لاس رسیدونکی لینک

 
په انټرکانټننټل هوټل بريد په نړيواله کچه غندل شوی
تازه خبر

په انټرکانټننټل هوټل بريد په نړيواله کچه غندل شوی


کابل کې د شنبې، هفتې په شپه په انټرکانټننټل هوټل شوی بريد چې ۱۳ ساعته وروستو پای ته رسېدلی او د ۱۴ بهرنيانو په ګډون پکې ۱۸ تنه وژل شوي دغه بريد په نړیوال کچ غندل شوی دی.

د افغانستان صدر اشرف غني بريد په سختو ټکو کې غندلی او د ارګ څخه په جاري شوې بيان کې ويل شوي،

" محمد اشرف غني د دغه ترهګريز برید د سخت غندلو ترڅنګ، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د پولیسو د ځانګړې قطعې د زړورتیا او مسلکي اقداماتو ستاینه وکړه چې په هوټل کې د مېلمنو د ګڼې ګوڼې باوجود یې زمونږ د هېوادوالو او مېلمنو د زیاتو تلفاتو مخنیوی وکړ".

بيان کې ويل شوي "تر څو چې تروریستي ډلې له ملاتړ او خوندي پټنځایونو برخمن وي، نو د سیمې خلک به امنیت، ثبات او سوکالۍ ته لاسرسی ونه لري".

د امریکې د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن هم په انټرکانټننټل هوټل بريدپه سختو ټکو کې غندلی او د پېښې اغېزمنو سره يې خواخوږي کړې ده.

د امريکې د بهرنو چارو وزارت ويلي، دوي د افغان چارواکو سره د بريد د پلټنو په اړوند په تماس کې دي.

بيان کې ويل شوي امريکا د افغانستان د اولس او حکومت سره ولاړه ده، او امريکا ژمنه ده چې د افغانستان د سولې، امنيت او خوشحالۍ په ترلاسه کولو کې د دغه هېواد مرستې دوامداره وساتي.

په افغانستان د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) هم د انټرکانټننټل برید غندلی او ويلي يې دي "په ساده ټکو کې دغه بريد هيڅ جواز نه لري، دا بريد د بشري حقونو په نړیوال قانون کې ممنوع او جنګي جرم ګڼل کيږي".

طالبانو د دغه بريد زمه واري قبوله کړې وه.

خو د افغانستان د کورنو چارو وزارت پرون د يکشنبې، اتوار په ورځ ويلي ؤ چې دغه بريد حقاني شبکې کړی دی.

افغانستان او امریکا ادعا کوي چې حقاني شبکه په پاکستان کې پټې ځالې لري او د دغه هېواد د استخباراتو په ملاتړ په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

پاکستان هم پرون دغه بريدغندلی ؤ.

خو وروستو د پاکستان د بهرنو چارو د دفتر وياند محمد فېصل ويلي د ځينو افغان چارواکو لخوا په پاکستان د تورونو لګول ردوي.

فېصل په يو ټویټ کې ويلي، د بريد دې باورې پلټنې وشي او دا دې هم مالومه کړی شي چې په سيکيورټۍ کې چرته نيمګړتيا يا کوتاهي شوې ده.

د افغانستان اجرايي رئيس عبدالله عبدالله، د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او پخواني صدر حامد کرزي هم د بريد غندنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG