لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان :ماشومې سره د جنسي زياتي او وژنې وروستو په پولیس پوښتنې راولاړې شوي


Pakistan gang-rape
Pakistan gang-rape

د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې ګوجرو ګړۍ علاقه کې د يکشنبې، اتوار په ورځ د يوې کم عمره ماشومې مړی په داسې حال کې د ګنو د پټي نه ترلاسه شوی ؤ، چې جنسي زياتی ورسره شوی او وژل شوې وه.

د مردان ضلعې ناظم حمايت الله مايار ډيوه رېډيو سره په خبرو کې پخلی کړی چې د کم عمره ماشومې د مړي د طبي معاينې، پوسټمارټم وروستو ورته ډاکټرانو پخلی کړی چې هغه د جنسي زياتي پس وژل شوې ده.

نوموړي وويل،"ډاکټر کلثوم د ماشومې د مړي طبی معاينه کړې اوهغې په خپل رپوټ کې د جنسي زياتي تصديق کړی دی خو دغه رپوټ رسنيو سره نه دی شريک کړی شوی".

له دې وړاندې د مردان پوليسو ويلي ؤ چې دغه ماشومه چې اسما نوميږي او عمر يې د درېو نه تر څلورو کالو پورې دی تشدد پرې شوی او د هغې مړينه د ساه بندېدو له کبله رامنځته شوې وه.

پوليس ويلي ؤ چې د عاصمه د مړي وجود نه يې د طبي معاينې دپاره نمونې لاهور ته لېږلي او سري دست يې دغه خبره رد کړی وه چې هغې سره جنسي تېری شوی ؤ.

د مردان ضلعې د پوليس مشر (ډي پي او) ميا محمدسعيد په مشرۍ کې د دغه پېښې د پلټنو دپاره يوه ګډه کميټي جوړه کړی شوې ده.

د دوشنبې يا ګل په ورځ پوليس سرچينو پېښه کې د مشکوک ۲۰ تنو نيولي ويلي ؤ خو تازه شمېرې ۷۰ تنه ښايي چې ښځې هم پکې شاملي دي نيول شوي يا د پلټنو دپاره يې پوليس بوځي راولي او پوښتنې ترې روانې دي.

د اسما د کورنۍ ترمخه د هغې پلار په سعودي عرب کې دی او د دوي د کورنۍ تعلق د بره دير ضلعې سره دی.

د ماشومې نيکه د جنازې په ورځ ويلي ؤ چې نمسۍ يې د شنبې، خالي په ورځ د کوره وتلې او بې درکه شوې وه او بيا يې مړی په بله ورځ ترلاسه شوی ؤ. هغه په دغه مهال دا هم ويلي ؤ چې د ماشومې په وجود د تشدد نخښې نشته.

مردان کې دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې يوه اوونۍ وړاندې د پنجاب صوبې په قصور سيمه کې يوه اته کلنه ماشومه زېنب د جنسي تيري وروستو وژل شوې او په رسنيو د دغه پېښې په اړوند تاوده بحثونه پېل شوي وو.

د قصور د پېښې وروستو د پنجاب صوبې د مسلم ليګ (ن) ډلې په حکومت سختې نيوکې شوې او تراوسه دوام لري چې په پېښه کې ککړ تن يا تنان تراوسه پورې ولې ونه نيول شو.

د مسلم ليګ (ن) د خېبرپښتونخوا صدر او د وزیراعظم سلاکار اميرمقام په مردان کې ماشومې سره د جنسي زياتي او وژنې د پېښې غندنه کړې او ویلي دي دغه پېښې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د چيئرمېن عمران خان د مثالې پوليس کارکردګي په ډاګه کړه.

د غېر دولتي ادارې ساحل د شمېرو ترمخه د تېر ۲۰۱۷م کال په لمړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې د ۱۷۶۴ ماشومانو د جنسي تيري پېښې رپوټ شوې وې.

په دغه شمېره کې تر ټولو زياته شمېره د پنجاب صوبې وه او هلته ۱۰۸۹ ماشومان د جنسي تيري ښکار شوي وو، سندهـ صوبه کې ۴۹۰ پېښې، بلوچستان کې ۷۶، قبايلي سيمو کې ۵۸، خېبرپښتونخوا کې ۴۲ او ازاد کشمير کې ۹ پېښې رپوټ شوې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG