لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مسلمانانو مخالف جرمني سياستمدار اسلام قبول کړی


د مسلمانانو پرضدپه بيانونو ورکولو ياد د جرمني سياستمدار دين اسلام قبول کړی او د پارټۍ د څوکۍ نه يې استعفی ورکړې ده.

ارتهر واګنر د الټرنېټيو فار جرمني (اې اېف ډي) د نيشنل اېګزېکټيو کمېټۍ غړی ؤ، دغه ګوند د جرمني د تېر ستمبر په عامو انتخاباتو کې د درېم غټ ګوند په حېث مخې ته راغلی ؤ.

اې اېف ډي ويلي نوموړي د ګوند د عهدې څخه استعفی ورکړې خود ګوند غړی په خپل ځای پاتې دی.

واګنر د جرمني د ختيځ رياست برانډنبرګ سره تعلق لري، راپورونه وايي هغه په خټه روسی جرمن دی، او په خپله یې منلې چې اسلام یې قبول کړی دی.

هغه وايي اسلام د جرمني د ائين سره سمون نه خوري او غواړي چې په منارو او په مخ په بورقه پټولو باندې بندېز ولګول شي.

اې اېف ډي ويلي د واګنر د مذهب بدلولو باوجود به دغه ګوند د مذهبي ازادۍ د ائيني حقونو دپاره ودريږي.

د ګوند وياند ډينيل فرايز رسنیو ته ویلي، واګنر بل مذهب يا دين هم غوره کولی شي.

راپورونه وايي واګنر په کال ۲۰۱۵م کې د کډوالو او اسلام مخالفه ګوند کې شامل شوی ؤ.

په اې اېف ډي کې د شاملېدو وړاندې هغه د جرمن چانسلرې انګېلا مېرکل د ګوند سي ډي يو څخه سياست کولو.

مطبوعات د نوموړي له قوله وايي چې د اسلام قبلولو يوې پوښتنې ته په ځواب کې نوموړي ويلي، دا د هغه شخصي معامله ده.

دا وړومبی ځل نه دی چې د اسلام مخالفه کوم سياستمدار اسلام قبلوي په کال ۲۰۱۲م کې د هالېنډ (ډچ فريډم پارټۍ) يو سياستمدار وېن ډروون هم اسلام قبول کړی او بیا یې زر حج هم کړی ؤ.

هغه وروستو بيا د ګوند څخه ويستی شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG