لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

د پاکستان د ټي وي کوربه — خبریال که سیاست مدار؟

په پاکستان کې د شپږ کلنې زېنب سره د جنسي زیاتي او بیا د هغې په وژنه کې د ککړ تن په اړه د شخصي ټي وي کوربه ډاکټر شاهد مسعود حیرانونکو انکشافونو د هېواد تر ټولو ستر عدالت سپريم کورټ پام هغه ته اړولی دی.

شاهد مسعود په خپل پروگرام کې دعوا کړې وه چې د زينب د قتل په تور کې د نیول شوي تن عمران علي د بینک ٣٧ اکاونټونه (کهاتې) دي او هغه د بربنډو فلمونو د نړیوال صنعت غړی دی چې ملگرتیا یې د پنجاب صوبې یو وزير کوي.

نوموړی په ټي وي باندې کړو د خپلو دعوو ثابتولو لپاره سپريم کورټ ته ورغلی وو او داسې نه ښکاري چې د خپلې خبرې څخه اوښتې دی. په نشریاتو کې راغلي دي چې مسعود د قاضي په وینا په یو ساده کاغذ د هاغه وزير نوم هم عدالت ته پټ ورکړو چې دی یې د عمران ملاتړې گڼي.

اوس د پاکستان سپريم کورټ شاهد مسعود ته امر کړی دی چې د لگول شوي تورونه ثبوتونه عدالت ته وړاندې کړي.

د شاهد مسعود د تورونو څخه یوه ورځ ورستو د پاکستان د پنجاب حکومت یو چارواکي ملک احمد خان ويلي دي د هېواد سرکاري بینک ( سټیټ بینک) د رپورټ تر مخه د عمران یو هم بینک اکاونټ نشته دی. او دشاهد مسعود تورنه بې بنیاده دي.

د پاکستان د نشریاتي ادارو په خپرونو نظر لرونکي څیړنکاران وايي د خپرونو کوربانه خپلو ځانونو ته خبریالان یا څیړنکاران نا بلکې سیاسي مشران وايي.

په ېښور پوهنتون کې د صحافت د څانگې مشر (چیرمین) او د کتاب " دي مسلم ایکسټريمیسټ ډسکورس : کنسټرکټينگ آس ورسیز دېم" لیکونکي فيض الله جان په خیال کله چې د خپرونو کوربانه د ټي وي په شيشه ښکاره شي نو د هغويي نه دا هېر شي چې د دويي کار اولس ته خبرونه ور رسول او د هغې څیړنه ده:

"دويي بیا د یو سیاسي لیډر( مشر) په برابر رتبه کې ځان ته گوري"

څیړونکي دا هم فکر کوي چې د پاکستان د شخصي ټي وي چینلونو صنعت دا وخت په دوه ډلو کې وېشل شوی دی. یوه ډله د مرکزي واکمن گوند مسلم ليگ نون او بله ډله د حکومت مخالفه گوند عمران خان تحريک انصاف پلؤ ته ولاړه ده.

زینب د پنجاب په قصور ښار کې دروان کال په څلورمه جنورۍ د خپل کور څخه نزدې تښتول شوې وه اوبیا یې څو ورځې ورستو مړی وموندل شو. اوس پولیسو د هغې سره د زنا او قتل په تور کې عمران نومې یو تن نیولی دی.

مطبوعاتي رپورټونه وايي عمران یو سیریل کلر یعني په تسلسل سره قتل کونکی دی او د مرکزي حکومت نه علاوه په پنجاب صوبه کې د حکومت مخالفه مذهبي مشر ډاکټر طاهر القادري مننونکی دی. ډاکټر شاهد مسعود هم د حکومت مخالفه خپرونې د یو کوربه په توگه مشهور دی.

ښاغلی جان د دغه دريځ سره اتفاق لري چې ځيني چینلې غواړي د اوسني حکومت تخته نسکوره کړي:

"او.... ځيني کوربانه د څه حکومتونو د جوړولو او دڅه د ورانولو کارونه کوي"

د څېړونکو په خیال دا وخت یو طاقتوره شخصي ټي وي ای ار وائ د حکومت مخالف ټي وي چینلو د کتار په لومړي سر کې او بل طاقتوره مطبوعاتي او نشریاتي ډله جیو او جنگ د حکومت د پلویانو په لومړي کتار کې ولاړ دي.

په پاکستان کې د معتدل او ریښتوني خبریالتوب دعوا لرونکي انگریزۍ اخبار ډان په پېښور کې مشر ښاغلی اسماعيل خان وايي په ټي وي چینلو د روانو خپرونو څخه ښکاري چې یوه ډله د حکومت اوبله د مخالفه گوندونو لپاره خپرونې کوي.

خو دغه چینلی زیاتره وخت دا دعوا کوي چې دويي معیاري صحافت کوي. اسماعيل خان وايي دغه دعوا سمه نه ده:

" دهغويي د ایډیټوریل (ادارتي) تگ لارې نه معلومیږي چې دويي یو طرف ته روان دي.... د ټي وي چینلو د خبرو اترو په خپرونو کې چې څه کیږي دهغې اولس ته پته لگي چې بې تولې دي"

په پروگرام "اینډ اف ټایم" کې هغه ځان د پاکستان خلقو ته د یو مذهبي مبلغ او په راتلونکو پېښو د یو خبر انسان (پېش گويي کونکی) په توگه ورښکاره کړې وو.

دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلي مسعود په خپلو خپرونو کې حیرانونکي انکشافونه کړي وي. د ښاغلي مسعود په زیاتره خپرونو کې د حکومت د ختمیدلو، د هندوستان په ضد د پاکستان په جگړه کې دبري موندلو او دقیامت د راتگ انکشافونه هم کیږي. په پروگرام "اینډ اف ټایم" کې هغه ځان د پاکستان خلقو ته د یو مذهبي مبلغ او په راتلونکو پېښو د یو خبر انسان (پېش گويي کونکی) په توگه ورښکاره کړې وو. ښاغلي مسعود به په دغه خپرونه کې د راتلولنکي دور په حقله شهادتونه ورکول.

ښاغلی اکثره د خپلې خبرې په دليل کې وايي " میرا خیال هی" یعني دا زما گمان دی. نوموړی په یو پروگرام کې وايي چې دهغه معلومات د راتلونکي وخت لپاره یو شهادت دی.

د ښاغلي جان په خیال چې کله په پاکستان کې یواځې سرکاري ټي وي وو نو خلقو ته به دا ویل کیدل چې دا یواځې د حکومت خبره کوي او رښتیا نه وايي او چې کله شخصي ټي چینلی راغلې نو خلقو ته اوویل شو چې دا—" اوس اذاده میډیا ده". ښاغلی جان وايي:

" شاهد مسعود او داسې نور کوربانه ددغه تاثر څخه گټه پورته کوي چې دويي خپلواکه میډیا له کار کوي"

د ښاغلي مسعود په ضد قضیې

د شاهد مسعود په ضد په پاکستان کې د دروغو د خپرونو په سر یو شمېر قضیې جوړې شوې دي.

یو ورځ د مخه د پنجاب حکومت ډاکټر شاهد مسعود ته د دروغو او بې سره قيصو په سر یو عدالتي خبرداری ورلیږلی دی. دپنجاب حکومت وايي ښاغلي مسعود په حکومت بې بنیاده تورنه لگولي دي.

په پاکستان کې د ټيلي وژن چینلو د څارنې او ورته د لایسنسونو ورکولو ادارې پېمرا په کال ٢٠١٧ کې په بول ټي وي د ډاکټر شاهد مسعود خپرونه ٣٠ ورځو لپاره وتړله او ورته یې د یو میلین روپو جرمانه واوروله. دښاغلي مسعود په ضد د هاغه وخت د خزانې وزير اسحاق ډار د حکومت په ضد د دروغو د خپرونې تور لگولی وو .

په کال ٢٠١٦ کې پېمرا د شاهد مسعود په خپرونه د ۴٥ ورځو پابندي لگولې وه. پېمرا ویلي وو ښاغلي مسعود د سنده د ستر عدالت په ستر قاضي د بډو رشوتونو د اخستلو د دروغو تورونه لگولي وو.

په کال ٢٠١٣ کې ښاغلي مسعود د عدالتونو د بدنامولو په سر یوه ليکلې شوې معافي نامه په عدالت کې جمع کړې وه.

په ٢٠١٠ کې په کراچۍ کې د ښاغلي مسعود په ضد یو قضيه کې ویل شوي وو چې هغه د خپلې خپرونې په لاره د کلتوري کينې او کرکې خپرولو کوښښ کړی دی.

ډاکټر شاهد مسعود څوک دی؟

د یو پاکستاني ویب سایټ تر مخه ډاکټر شاهد مسعود په شپږم مارچ ١٩٦٧ کې زیږیدلی دی. ښاغلي خپلې لومړۍ زدکړې په سعودي عربستان کې کړي دي. د ښاغلي دوه کشران وروڼه هم دغلته زیږدلي وو.

ډاکټر شاهد مسعود د پېشې په لحاظ ډاکټر دی. هغه د ډاکټرۍ ډگري د جناح سنده میډیکل یونیورسټۍ څخه اخستې ده. خو ښاغلی ډاکټري نه کوي او دا وخت په نیوز ون ټي وي د سیاسي څیړنکار په توگه کار کوي.

ښاغلی د جیو ټي وي او ای ار وايي ټي وي نه علاوه د پاکستان د سرکاري ټي وي ، پي ټي وي هم مشر او د پخواني وزیراعظم یوسف رضا گیلاني صلاح کار پاتې شوی دی.

د هغه په خپرونو کې "اینډ اف ټایم"، "ویوز ان نیوز" او "میری مطابق" ډېر مشهور شوي وو. که څه هم په دغه پروگرامونو کې د هغه دعوې او خبرې حکومت، پېمرا او ځيني سیاسي گوندونو او شخصیتونه دروغ بللي دي خو بیا هم ښاغلی مسعود په ټویټر نیم ملین پلویان لري.

۔

See all News Updates of the Day

د پاکستان پوځ وایي‌ تېره یوه ‏میاشت کې یې په ږوب کې په عملياتو کې "‏‎29‎‏ ترهګر وژلي" دي

د پاکستان پوځ وایي په هېواد کې د وروستیو وسلوالو بریدونو په تناظر کې یې د ‏‎21‎م اپرېل نه د بلوچستان صوبې د ږوب ضلعې په سمبازه علاقه کې عملیات کړي، او "په تېره ‏میاشت کې ترسره شوو عملياتو کې ‏‎29‎‏ ترهګر وژل شوي دي، او په دغو عملياتو کې په ‏‎14‎مه مې مېجر بابر خان وژل شوی وو".

پوځ نن په ‏‎22‎مه مې په یو بیان کې ویلي، "په وروستيو کې د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي، د افغانستان نه ترهګر په پوله د ‏راوړي پاکستان کې امنيتي ځواکونه او بې ګناه خلک په هدف کوي".‏‏

د پاکستان پوځ ويلي، " افغانستان کې د عبوري حکومت نه په مستقله توګه غوښتنه کوي چې خپل لوري ته د پولې ساتنې انتظام په موثره توګه يقيني ‏کړي، عبوري حکومت دې خپلې زمه وارۍ پوره کړي او ترهګر دې پرې نه ږدي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ دپاره د پاکستان پرضد وکاروي".‏

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي، چې د کله نه طالبان په افغانستان واکمن شوي په پاکستان کې ترهګري او ناامني سېوا شوې او د افغانستان خاوره ‏‏‏د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي.‏ خو په افغانستان کې واکمن طالبان تل د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي د خپل امنیت زمه واري دې په دوی ‏‏نه ور اچوي.‏

په اوومه مې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا په بشام کې په ‏چينايي انجينيرانو کوم برید شوی وو، "په دغه بريد ‏کې پينځه چينايي او يو پاکستانی وژل شوي او د دغه بريد منصوبه بندي هم په افغانستان کې شوې، ‏خودکش بمبار هم افغان وګړی ‏وو، پاکستان د دغو ‏پېښو په کلکه غندنه کوي".‏

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان د پوځ دغه دعوې ته په ځواب کې ويلي وو، "د دا ډول پېښو د پړې ګوته افغانستان ته نیول د موضوع له ‏حقیقت څخه د توجه اړولو ناکامه هڅه بولو او په کلکه یې ردوو".‏

احمد شریف چودري هغه وخت دا هم ويلي وو، "پاکستان د طالبانو د حکومت په نړيواله کچه هر ډول مرسته کړې خو طالبانو چې په دوحه کې کومې وعدې ‏کړې په هغې یې ‏تراوسه پورې عمل ‏نه دی کړی، په دغه معاهده کې ښکاره ليکل شوي چې د افغانستان خاوره به د کوم ملک خلاف نه کاريږي خو کلک ‏شواهد موجود دي ‏چې د ټي ټي پي ‏ترهګر د افغانستان خاوره کاروي په دغه لړ کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت احتجاج هم کړی او د پوځ مشر پرې ‏تحفظات هم څرګند ‏کړي دي".‏

خو طالبانو بيا تور لګولی وو، "موږ د داعش خوارجو ګڼ موارد لرو چي د پاکستان خاورې څخه افغانستان ته را اوښتي، د هغوی خاوره زموږ په ضد کارول ‏‏شوې او پیښي له هغه هیواد څخه تنظیم کیږي چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي".‏

پاکستان دغه تور ته ځواب نه وو ويلی.‏

په ‏‎14‎مه مې د پاکستان پوځ ويلي وو، د ږوب په سمبازه سیمه کې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کول، د عملیاتو په مهال ‏امنیتي ځواکونو د ترهګرو ځالې په نخښه کړي، درې ترهګر یې وژلي، د هغوي د ولکې نه یې وسلې او چاودیدونکي مواد ترلاسه کړي وو. او د وسله والو ‏سره نښته کې مېجر بابر خان هم وژل شوی وو.‏

د پاکستان پوځ بيا تکرار کړې، "د ترهګرۍ خاتمې، خپلو خلکو او پولو خوندي کولو ته ژمن دی".‏

اسحاق ډار: نن به له کرغزستانه د را ستنېدونکو پاکستانیانو شمېر تر 4,000 زیات شي

د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کرغزستان ته تر سفر وروسته ویلي، په دې هېواد کې پر بهرنیو زده کوونکو تر بریدونو وروسته یې له دې هېواده تر اوسه پورې 3,233 پاکستانیان چې اکثر یې زده کوونکي دي خپل ملک ته را ستانه کړي دي.

د می پر 18مه د کرغزستان په مرکز بشکیک کې د ځایي خلکو هجوم د پاکستانیانو او ځینو نورو بهرنیو زده کوونکو پر هاسټل حمله کړې وه او پر ګڼو طالبعلمانو یې تشدد کړی وو چې په دغه پېښه کې یو شمېر پاکستاني زده کوونکي ژوبل شوي وو.

تر دې پېښې وروسته د پاکستان حکومت له کرغزستانه په ځانګړو او کمرشل الوتکو کې د خپلو زده کوونکو د را ایستلو لړۍ پېل کړې او تمه کیږي چې نن د شپې به د را ستنوونکو شمېر 4,036 کسانو ته ورسیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار له کرغزستان څخه تر ستنېدو وروسته د چارشنبې- شورو په ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، چې په هغه هېواد کې اوس حالات په کنټرول کې دي:

"ماته معلومه شوه چې یوه ورځ مخکې له درو څخه دوه پاکستانیان تر علاج وروسته له روغتونه ایستل شوي وو او یواځې یو تن په روغتون کې وو چې هلته یې د رخت یا ټیکسټایل په مِل کې کار کاوه، ما له هغه سره ولیدل هغه ډېر جذباتي او پرېشانه وو او غوښتنه یې کوله چې مور و پلار یې غواړي باید دستي پاکستان ته را ستون شي".

ښاغلي ډار وویل د سه شبې- نهې په ورځ یې په بشکیک کې له خپل کرغزي سیال ایدیل بایسالوو سره ولیدل او هغه ورته ډاډ ورکړل چې په دې پېښه کې لاس لرونکي کسان به نیول کیږي او د قانون منګولو ته به سپارل کیږي. وایي د کرغزستان مرستیال وزیراعظم ورته وویل:

"هغه وویل زموږ استخباراتي ادارې دا خلک [بریدګر] معلوموي او ډېر خلک یې نیولي دي، وایي زموږ صدر صاحب ویلي چې دا ډول پېښې به په هیڅ ډول ونه زغمل شي".

په زرګونو پاکستانيان په کرغزستان کې زدکړې او کار کوي، اسحاق ډار وایي دوی اکثرو غوښتل چې خپل ملک ته را ستانه شي. د ده په وینا دا مهال شاوخوا 1,100 پاکستاني وګړي په کرغزستان کې کار کوي.

د اسحاق ډار په وینا کوم پاکستانیان چې دا مهال په کرغزستان کې کار کوي وایي هغوی اکثر هلته په غیرقانوني توګه تللي، د ده په وینا ده د کرغزستان مرستیال وزیراعظم ته وویل چې دوی ته د قانوني اوسېدو او کار اجازه ورکړي:

"ما ورته وویل چې دغو کسانو کله کوم قانون نه دی مات کړی او ستاسې له اقتصاد سره مرسته کوي، نو ددغو کسانو د را ستنولو پر ځای تاسې دوی ته ویزه ورکړئ چې دغه 1,100 کورنۍ له ستونځو وژغورل شي، هغه ډاډ راکړ چې دا کار به وکړي".

د پاکستان مرکزي او صوبايي حکومتونه وايي واپس راتلونکو زده ‏کوونکو ته وړيا اسانتياوې ورکوي، خو د زدکوونکو کورنۍ وايي بچي یې اوس هم له بېلابېلو ستونځو سره مخ دي او د هغوی د واپسۍ د پاره يې په ‏مشکله د ټکټ پېسې لېږلې دي.‏

اسحاق ډار نن د کرغزستان د پېښې د پلټنې لپاره یوه حکومتي کمېټۍ اعلان کړه، چې وایي د دې پېښې علتونه به معلوموي او دا کمېټۍ به په دوو اوونیو کې خپل رپوټ ورته وړاندې کوي چې له پېښې وروسته حکومت په بشکیک کې د زده کوونکو ږغ ته څومره ژر غبرګون ووایه.

د پاکستان مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار د کرغزستان خارجه وزیر سره په پاکستاني زده کوونکو د شوي تشدد په اړه غږېدلی

Pakistan China Loan
Pakistan China Loan

د پاکستان مرستیال وزیراعظم ښاغلی اسحاق ډار په کرغزستان کې په پاکستاني زده کوونکو د تشدد د رامنځته شوؤ پېښو وروسته کرغزستان ته رسېدلی اؤ ددغه هیواده د بهرنیو چارو د وزیر کلوبایف ژین بیک مولدوکانووچ سره یې لیدنه کړې ده.

د پاکستان د خارجه دفتر د بیان له مې دې لیدنه کې د پاکستانیانو په ګډون په بهرنیو وګړو کرغزستان کې د تشدد د شوؤ افسوسناکو پېښو په اړه خیالات تبادله شوي دي.

بیان کې ویل شوي، ښاغلي اسحاق ډار هیله څرکنده کړه چې د پاکستانیانو خلاف د تشدد وروستیو پېښو کې د ککړو کسانو به کلکه محاسبه وکړل شي.

هغه د کرغز حکومت له لوري د بدامنۍ په مهال د حالاتو عادي کولو اؤ د پاکستاني زده کوونکو د ښېګړې باوري کولو لپاره په اخستل شوؤ ګامونو د کرغزستان د حکومت مننه هم کړې ده

بیان وایي چې د کرغستان خارجه وزیر په دې لیدنه کې د پاکستان مرستیال وزیراعظم اؤ خارجه وزیر اسحاق ډار د خپل حکومت له لوري د اخستل شوؤ ګامونو نه خبر کړی اؤ باور یې ورته کړی چې د تشدد دې پېښو کې ککړ کسان به نیولی اؤ په ضد به یې مقدمې چلولی شي.

په دې سفر کې ښاغلي اسحاق ډار په کرغستان کې د موجودو پاکستاني زده کوونکو د یوې ډلې سره هم لیدنه کړې ده اؤ د هغوي ګېلې مانې یې اورېدلي دي.

مرستیال وزیراعظم پاکستاني زده کوونکو ته د حکومت له لوري د هر رقم مرستې باور ورکړی دی.

په 13م مئ کرغزستان کې سیمه ییزه هجوم د پاکستانیانو اؤ ځېنو نورو بهرنیو زده کوونکو په هاسټل حمله کړې وه اؤ په ګڼو طالبعلمانو یې تشدد کړی ؤ چې په دغه پېښه کې یو شمیر پاکستاني زده کوونکي ژوبل شوي وؤ.

تر دې پېښې وروسته د پاکستان حکومت د کرغزستان نه د خپلو زده کوونکو د راویستلو لړۍ پېل کړې ده اؤ تېره ورځ هم په یوه الوتکه کې 290 زده کوونکي د کرغزستان څخه پېښور ته رارسېدلي دي.

په کرغزستان کې د تشدد د پېښو وروسته د پاکستاني زده کوونکو د واپسۍ لړۍ روانه ده، مرکزي او صوبايي حکومتونه وايي واپس راتلونکو زده ‏کوونکو ته وړيا اسانتياوي ورکوي، خو د زدکوونکو کورنۍ وايي بچي یې اوس هم د بېلا بيلو ستونزو سره مخ دي او د هغوي د واپسۍ د پاره يې په ‏مشکله د ټکټ پېسې ليږلي دي.‏

د مردان سردار اصف ډیوه ته ویلي ، وخت په وخت د ټېليفون د لارې په کرغزستان کې خپلو بچو سره رابطه کوي د هغه زوی او لور په بشکيک کې د طب زدکړې ‏کوي. ‏

هغه ویلي د بچو په محفوظه توګه را ويستلو د پاره يې د ټکټ پېسې قرض راخستي، او دغسې د هغوي په تعليم يې تراوسه د ‏‎70‎‏ لکو ‏روپو نه زياته خرچه راغلې ده.

چارواکي وايي، تراوسه پورې د خېبر پښتونخوا حکومت سره د ‏‎600‎‏ نه زياتو زده کوونکوخپل نومونه د واپسۍ د پاره رجسټرډ کړي دي.‏

د اتوار په ورځ د پاکستان د خارجه چارو وزارت ميډيا ته ويلي وو په مجموعي توګه ‏‎11000‎‏ زده کوونکي چې زياتره یې د طب د څانګې زدکونکي دي په ‏کرغزستان کې موجود دي.‏

‏ په دغو زدکوونکو کې د يوې اندازې ترمخه د ‏‎1000‎‏ نه زيات زده کوونکي د خېبر پښتونخوا دي.

بلوچستان: دوکۍ کې د کولې نه په بار ټرکونو د وسله والو برید کې یو تن وژل شوی، درې ژوبل، ټرکونه سوځول شوي

امنیتي سرچینې وایي د بلوچستان په دوکۍ سیمه کې نامعلومه وسله والو د کولې نه په ډکو ټرکونو حمله کړې ده چې پکې یو ډرایور وژل شوی اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې دا پېښه د نهې-سه شنبې په ورځ د دوکۍ د سنجاوي سیمې په پاسره تنګي کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو وینا ده چې دغلته نامعلومه وسله والو د کولې نه په ډکو ټرکونو ناتاره ډزې کړي چې په دغو ډزو کې یو ډرایور وژل شوی اؤ درې نور ژوبل شوي.

سرچینې وایي چې په ټرکونو کې کوله پنجاب صوبې ته وړل کېده خو وسله والو له ډزو وروسته دغو ټرکونو ته اور لګولی دی اؤ شپږ ټرکونه یې سوځولي دي.

له پېښې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ د برید کوونکو لټون یې پیل کړی خو سرچینې وایي لا هم د برید په تړاؤ څوک نه دي نیول شوي اؤ نه هم ددې پېښې ذمه واري چا پغاړه اخستې ده.

تېره اوونۍ هم د بلوچستان د ډبرو سکرو یا کولې د زېرمو لرونکې په پښتون میشته سیمه دوکۍ کې د کولې د کانونو په مزدورانو نامعلومه وسله والو برید کړی ؤ چې پکې د دوؤ ساتونکو په ګډون پینځه کسان ژوبل شوي وؤ.

بلوچستان د یوې اوږدې مودې راهیسې له ناکرارۍ سره مخ دی اؤ دغلته وخت په وخت بیلتون پاله بلوڅ وسله وال تنظیمونه په امنیتي ځواکونو، د پنجاب په وګړو اؤ بهرنیو تاسیساتو بریدونه کوي.

د بلوچستان وزیر اعلا سرفراز بګټي په دې وروستیو کې بلوڅ وسله والو ته د مذاکراتو بلنه ورکړې وه اؤ ویلي یې وؤ هغه تیار دی چې مرورو بلوڅانو سره پخپله مذاکرات وکړي خو بلوڅ وسله والو ډلو د وزیراعلا دغه وړاندیز ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

اسلام اباد: د تحریک انصاف ګوند ویاند روف حسن د نامعلومه کسانو په برید کې ژوبل شوی

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف مرکزي ویاند روف حسن د نامعلومه کسانو په برید کې ژوبل شوی دی.

تحریک انصاف ددې برید غندنه کړې ده اؤ دا یې په جمهوریت اؤ د قانون په واکمنۍ برید بللی دی.

د اسلام اباد پولیسو د عیني شاهدانو له خولې ویلي دي چې په روف حسن برید نرښځیانو کړی اؤ وایي ددغه پېښې پلټنې کوي.

پاکستاني مطبوعات وایيو چې په روف حسن دا برید د نهې په ورځ پلازمینه اسلام اباد کې د یو شخصي ټي وي چینل د دفتر مخې ته شوی دی چې پکې د هغه مخ په پتري یا بلیډ زخمي شوی خو حالت یې له خطرې بهر دی.

له برید وروسته د اسلام اباد پولیسو ویاند ویلي چې په موقع موجودو خلکو پولیسو ته ویلي چې روف حسن نرښځیانو وهلی دی اؤ بیا هغوي تښتیدلي دي.

د پولیسو ویاند ویلي چې د پېښې پلټنې کوي اؤ کوم نرښځیان چې دې برید کې ککړ دي د هغوي په ضد به کلک قانوني ګامونه اخستل کیږي.

خو تحریک انصاف ګوند بیا په خپل ویاند شوي برید ته سخت غبرګون ښودلی اؤ دا یې د "نامعلومه کسانو "د برید په نوم یاد کړی.

په پاکستان کې عموماً د نامعلومه کسانو اصطلاح د استخباراتي شبکو د مامورینو لپاره کارول کیږي.

تحریک انصاف ګوند په سوشل میډیا خپور کړي خپل یو بیان کې ویلي چې داسې له شرم ډک حرکتونه روف حسن یا تحریک انصاف له خپل مقصد نه شي پشا کولی.

د تحریک انصاف ویاند روف حسن روانه میاشت په یو پریس کانفرنس کې د پاکستان د پوځ د ویاند هغه مطبوعاتي کانفرنس ته کلک غبرګون ښودلی ؤ چې پکې تحریک انصاف ګوند په اشاره کې یوه انتشاري ډله ویل شوې وه.

پي ټي آي خپل بیان کې ویلي چې د تشدد دا پېښه د غندنې وړ ده اؤ ددې له لارې د رائ څرګندولو په حق، جمهوریت اؤ د قانون په سرلوړۍ حمله شوې ده.

د تحریک انصاف ګوند له لوري په سینیټ کې هم په دې پېښه سخت احتجاج شوی اؤ د تحریک انصاف سینیټرانو د پېښې خلاف د سینیټ له غونډې احتجاجي واک اوټ کړی.

د قانون مرکزي وزیر ښاغلي اعظم نزیر تارړ د پي ټي آي په سخت احتجاج سینیټ کې ویلي چې د پېښې په اړه به د قانون مطابق ګامونه اخستل کیږي اؤ ویلي یې دي چې هغه به په دې هکله د کورنیو چارو له وزیر سره اړیکه نیسي.

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG