لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله میرمنو ته"دسړو په طمعه مه کینئ،راپورته شئ نړۍ ته پخپله تغیر ورکړئ"


هغې ویلي دښځو دازادۍ تحریک یوازې  دبرابرۍ  یوه نعره نه بلکې یوه مهمه اړتیا ده .
هغې ویلي دښځو دازادۍ تحریک یوازې  دبرابرۍ  یوه نعره نه بلکې یوه مهمه اړتیا ده .

دبشري حقونو وتلې مبارزې اؤ دنوبیل جائره ګټونکې ملاله یوسفزئ دنړۍ په میرمنو غږ کړی چې دخپلو حقونو ترلاسه کولو دپاره دسړو دمرستې په طمعه دناستې پځایې پخپله راپورته شي اؤ نړۍ ته پخپله تغیر ورکړي.

هغې ویلي دښځو دازادۍ تحریک یوازې دبرابرۍ یوه نعره نه بلکې یوه مهمه اړتیا ده .

ملالې یوسفزئ د سوئټزر لینډ په ډیوس ښار کې نړیوال اقتصادي فورم ته خپله وینا کې په میرمنو ملالې وویل “تن زیاتره میرمینې دخپلو حقونو نه خبر دي ، وخت راغلی چې هلکانو ته درناوي ډک اؤ پوخ درس ورکړل شي چې دښځو حقونه څه ته وایي ؟ ترڅو په دې ډول د نړۍ په ټولنو کې هیڅکله هم دتهذیب اؤ تمیز لمنه دلاسه ونه وځي”

دهغې په وینا “د سړي جوړیدو دپاره اړینه ده چې دټولنې دټولو میرمنو دبرابرۍ په اساس حقونه ومنل شي ، اؤ ورسره دې دجینکو په زده کړو نور هم ټینګار وکړل شي چې دا یو اجتماعي مسولیت دی اؤ په ځانګړي ډول د نړۍ مشرانو ته به په دې هکله دزړه داخلاصه هڅې کول وي”

ملاله یوسفزئ خپله دغه وینا د کاناډا د وزیراعظم جسټن ټروډو سره یو ځایې راجوړې شوې غونډې ته کړې ده.

دغه نړیوال کانفرنس کې د امریکاصدر ډانلډ ټرمپ، دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي اؤ دګڼو نورو هیوادونو مشرانو ګډون کړی دی .

نړیوالو مشرانو ته پخپله وینا کې ملالې یوسفزئ وویل” مونږ به سړو ته نه وایو چې نړۍ ته په تغیر ورکولو کې مونږ سره مرسته وکړئ، مونږ به دا کار پخپله په ډیره ښه توګه وکړو”

هغې وویل “مونږ به دخپلو حقونو دپاره پخپله کلکې ودریږو، خپل غږ به راپورته کړو اؤ مونږ کې دومره توان شته چې دا نړۍ بدله کړو”

هغې وویل” برابري “یوازې یو ټکی نه بلکې یوه مبارزه ده ، دا بې کچه عامه شان جذبه ده اؤ دا غوښتنه دومره پیچلې نه ده څومره چې سړو پیچلې کړې ده.

دپښتونخوا دسوات سیمې سره تعلق لرونکې نړیواله مبارزه ملاله یوسفزئ چې دامهال په ګرده نړۍ کې دښځو دحقونو اؤ دجینکو دتعلیم دپاره غږ پورته کوي، تیرو ورځو کې یې د ایپل کمپنۍ سره یو تړون هم کړی چې دهغې په اساس به پاکستان، افغانستان، ترکي اؤ نائیجریا کې خواوشا یو لک جینکو ته تعلیم ورکول کیږي.

ملاله یوسفزئ باندې په نهم اکتوبرکال ۲۰۱۲م کې وسله والو طالبانو په سوات کې دمکتب نه کور ته دتګ په مهال یو وژونکی برید کړی ؤ چې په دغه برید کې هغه په سر په ګولۍ لګیدلې اؤ سخته ژوبله شوې وه چې وروسته د درملنې دپاره لندن ته وړل شوې وه.

ددغه برید په مهال دملالې عمر یوازې ۱۲ کاله ؤ اؤ هغې به د بي بي سي دپاره د ګل مکئ په مستعار نوم یوه ډائري لیکله چې پکې به یې دجینکو په تعلیم ټینګار کولو اؤ طالبانو هاغه مهال سوات کې دجینکو په تعلیم بندیز لګولی ؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG