لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان چېمپينز ټرافي ګټل غوره شېبه، حسن علي راښکاره کېدونکی لوبغاړی


د کرکټ نړيوال کونسل په خپلو کاليزو جايزو کې د پاکستان کرکټ لوبډلې د چېمپينز ټرافۍ ګټل غوره لمحه ګرځولې او د لوبډلې نوي لوبغاړي ته يې حسن علي ته يې د راڅرګندېدونکي (اېمرجينګ) لوبغاړي جايزه ورکړې ده.

پاکستان نزدې ۲۵ کاله وروستو تېر کال د جون په مياشت کې هند ته د چېمپينز ټرافۍ په فاينل کې ماتې ورکړې وه.

په دغه لوبه کې د خیبر پښتونخوا د مردان د سیمې کاټلنګ ځوان لوبغاړي فخر زمان لوبه ګټلو کې مهم کردار ترسره کړی ؤ.

حسن علي ته په چېمپينز ټرافۍ په سياليو کې په ۱۳ وکټو اخستو د (اېمرجينګ پلېئر اف ائير) جايزه ورکړل شوې ده.

د افغانستان راشدخان د کال ۲۰۱۷م اېسوسي اېټ پلېئر اف دې ائير ګرځول شوی دی.

د هند د کرکټ لوبډلې کپتان ويرات کوهلي ته د يو ورځني کرکټ د کال د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوې هغه تېر کال د ۷۶.۸۴ په حساب رنزونه جوړ کړي وو.

کوهلي ته د سر ګارفيلډ سوبر ټرافۍ جايزه هم ورکړل شوې ده هغه په کال ۲۰۱۷م کال کې په ټيسټ پينځه ورځو لوبو کې اته سنچريانې (۱۰۰) او ۲۲۰۳ رنزونه کړي او يو ورځنو لوبو کې يې اووه سنچريانې او ۱۸۱۸ رنزونه جوړکړي وو.

کوهلي د کرکټ د نړيوال کونسل ټیسټ ټيم اف دې ائير کپتان هم ټاکل شوی خو په دغه لوبډله کې دپاکستان يو لوبغاړی هم نشته.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG