لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال جام:دافغانستان دکرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه


دلوبو په لمړي پړاؤ کې دپاکستان اؤ افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ترمینځ سیالي وشوې ،
دلوبو په لمړي پړاؤ کې دپاکستان اؤ افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ترمینځ سیالي وشوې ،

د افغانستان د کرکټ ١٩ کلنې ملي لوبډلې د نړيوال جام د پيل په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه.

د ١٦ هېوادونو د ١٩ کلنو لوبډلو په ګډون د کرکټ نړيوال جام پنځوس اووريزې سيالۍ نن (شنبه) نيوزيلينډ کې پيل شوې.

دلوبو په لمړي پړاؤ کې دپاکستان اؤ افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ترمینځ سیالي وشوې ،

ددغه سیالیو ټاس یا پچه پاکستان وګټله اؤ لمړی یې خپله بیټنګ یا توپ وهنه وکړه.

پاکستان لوبډلې په ۴۸ اوورونو کې ۱۸۸ منډې جوړې کړې اؤ افغانستان ته یې د۴۹ منډو هدف ورکړو.

د افغانستان ١٩ کلنو له لوري عظمت الله عمرزي او قيس احمد درې، درې لوبغاړي، نوين الحق دوه، ظاهر خان او نثار وحدت يو يو لوبغاړي وسوزول.

دپاکستان لخوا ورکړل شوی هدف په ٤٨تم اوور کې د پنځوؤ لوبغاړو په سوزېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله. د دوى له لوري دروېش رسولي په زړه پورې لوبه وکړه او ٧٦ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې.

دغه راز اکرام علي خېل ٤٦، رحمان الله ګربز ٣١ او نثار وحدت ١٩ د پام وړ منډې جوړې کړې.

دروېش رسولي د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د يادونې ده، افغانستان څو مياشتې مخکې په اسيايي سياليو کې هم پاکستان ته دوه ځلې پرله پسې ماتې ورکړې وه.

اکل شوې چې افغانستان د دغه جام دویمه سیالۍ د جنوري په ۱۷مه له سریلانکا سره ترسره کړي.

افغانستان د نولس کلنو نړیوال جام په بي ګروپ کې لوبه کوي، چې پاکستان، سریلانکا او ایرلنډ هم په کې شامل دي.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني او اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله په خپلو ټویټر پاڼو په جلا جلا پیغامونو کې د دغه بري مبارکي ورکړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG