لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سعودي کې ۳۵ کاله وروسته په لمړي ځل په سینیما فلم ښودل شوی


سعودي عرب کې د پینځه دیرش کلنې اوږدې مودې وروسته په لمړي ځل یو فلم په سینیما نندارې ته وړاندې کړل شوی چې کتلو ته یې د سړو تر څنګ د سعودي عرب ګڼې میرمنې هم ورغلي اؤ دفلم په کتلو یې خوښي ښکاره کړې ده.

سعودي عرب په کال ۱۹۸۰م کې سینیماګانې دمذهب اؤ خپل کلتور په ضد ګرځولې وې اؤ قدغن یې پرې لګولی ؤ خو تیرکال د دسمبر په میاشت کې یې ددغه قدغن پورته کولو په مهال اعلان کړی ؤ‌ چې د مارچ ۲۰۱۸م پورې به ټولې سینیماګانې بیرته خلاصوي.

خلیج ټائمز ورځپاڼې د یوې بهرنۍ خبري شبکې د راپور په اساس لیکلي چې سعودي کې دسینیماګانو دبیرته خلاصولو په لړ کې د جدې په کلتوري دالان کې یوه موقتي سینیما جوړه کړل شوې چې پکې تیره اوونۍ وړومبی فلم نندارې ته وړاندې کړل شوی.

هرڅو که دهالي ووډ د “دي ایموجیز “په نوم دغه فلم اینیمیټډ یا دعصري کارټون په بڼه ؤ خو ورځپانه لیکې چې په ګڼ شمیر عربان ورته دخپلو کورنیو سره د کتلو دپاره دغه سینیما ته ورغلي اؤ خوښي یې پکې ښودلې ده.

ورځپاڼه لیکي د فلم کتونکو په مخ خوښۍ اثار له ورایه ښکاریدل اؤ ویل یې چې د سینیماګانو دبیرته خلاصیدو له امله به خلکو ته دساعت تیري ښه موقعه په لاس ورشي.

خلیج ټآئمز ورځپاڼه لیکې چې د مارچ په میاشت کې به سعودي کې په رسمي ډول سینیماګانې خلاصې کړل شي اؤ دسعودي حکومت پئیلې ده چې تر کال ۲۰۳۰م پورې به ګرد هیواد کې ۳۰۰ سینیماګانې پرانزي.

په دغو ۳۰۰ سینیماګانو کې به ۲۰۰۰ سکرینونه یا پردې لګول کیږي اؤ خواوشا ۳۰ زرو خلکو ته به له دې امله روزګار په لاس ورشي.

ورځپاڼه دا هم وایي چې د سینیماګانو د بیرته پرانستل کیدو سره به سعودي عرب دکال ۲۴ اربه ډالر ګټه ترلاسه کوي

XS
SM
MD
LG