لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت له نړيوالو قوتونو په پاکستان د فشار سېوا کولو غوښتنه کړې، هيلي


In this photo provided by Sri Lanka Air Force, smoke rises from the container vessel <em>MV X-Press Pearl</em> engulfed in flames off Colombo port.
In this photo provided by Sri Lanka Air Force, smoke rises from the container vessel <em>MV X-Press Pearl</em> engulfed in flames off Colombo port.

د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا د پلاوي د کابل د سفر نه په بیرته ستنېدو امريکايي استازې نیکي هيلې ويلي د کابل حکومت د نړيوالو قوتونو غواړي چې په پاکستان نور فشار سېوا کړي.

په ملګرو ملتونو کې امريکايي استازې نيکي هيلې د چهارشنبې، شورو په ورځ د کابل څخه بیرته په ستنېدو دغه خبره کړې ده هغه د کابل په سفر کې د ملګرو ملتونو د ۱۴کسيزه پلاوي برخه وه، پلاوي د صدر اشرف غني او اجرائي رئيس عبدالله عبدالله سره ليدلي دي.

هيلې خبريالانو سره په خبرو کې وويل، "دوي (افغان حکومت) مطمئن دی چې طالبان به د خبرو مېز ته راشي، خو دوي زمونږ نه غوښتي چې په پاکستان نور فشار سېوا کړي چې د خبرو مېز ته راشي او خپله رويه بدله کړي".

هيلې دا هم وويل "افغان حکومت چې ثبات پله لس قدمه وړاندې اخلي خو پاکستان سره دوي ځان په دوامداره توګه داسې ګڼي چې په وروستو روان دي او دا چې څو پورې پاکستان کې د ترهګرۍ ملاتړ کيږي افغان ټولنه ځان مستقل غېر محفوظه ګڼي".

امريکايي استازې دا نه دي ويلي چې پاکستان باندې کوم ډول فشار سېوا کړی شي خو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندېزونو لګولو واک لری.

نیکې هيلې ويلي افغان حکومت د دوي نه د نشه يي توکو په وړاندې مبارزه کې د ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا پلاوي په داسې حال کې د افغانستان سفر کړی چې په وروستيو کې د افغان حکومت او مخالفه وسله والو طالبانو استازو په ترکي کې غېر رسمي خبرې کړي دي.

که څه هم ارګ او طالبانو په دغو خبرو کې په رسمي ډول د ګډون د خبرونو تایيد نه دی کړی خو د افغان صدر اشرف غني سلاکار همايون جرير چې په دغه خبرو کې ګډون درلود ویلي يې اشرف غني په دې ناسته خبر ؤ او طالب استازو د ملاهبت الله، ملايعقوب او حقاني څخه اجازه اخستې وه.

کابل د نړیوال پلاوي نه په پاکستان د فشار سېوا کولو غوښتنه هم په داسې حال کې کړې چې پاکستان د امريکا د سختو نيوکو لاندې دی.

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د جنورۍ په لمړۍ نېټه خپل ټويټ کې ويلي ؤ، پاکستان په تېر ۱۵ کاله موده کې د امريکا نه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې تل دروغ ويلي او ټګي يې کړې ده او په خپله خاوره يې ترهګرساتلي دي.

امريکا او افغانستان د اوږدې مودې نه په پاکستان د ترهګرو د ملاتړ تورونه لګوي خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

د ټرمپ د ټويټ وروستو په پاکستان د امريکايي چارواکو نيوکو زور اخستی پاکستان ته يې دوه مخی ويلي او بيا واشنګټن د اسلام اباد ۹۰۰ملينه ډالره پوځي مرستې هم ځنډولي دي.

امريکا ويلي د پاکستان پوځي مرستې يې د افغان طالبانو حقاني شبکې په ضد د عملياتو نه کولو په سر ودرولي دي، دغه رنګ د پاکستان سره د پوځي مرستو په لړ کې د نورو يو ارب ډالرو ځنډېدو هم ويل کيږي.

نيکې هيلي په خبرو کې د اشرف غني د حکومت ستاينه کړې چې د غبن پرضد مبارزه او د انتخاباتو په اړوند اصلاحاتو پله يې پرمختګ کړی دی.

راپورونه وايي افغانستان کې د روانو حالاتو په اړوند د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو یوه لوړ پوړې غونډه ټاکل شوې ده.

هيله کيږي په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګېټريس ته احوال تېر کړی شي او د قازقستان د بهرنو چارو وزیر کېرات عمروف چې د کابل د سفر د پلاوي مشري يې کوله د ناستې مشري به هم د هغه سره وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG