لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د زېنب د وژنې په ضد په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون دوام لري


د پنجاب صوبې په قصور سيمه کې د اته کلنې ماشومې زېنب د وژل کېدو په ضد يو لور ته احتجاجي مظاهرې دوام لري او بل لور ته په ټولنيزو رسنيو، ټويټر باندې (#JusitceForZainab زېنب ته دې انصاف ورکړی شي) غوښتنه روانه ده.

د ټولنې د هرې طبقې او مذهب سره تعلق لرونکي خلک د زېنب وژنه غندي او د دغه کم عمره ماشومې په وژنه کې ککړ تن ته د عبرتناکې سزا ورکولو غوښتنه کوي.

د سولې نوبېل جايزه ګټونکې او د تعليم مبارزې ملاله يوسفزۍ په ټويټر لیکلي،

" د پاکستان په قصور سيمه کې د اووه کلنې زېنب د جنسي تيري او په وحشي توګه وژنې راله زړه ودردؤلو، دا لړۍ دې ودرول شي حکومت او اړونده ادارې دې په سخت ګام واخلي".

د پاکستان ستوري لوبغاړي شاهد افریدي په ټویټر ليکلي،

"بوږنوؤنکې، زمونږ دپاره څومره د شرم ورځ ده، د زېنب قاتل دې يواځې تېزندي نکړی شي داسې مثالي سزا دې ورته ورکړی شي چې خلک يې ياد ساتي او د خلکو دپاره سبق وګرځي، د پاکستان د واکمنو نه د ګام اخستو په تمه يُو".

مدني فعالانو او پاکستاني هنرمندانو پرون د پنجشنبې په ورځ په کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډه او احتجاجي مظاهره کړې ده.

د مظاهرې يو ګډون وال مدني فعال جبران ناصر په ټويټر ليکلي،

" د جنسي تيري په اړه خبرې وکړئ روايت مات کړئ، په کراچۍ پرېس کلب راټول شوؤ زدکوونکوؤ، استازانو، خبريالانو او مدني فعالانو د ماشومانو د خوندي کولو غوښتنه کړې چې خلک دې خبر کړی شي او قوانين دې په سختۍ سره عملي کړی شي".

د کاشف اېن چوهدري په نوم ټويټر اکاؤنټ نه ټويټ شوی چې،

" زه يو پاکستاني احمدي مسلمان يم، د زېنب پلار زما د عقيدې په وجه زما نه کرکه کوي خو زه بيا هم د زېنب سره ولاړ يم زېنب زما هم لُور وه".

د زېنب وژنه هر چا غندلې او د هغې دپاره يې د انصاف غوښتنه کيږي.

نن د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو مشر خورشيدشاه د زېنب وژنه د پنجاب حکومت ناکامي بللې خو د مسلم ليګ ن يو غړي محسن رانجهاشاهنواز وويل بايد د زېنب په وژنه سياست ونشي او په ټول ملک کې د دغه ډول جنايتونو مخه ونيول شي.

د سه شنبې په ورځ د زېنب مړی په قصور سيمه کې د خځلو په ډېران موندل شوی ؤ ويل کیږي هغه څلور ورځې وړاندې تښتول شوې وه.

وروستو پوليسو ویلي ؤ د زېنب د مړي د طبي معاينې، پوسټ مارټم نه مالومه شوې چې په هغې جنسي تېری شوی او بيا په تشدد وژل شوې ده.

پنجاب کې د مسلم ليګ ن ډلې حکومت، سترې محکمې او د پاکستان پوځ هم د دغه پېښې نوټس اخستی او پوليس ويلي د پېښې پلټنې يې پېل کړي او پېښه کې د ککړ تن لټون روان دی خو په دغه اړوند تراوسه کوم پرمختګ مخې ته نه دی راغلی.

بل لور ته په قصور کې د سه شنبې د ورځې راهسې روانې احتجاجي اوس هم دوام لري. د چهارشنبې په ورځ د مظاهرو په مهال د پوليسو په ډزو کې دوه تنه هم وژل شوي وو.

د پنجاب قصور سيمه کې دا لمړی ځل نه دی چې دغه ډول پېښه رپورټ شوې له دې وړاندې په کال ۲۰۱۵م کې هم په سلګونو هلکانو سره د جنسي تيري کولو او د هغوي د ويډيو فلمونو خبرونه مخې ته راغلي وو.

د پنجاب په حکومت دا نيوکې هم کيږی که دوه کاله وړاندې يې د دغو پېښو د مخې نيولو دپاره کلک ګامونه پورته کړی وی د زېنب پېښه به نه رامنځته کېده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG