د خېبرپښتونخوا سترې محکمې (پېښور هاييکورټ) د مرګ د سزاوارو دوه هغو قېديانو خواستونه رد کړي چې پکې ويل شوي ؤ دوي ته دې د تېزندۍ سزا په پړي د اوېزاندولو د لارې ورنکړی شي.
پاکستان کې د مرګ سزا وار ته سزا د تېزندۍ د لارې ورکول کيږي، د سزاوار تن مرۍ ته د پړي غوټه ورکړی شي او د پښو لاندې تخته ترې لرې کړی شي ترهغې اوېزان وي چې څو پورې ترې ساه نه وي ختلي.
د تېزندۍ ورکولو په مهال يو مجسټرېټ، يو ډاکټر او د جېل سپرنټنډنټ هم موجود وي.
د قانون پوهانو په وېنا مجسټرېټ د قاضي په حېث ځکه موجود وي چې د تېزندۍ د وخت پورې ټولې قانوني تقاضې پوره عملي شي، او که چرته سزاوار تن ته د تېزندۍ ورکولو څو دقيقې وړاندې بخښانه وشي مجسټرېټ د جېل سپرنټنډنټ ته حکم کوي چې سزا ودروي.
ډاکټر د تېزندۍ نه وړاندې د سزاوار طبي معاينه کوي چې په صحت روغ دی او بيا د تېزندۍ وروستو د مرګ سند جاري کوي.
د پاکستان پخوانی وزيراعظم زوالفقارعلي بهټو هم د اوېزاندلو د لارې تېزندي کړی شوی ؤ.
د خېبرپښتونخوا د هري پور په زندان کې د ۲۰ کالو راهسې بند جان بهادر او ګل ولي چې د مرګ سزا ورته اورول شوې دوي د پېښور هاييکورټ ته خواست کړی چې د "ساه ختو پورې اوېزاندولو" د سزا په ځای دې ورته د نوې سائنسي داسې لارې سزا ورکړی شي چې ډېره دردؤونکې نه وي.
خو د پېښور هاييکورټ دوه ججانو جسټس روح الامين او جسټس قلندرعلي خان د دغه لارې د سزا چېلنج کولو دا خواست رد کړی دی.
د خواست کوونکو وکيل خورشيدخان عدالت ته ویلي،" د اوېزاندولو د لارې د مرګ سزا غېر اسلامي او غېرائيني ده"، او ټينګار يې کړی چې د دردمندې لارې سزا د بشري اقدارو په ضد هم ده.
وکیل عدالت ته ويلي، "که تاسو د انګرېز د قانون د لارې سزا ورکوئ ولې نه چې د تېزندۍ سزا هم په نوې طريقه ورکړئ؟".
خورشيد عدالت ته ويلي، " مونږ د سزا مخالف نه يُو خو په پاکستان کې د تېزندۍ طريقه د ظلم په څېر ده"، هغه ويلي متحده هندوستان ته د انګرېز د راتلو وړاندې د اوېزاندولو طريقه نه وه.
نوموړي وکيل دا هم ويلي چې د ايين ارټيکل دوېم ترمخه د ملک هيڅ يو قانون به د اسلام خلاف نه وي.
هغه ويلي،" د ساه ختلو پورې د مرۍ نه اوېزاندول د اسلامي تعلیماتو مطابق نه دي ځکه د پاکستان کرېمنل پروسيجر د ۳۶۸ سېکشن کې د بدلون خواست کيږي".
د عدالت قاضيانو خواست رد کړی او ويلي يې دي دغه معامله د هاييکورټ په اختيار کې نه ده.
د پاکستان نه علاوه افغانستان، بنګله دېش، هند، عراق، جاپان، کوېت، ملايشيا، نايجيریا، ايران، فلسطين او سوډان کې د اوېزاندولو د لارې د مرګ سزا ورکړی کيږي.
د عراق صدر صدام حسېن هم اوېزاند کړی شوی او سزا ورته ورکړی شوې وه.
سعودي عرب يواځينی ملک دی چې هلته د مرګ د سزاوار نه سر غوڅولی شي.
انډونیشيا، چين، شمالي کوريا، صوماليه، تائيوان، يمن او متحده عرب اماراتو کې د ډز يا په ګولۍ ويشتو د مرګ سزا ورکول کيږي.
امريکا، چين او وېتنام کې د مخصوص انجکشن د لارې د مرګ سزا ورکول کیږي امريکا کې د بجلۍ د کرنټ ورکولو د لارې هم د مرګ سزا ورکول کيږي.