لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

انټرنېشنل اسلامک يونيورسټي اسلام اباد د فېصل جومات ودانۍ کاروي


د اسلام اباد فېصل جومات

قامي اسمبلۍ ته ويل شوي چې انټرنېشنل اسلامک يونيورسټي اسلام اباد (ايي ايي يُو ايي) ته د اسلام اباد په سېکټراېچ ـ ۱۰ کې د ۷۰۰ اېکړه ځمکې ورکولو باوجود پوهنتون د فېصل جومات ودانۍ کاروي.

د دوشنبې، ګل په ورځ قامي اسمبلۍ کې د پوښتنو په مهال د پلازمينې د انتظام او پرمختيايي څانګې وزير طارق فضل چوهدري په ليکلې بڼه ځواب کې ويلي د فېصل جومات ۵۱زره مربع کلوميټره برخه اوس هم د ايي ايي يُو ايي په ولقه کې ده.

هغه ويلي، "د فېصل جومات مسؤل او واکمن دغه ځای په ناوړه توګه کاروي باوجود د دې چې ايي ايي يُو ايي ته په اېچ ـ ۱۰ سېکټر کې ځای ورکړی شوی دی".

هغه ويلي د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته هم دغه شکايت شوی چې د ايي ايي يُو ايي انتظاميې په زوره د جومات په ودانۍ قبضه اچولې ده.

چوهدري ويلي کمېټۍ ايي ايي يُو ايي ته لارښوونه کړې وه چې زر تر زره جومات پرېږدي خو په دغه لارښوونه هيڅ عمل نه دی شوی.

د تېر کال جولايۍ په مياشت کې د پلازمينې د پرمختيا ادارې (سي ډي ای) د سېنېټ کمېټۍ ته د جومات په اړوند د احوال تېرولو په مهال ويلي ؤ چې ايي ايي يُو ايي اوس هم د جومات په ودانۍ کې ډېری دفترې لري.

د سي ډي ای چارواکو ويلي د جومات نور امور هم د ستونزو او چېلنجونو سره مخ دي ځکه چې د جومات اډيټوريم او هاسټل هم د ايي ايي يُو ايي په ولقه کې دی.

د سي ډي ای د اورېدنې وروستو کمېټۍ په دغه اړوند غږ پورته کړی او دا يې په جومات د پوهنتون غېر قانونه قبضه ګرځولې ده.

د ايي ايي يُو ايي وياند د کمېټۍ د دريځ په ځواب کې ویلي، پوهنتون د جومات او جوختې ودانۍ ساتونکې وه او د سي ډي ای ادعا يې بې وزنه بللې ده.

XS
SM
MD
LG