لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپینه ماڼۍ:پاکستان دې دکابل برید کې ککړ طالبان سمدستي ونیسي


سارا سینړرز وویل “دطالبانو دغه ‌‌ډله باید پرې نښودل شي چې دپاکستان دخاورې څخه استفاده وکړي”
سارا سینړرز وویل “دطالبانو دغه ‌‌ډله باید پرې نښودل شي چې دپاکستان دخاورې څخه استفاده وکړي”

دافغانستان لخوا دپاکستان په ملاتړ دتورنې ترهګرې ډلې حقاني شبکې دکابل په انټرکانټینینټیل هوټل شوي ترهګریز برید کې د لاس لرنې دلګول شوؤ تورونو نه وروسته امریکا دپاکستان څخه غوښتنه کړې چې په دغه برید کې ککړ ترهګر دې په سمدستي ډول ونیسي اؤ یا دې یې دهیواد نه وباسي.

درې ورځې اګاهو دکابل په انټر کانټینیټیل هوټل دشوي ترهګریز برید نه وروسته افغان چارواکو ددې پړه په حقاني شبکه اچولې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې ددغه برید پلان په پاکستان کې جوړ شوی ؤ.

د دوشنبې په ورځ مطبوعاتو ته داحوال ورکولو په وخت د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سینړرز وویل “دطالبانو دغه ‌‌ډله باید پرې نښودل شي چې دپاکستان دخاورې څخه استفاده وکړي”

افغان اؤ امریکایي چارواکي‌ دعوه کوي چې دحقاني ترهګره شبکه په پاکستان کې خپلې خوندي ځالې لري اؤ له دغه ځایه افغانستان کې ترهګریز پلانونه جوړوي.

هر څو که دکابل په هوټل دشوي برید پړه دطالبانو تحریک په غاړه اخستې خو دافغانستان دکورنیو چارو وزارت ویلي وؤ چې داسې شواهد لاس کې چې دغه برید دحقاني ترهګرې شبکې کړی دی.

خو دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور ویلي چې په کابل شوي برید کې افغان ترهګر لاس لري اؤ دحقاني نیټ ورک تړاؤ هم افغانستان سره دی.

راپورنه وایي دکابل په هوټل شوي برید کې د وژل شوؤ کسانو شمیره ۳۰ؤ څخه اوښتې ده چې ۱۴ پکې بهرني وګړي هم شامل وؤ.

افغان اولسمشر ښاغلي اشرف غني ددغه برید دپلټنو امر کړی دی خو په افغانستان کې په مطبوعاتو اؤ ټولنیزو رسنیو کې دې پوښتنو سرا پورته کړی چې اخر څنګه ترهګر د دومره زیاتې وسلې سره دکابل دغه پنځه ستوریز هوټل ته داسې په اسانه ننوتلو کې بریالي شول؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG