لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان دیني عالمانو د ترهګرۍ په اړه د پاکستاني عالمانو فتوا سیاسي وګڼله


د افغانستان دیني عالمانو د پاکستاني عالمانو هغه فتوا سیاسي وګڼله چې ویلي و د پاکستان د دولت پرضد هر ډول ترهګریز برید د اسلام له نظره حرام دی.

د اسلامي ارزښتونو د ملاتړ د شورا مشر عبدالقادر قانت د عالمانو د شورا دغې غونډې ته چې په کابل کې د پنجشنبې یا زیارت په ورځ جوړه شوې وه وویل:

"پاکستاني عالمانو د ترهګریزو بریدونو په اړه دغه فتوا ډیره ناوخته ورکړېده او ډیر سیاسي اړخ ځکه لري چې دوي دا فتوا وروسته له هاغې ورکړه چې په پاکستان باندې د ترهګرو د پاللو او خوندي ساتلو له امله د امریکا لخوا فشارونه زیات شول."

نوموړي دا هم وویل، پاکستاني عالمانو یواځې د پاکستان د دولت پرضد د ترهګرو بریدونو د ناروا ګرځولو په اړه فتوا ورکړې ده، په داسې حال کې چې اسلام ډیر پراخ دین دی او ترهګریز بریدونه باید نه یواځې په پاکستان بلکه په ټوله نړۍ کې ناروا او حرام وګرځول شي.

څېړونکي وايي، پاکستان تل د هغو ترهګرو په وړاندې توند غبرګون ښودلی کوم چې د پاکستان د دولت پرخلاف جګړه کوي خو د هغو ترهګرو په اړه هېڅ هم نه وايي څوک چې په افغانستان او کشمیر کې ترهګریز فعالیتونه کوي.

په غونډه کې د افغانستان د عالمانو د مصلحت د اسلامي شورا مشر مولوي بحر الدین جوزجاني وویل، په افغانستان کې روانې جګړې د اسلام د دین خلاف دي او دوی د سولې په برخه کې یوه بین الافغاني طرحه حکومت ته وړاندې کړېده.

"د عالمانو یو بې طرفه پلاوی به د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په برخه کې منځګړيتوب وکړي او حکومت او طالبان دواړه باید ددغه بې طرفه پلاوي امنیت خوندي کړي."

ښاغلي جوزجاني وړاندې وویل، که څه هم د پاکستان، ایران او ځینو نورو استخباراتي کړیو لخوا د افغانستان د سولې د بهیر په وړاندې دسیسې جوړیږي خو سوله باید په هره بیه چې وي رامنځ ته شي.

په کابل کې د دیني عالمانو په دغې غونډه کې تر سلو زیاتو دیني عالمانو ګډون کړی وو او د سولې په بهیر کې یې د دیني عالمانو پر رغنده رول باندې ټینګار کاوه.

د افغان حکومت او دیني عالمانو لخوا په افغانستان کې د سولې د بهیر په برخه کې روانې هلې ځلې په داسې حال کې کیږی چې په افغانستان کې وسلوالو مخالفینو په دې وروستیو کې خپلو ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړی.

د کابل په انټرکانټینینټل هوټل او په ننګرهار کې د کوچنیانو د ژغورنې (سیف دي چلډرن) په دفتر بریدونه د وسلوالو مخالفینو هغه وروستي بریدونه دي چې د چاودنو ترڅنګ په کې ترهګرو له افغان امنیتي ځواکونو سره په ساعتونو وسلوالې جګړې هم کړې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG