لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان کرکټ لوبډلې د نړیوال کپ خپله دوېمه سيالي هم وګټله


د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د نړيوال کپ په روانو سياليو کې په خپله دوېمه لوبه کې د سري لنکا لوبډلې ته په ۳۲ رنزونو ماتې ورکړه.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د نړيوال کپ په روانو سياليو کې په خپله دوېمه لوبه کې د سري لنکا لوبډلې ته په ۳۲ رنزونو ماتې ورکړه.

له دې وړاندې افغان لوبډلې په خپله لمړۍ سيالۍ کې د پاکستان لوبډلې ته په پينځه وکټو ماتې ورکړې وه.

په ننۍ د چهارشنبې، شورو د ورځې د سيالۍ پچه، ټاس سري لنکا ګټلی او افغان لوبډلې ته يې بيټنګ ورکړی ؤ.

افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۴ رنزونه جوړ کړي وو.

لوبه د باران له کبله دوه ځله ودرېدلې او د وخت د کمي له سببه ۵۰ اوورې ۳۸ ته او د ۲۸۴ هدف ۲۳۵ ته راکم کړی شوی ؤ.

په ځواب کې د سري لنکا ټول لوبغاړي په ۳۸م اوور کې په ۲۰۲ رنزونو اؤټ شو او لوبه يې په ۳۲ رنزونو وبايلله.

د سري لنکا په بيټنک ډېنيل ۴۸، اريچيګ ۴۱،بنډارا ۳۸ او مېنډېس ۳۲ رنزونه جوړ کړه او شپږ لوبغاړي يې د ۱۰ نه په کمو رنزونو اؤټ کړی شو.

د افغانستان نوين الحق څلور او عظمت الله عمرزۍ او قېص احمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

له دې وړاندې د افغانستان په بیټنګ کې ابراهيم زردان تر ټولو زيات ۸۶ رنزونه جوړ کړي وو.

دروېش رسول ۶۳، اکرام علي ۵۵ ، نثاروحدت ۲۵ او عظمت الله عمرزۍ ۲۰ رنزونه جوړ کړي وو.

د سري لنکا رشمېکا او اېل اېن ملېنګا دوه دوه او مينډيس يو لوبغاړی سوځولی ؤ.

افغانستان پرله پسې دوه لوبې وګټلې او درېمه لوبه يې په ۲۰ جنورۍ د ايرلېنډ سره ټاکل شوې ده.

په ډي ګروپ کې شامل افغان لوبډلې دوه سيالۍ وکړې او دواړه يې وګټلې، پاکستان په دوؤ کې يوه ګټلې او سري لنکا هم په دوؤ کې يوه ګټلې يوه بايللې ده.

ايرلېنډ په دوه سياليو کې يوه نه ده ګټلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG