لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دنقیب مسید د وژنې په ضد ټول پاکستان کې احتجاجونه شوي


په کراچۍ کې دپولیس لخوا د وژل شوي پښتون نقیب محسود د وژنې په ضد په ګرد هیواد کې احتحاجي مظآهرې شوي اؤ د مدني ټولنې فعالین، طالبعلمان اؤ میرمنې پښتنو سره د کیدونکي زیاتي په ضد سړکونو ته راوتلي دي.

بل لوري ته سندهـ ایالت کې د واکمن ګوند پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د نقیب محسود د وژنې نوټس اخستی اؤ د سندهـ دکورنیو چارو وزیر د پولیسو د یو لوړ پوړي مشر په مشرۍ ددغه وژنې دپلټنو دپاره کمیټې جوړه کړې ده.

دجنوبی وزیرستان سره تعلق لرونکی ۲۷ کلن زلمي نقیب محسود تیره اوونۍ د کراچۍ پولیسو په دې تور وژلی ؤ چې طالبانو سره یې اړیکې لرلې خو دمدني ټولنې فعالین اؤ‌ دهغه کورنۍ وایي چې نقیب محسود په کراچۍ کې مزدوري کوله.

د زیارت په ورځ پیښور، کراچۍ ، اسلام اباد، کوټه، مردان، بنو، ډیره اسماعیل خان، لکي مروت اؤ هیواد نورو بیلابیلو سیمو څخه په زرګونو دمدني ټولنې اؤ سیاسي ګوندونو غړي،‌طالبعلمان اؤ میرمنې دنقیب محسود د وژنې په ضد سړکونو ته راوتلي اؤ غوښتنه یې کړې ده چې ریاست دې د پښتنو د وژنو لړۍ بنده کړي.

پلازمینه اسلام اباد کې دنیشنل پریس کلب مخې ته د مدني ټولنې اؤ سیاسي فعالینو غړو اؤ میرمنو بیلابیلې احتجاجي مظاهرې کړي اؤ دنقیب محسود وحشیانه وژنه یې غندلې ده ،

په دغو احتجاجي مظاهرو کې دفاټا نه دپارلیمان منتخب غړي اؤ دسیاسي ګوندونو مشرانو هم برخه اخستې ده.

دباجوړ نه دقامي اسمبلۍ غړي شهاب الدین خان اسلام اباد کې احتجاجي مظآهرې ته خپله وینا کې ویلي چې دمحکمې نه پشي شا دنقیب الله وژنې ثابته کړې چې په دې هیواد کې دپښتنو وینه هډو چاته ارزښت نه لري.

هغه ویلی نقیب الله په کراچۍ کې خواري مزدوري کوله اؤ پولیسو په بیګناه ډول وژلی باید ستره محکمه ددې وحشت پخپله نوټس واخلي.

په پيښور کې هم دمدنی ټولنې اؤ سیاسي ګوندونو ګڼ شمیر غړي د پيښور پریس کلب مخې ته ورټول شوي وؤ اؤ دسندهـ دحکومت اؤ پولیسو په ضد یې شعارونه ورکول.

دغو مظاهره چیانو بینرې په لاسو کې پورته کړې وې چې لیکل شوي وؤ‌ پرې دپښتنو اؤ قبائیلو نسل کشي دې بنده کړل شي.

مظاهرینو وویل تر څو چې دنقیب الله شهید د وینو سره انصاف نه وي شوی تر هغې به د احتجاجونو دغه لړۍ دوامداره وي.

د پيښور اؤ اسلام اباد پریس کلب مخو ته پښتنو میرمنو هم احتجاجي جلوسونه ویستلي اؤ دنقیب الله وژنه یې غندلې ده.

دمردان دعبدالولي خان پوهنتون طالبعلمانو اؤ‌ استاذانو د مردان پریس کلب مخې ته په احتجاج کې غوښتنه کړې چې د نقیب الله د وژنې دې عدالتي پلټنې وکړل شي اؤ دکراچۍ هغه پولیس دې په دار وځړول شي چې دنقیب الله وژنه کې لاس لري.

په بنو اؤ ډیره اسماعیل خان کې هم ګڼ شمیر طالبعلمان اؤ‌دمدني ټولنې غړي سړکونو ته راوتلي وؤ اؤ دپښتنو دنسل کشۍ دلړۍ پایې ته د رسولو غوښتنې یې کړي دي ،

دغو قهریدلو مظاهرینو د بنو اؤ‌کوهات سړک هم داحتجاج په د،ل دهر قسم ټریفک په مخ تړلی ؤ.

په پیښور پریس کلب کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې د قبائیلي طالبعلمانو داتحادیې مشر شوکت عزیز یو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې ویلي دسندهـ پولیسو نقیب هیڅ بیڅه وژلی ، که په هغه څه تور ؤ یا یې په ضد څه ثبوتونه وؤ نو پولیسو باید هغه محکمې ته وړاندې کړی وی.

هغه وویل پښتانه اؤ قبائیل نور د خپلو مړو په راټولو ستړي شول اؤ اوس نوره دا لړۍ نه شي زغملی .

ښاغلي شوکت عزیز وویل که دپیپلز پارټۍ مشر اصف زرداري قبائیلو سره مخلص وي نو د نقیب د وینو سره دې انصاف وکړي اؤ دهغه قاتلان دې ونیسي.

په کراچۍ پریس کلب مخې ته هم د سوونو په شمیر پښتانه ورټول شوي وؤ اؤ د سندهـ پولیسو اؤ حکومت په ضد یې سخت شعارونه ورکول .

هغوئ وویل کراچۍ دپښتنو تر ټولو ستر ښار دی اؤ دلته د پنځوسو لکو نه زیات پښتانه خواري مزدوري کوي خو دپښتنو داسې وحشیانه د وژنو لړۍ نوره د زغم نه وتلې ده،

دکراچۍ پښتنو غوښتنه وکړه چې ستره محکمه دې دنقیب د وژنې دې پخپله نوټس واخلي اؤ د نقیب کورنۍ ته دې د فشارونو نه نجات ورکړل شي.

په سوشل میډیا د سخت احتجاج نه وروسته سندهـ صوبه کې د واکمن ګوند مشر بلاول بوټو زرداري دنقیب د وژنې نوټس اخستی اؤ دسندهـ دکورنیو چارو وزیر سهیل انوار سیال ته یې ددغه معاملې دڅارنې امر کړی.

دبلاول بوټو دنوټس نه وروسته د کورنیو چارو وزیر د دکراچۍ دجنوبي سیمې د ډي ایي جي ازاد خان په مشرۍ د پلټنو یوه کمیټې جوړه کړې اؤ دهغې څخه یې ددغه پیښې د بې پلوه پلټنو راپور غوښتی..

دنقیب د وژنې وروسته په سوشل میډیا هم دپښتنو فعالیتو سخته غصه راپاریدلې اؤ پاکستان کې دپښتنو وژنې یې دپښتنو د نسل کشۍ د هڅو مپه معنا یادې کړي دي.

ډیرو خلکو که په سوشل میډیا د نقیب عسکونه خپاره کړي نو ډیرو خلکو پخپل پروفائل هم دهغه عکسونه لګولي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG