لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل په انټرکانټننټل هوټل بريد کې پينځه تنه وژل شوي، برید دوام لري


د افغانستان د کورنو چارو وزارت وياند ويلي په انټرکانټننټل هوټل بريد کې پينځه ملکي وګړي وژل شوي، ۱۲۶ تنه د هوټل نه ويستی شوي چې پکې ۴۱ بهرنيان هم شامل دي. بريد کې د درېو سرتېرو په ګډون د شږو تنو ژوبلېدو هم ويل شوي دي.

طلوع نيوز د کورنو چارو د وزارت وياند نجيب دانش له قوله ويلي د امنيتي ځانګړو ځواکونو د بريدګرو وسله والو سره په نښته کې درې ترهګر وژل شوي دي.

په برید کې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړوند نور تفصيل لا مخې ته نه دی راغلی خو ځینې راپورونه وايي چې د بريد په مهال په هوټل کې د ټېکنالوجۍ اړوند د ملکي انجيرانو غونډه کېده.

د بريد له امله په هوټل کې اورلګېدلی ؤ چارواکو ويلي د اور مړولو دپاره هم اړونده ادارې په عملیاتو بوختې دي.

ځايي افغان ټيلي ويژن چېنلې ښايي چې امنیتي ځواکونه د هوټل برنې چت ته رسېدلي او په لاندينو شپږو پوړونو، منزلونو کې يې عمليات بشپړ کړي دي.

راپورونه وايي د لاندينو پوړونو پاکولو د خبرو ورکولو وروستو هم دغلته د چاؤدنو او ډزو اوازونه اورېدل شوي دي.

د بريد زمه واري لا چا نه د منلې.

ای اېف پي خبري ادارې په کانټننټل هوټل کې د بريد په مهال د موجود يو مېلمه له قوله ويلي، "زه نه پوهېږم چې بريدګر به دننه په هوټل کې وي که نه، خو زه د ډزو اوازونه اورم".

دغه میلمه دا هم ویلي چې "مونږ په خپلو خونو کې دننه پټ یو او له امنیتي قواو هیله لرو چې مونږ ژر وژغوري".

په کابل کې د امریکا سفارت د پنجشنبې، زيارت په ورځ خبرداری ورکړی ؤ چې "سخت دریزه وسله وال په هوټلنو د برید پلان لري".

له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د امریکا غږ ته ويلي چې څلور وسله وال بریدګر شاوخوا د شپې نهه بجې کانټننټل هوټل ته ننوتي چې تر دا دمه یې یوبریدګر په نښته کښې وژل شوې. ښاغلي دانش دا هم وویل چې د هوټل څلورم پوړ اور اخیستی دی.

کابل کښې په وروستیو کښې د خونړي بریدونو زمه واري د داعش وسله والې ډلې اخیستی خو افغان چارواکي وايي، په افغانستان کښې ډېری خونړي بریدونه د داعش ډلې په نوم حقاني شبکه ترسره کوي.

د کابل په انټرکانټینینټل هوټل باندې وروستی ځل په ٢٠١١ کې برید شوی ؤ چې پکې د بهرملکيانو په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG