لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهزادمحمدي يو کال وروستو کرکټ ته راستون شو


د افغانستان ستوری کرکټ لوبغاړی او وکټ کيپر شهزاد محمدي په کال ۲۰۱۷م کې د ممنوعه درملو خوړلو د يو کال بندېز وروستو بيرته لوبې ته راستون شو.

په شهزاد د لګېدلي بندېز يو کال نېټه پرون په ۱۸م جنورۍ د پنجشنبې، زيارت په ورځ پای ته رسېدلې او اوس هغه کولی شي چې کرکټ وکړي.

نوموړي لوبغاړي په دسمبر ۲۰۱۷م کې په کابل کې يوې خبري غونډې ته په وېنا کې په دغو درملو خوړو بخښنه غوښتې وه چې دغه کار يې ارادتاً نه ؤ کړی.

"ما چې څه کړي ووهغه ارادتاً نه ؤ، زه نه ووم پوهه شوی يو ځل بيا زه د خپلو خلکو نه بخښنه غواړم، کله چې به ما د ملي لوبډلې لوبه کتله زما کورنۍ به راته ويل چې نه ويريږي یوه ورځ به بيا لوبې ته راشي".

شهزاد باندې د کال ۲۰۱۷م د جنورۍ په ۱۷م نېټه د ممنوعه درملو خوړلو په سر د يو کال دپاره بندېز لګول شوی ؤ.

په خبري غونډه کې د افغانستان دکرکټ بورډ مشر عاطف مشال په لوبغاړو غږ کړی ؤ چې د کرکټ په نړيوال قانون ځان پوهه کړي.

هغه ويلي شهزاد يو غوره لوبغاړی دی او په خپلو خوندورو شاټونو يا بېټنګ باندې په نړيوال کرکټ کې ياد دی هغه د يو ورځنۍ او ټي ټيونټي لوبې دپاره ډېر ضروري دی.

محمدي په متحده عرب اماراتو کې د راتلونکې مياشتې نه د زمبابوی په ضد سيريز برخه جوړ شوی کوم چې د راتلونکي نړيوال کپ دپاره د تلو پړاؤ دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG