونو په جوړه دغه ويډيو کې دا نه ده مالومه چې په ډزو کې کوم زیان اوختی که نا.

خو په ویډيو کې ليدل کيږي چې د يو ملکي روان ټرک په څنګ کې پوځي ګاډي تېريږي او د ټرک د ډرايور په شیشه باندې ترې ډزې کیږي.

د امريکايي مرکزي کمانډ مشر جنرال جوزف ووټل ويلي، "ما دغه ويډیو وکتله او خفه شوم او اندېښمن يم چې امريکايي وګړي، ايتلافي ملګري، افغان حکومت او افغان اولس به باور لري چې امريکايي پوځيان بې رحمه دي او د جنګ د وحشت څخه د بې ګناه خلکو دپاره د تکليف سبب جوړيږي".

هغه ويلي " زه ډاډ درکوم چې دغه ويډيو د امریکا د مرکزي کمانډ د سړو او ښځو د مسلکي او بشريت استازيتوب نه کوي، مونږ دغه غېر مسلکي او د بې رحمۍ پېغام ورکوونکې ويډيو رد کوو".

امریکايي مرکزي کمانډ پوليټيکو د ويډيو په اړه ويلي، "په عامه وېب پاڼه خپره شوې دې ويډیو باندې چې غېرفني جوړه ده دوي پرې جدي، سنجیده اندېښنې لري".

نوموړي ویلي، دغه ويډيو د امريکايي د مرکزي کمانډ او پوځ استازيتوب نه کوي "دوي د ویډيو پلټنې کوي او د پلټنو په رڼا کې به په دې مناسب ګامونه اخلي".

په خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې د امريکايي ځواک په خپله ځانګړو جامو يا وردۍ کې ميرين سرتېری په مشين ګن په ډزو ليدل کيږي راکټ ورسره دی او د هوايي بريدونو غوښتنه کوي.

د پوليټيکو د راپور ترمخه دغه ويډيو د موسيقۍ د هغو ويډيوي فلمونو په څېر ده چې امريکايي سرتيري يې په خپل منځ کې شريکوي.

د ناتاييده راپورونو ترمخه دغه ويډيو په کال ۲۰۱۷م کې د افغانستان په ننګرهار ولايت، صوبه کې جوړه شوې چرته چې داعش قوي فعاليتونه لري.

په ويډيو کې ليدل کيږي چې روان ټرک چې مخ يې سپين دی او شاته پرې تور ترپال اچول شوی په څنګ کې يې د تېرېدونکي پوځي ګاډي نه د ډرايور په شيشه ډز يا ډزې کيږي او په ويډيو کې نور بيا څه نه دي ليدل کيږي چې په ډز ډرايور لګېدلی که بچ شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG