لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا نوؤ بنديزونو سره مخ شپږ طالبان څوک دي؟


په کومو کسانو چې دامريکا لخوا دغه بنديزونه لګول شوي په هغوي کې په افغانستان کې دطالبانو د پخواني حکومت لوړ پوړي مشران شامل دي
په کومو کسانو چې دامريکا لخوا دغه بنديزونه لګول شوي په هغوي کې په افغانستان کې دطالبانو د پخواني حکومت لوړ پوړي مشران شامل دي

امریکې دخزانې وزارت دپنجشنبې په ورځ‌ افغانستان کې دطالبانو او حقاني نيټ ورک په مرسته تورن شپږو طالبان دامريکا دترهه ګرۍ په تور نوملړ کې شامل کړي او په هغوي يې بنديزونه لګولي دي.

دامریکا دخزانې وزارت ویلي په کومو کسانو چې دامريکا لخوا دغه بنديزونه لګول شوي په هغوي کې په افغانستان کې دطالبانو د پخواني حکومت لوړ پوړي مشران شامل دي

دبندیزو لاندې راغلو دغو طالب مشرانو کې دطالبانو دپخواني حکومت دخزانې مرستیال وزیر اؤ دمرکزي بانک مشر یا ګورنر عبدالصمد ثاني او په پاکستان کې دطالبانو دمشرتابۀ په شوراګانو کې برخه اخستونکي هاغه طالبان شامل دي چې ( افغانستان کې ) دامريکا په مشرۍ په ائتلافي ځواکونو بريدونو کې ککړو تندلارو ته يې مالي مرستې او وسلې ورکړيدي.

په دغو طالبانو کې عبدالقدير بصير عبدالبصير هم شامل دى دچا په اړه چې ويل کيږي چې هغه دپاکستان دخېبرپښتونخوا صوبې سرښار پېښور کې دطالبانو دشورا دماليې دکميسيون مشري کړې،

په هغه تور دى چې دافغانستان په کونړ ولايت کې يې دطالبانو دبريدونو لپاره په زرګونو ډالر ورکړي وؤ.

همدغه راز دحافظ محمد پوپلزئ په اړه ويل کيږي چې هغه دطالبانو دماليې په کميسيون کې تر څو کلونو فعالیت کړی اود جنوبي او لويديز افغانستان لپاره دطالبانو دماليې مشر هم پاتې شويدى،

په هغه دا تور هم دى چې دکال دوه زره يوولسم په نيمائي کې يې دپاکستان په کوئټه ښار کې دماليې دکميسيون مشر ته ديرغماليانو دراخوشې کولو لپاره طالبانو ته ادا کړى شوي لس مليونه يورو انتقال کړي وؤ، دخزانې محکمې پخپل بيان کې ددغو يرغماليانو پيژندګلو نه ده په ډاګه کړې.

دمولوي عنايت الله په لړ کې ويل کيږي چې هغه دافغانستان په ګڼو ولايتونو کې دطالبانو دعسکري چارو مشر اؤ ددې ترڅنګ په پېښور کې دطالبانو دشورا غړى هم پاتې شويدى.

همدغه راز دفقيرمحمد او ګلا خان حامدي په اړه ويل کيږي چې هغوي دحقاني نيټ ورک لپاره کار کړيدى.

د خزاني د وزارت ترمخه په امریکا کې د دغه کسانو اساسي منجمد شوي دي او امریکایان ورسره هیڅ قسمه کاروبار نشي کولی.

امریکې د خزانې وزارت چارواکې ښاغلي مېنډرکل ویلي د طالبانو او د حقاني ډلې د وسله والو په ضد ګامونه د سویلي ایشیا دپاره د صدر ډانلډ ټرمپ د تگلارې حمایت کوي چې ترهگرې ډلې تباه کړی شي او هغه کسان ښکاره کړی شي چې د وسله والو سره مرستې کوي.

صدر ټرمپ پاکستان ته د مېلینونو ډالرو پوځي امداد ځنډولی دی او د پاکستان نه یې غوښتنه کړې چې په خپله خاوره دې د وسله والو پناه ځایونه ختم کړي.

پاکستان په خپله خاوره د وسله والو د موجودگۍ خبره ردوي او وايي امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه په پاکستان اچو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG