لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان به ګټې ته نه پرېږدو، ټرمپ


د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د شنبې، خالي په ورځ د افغانستان پلازمينه کابل کې ترسره شوی ترهګر بريد په سختو ټکو کې غندلی دی.

صدر ټرمپ په ټويټر خپل پېغام کې ليکلي، " طالبانو بې ګناه خلک او زړور پوليس په کابل کې په هدف کړي دي، زمونږ خواخوږي او غمرازي د اغېزمنو کورنو سره ده، مونږ به طالبان ګټې نه پرېږدو".

کابل کې د شنبې په ورځ ماسپښين د اېمبولنس ګاډي د لارې يو ځانمرګی بريد شوی چې له امله يې د ۹۵ نه زيات کسان وژل شوي او د ۱۵۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي.

طالبانو د دغه بريد زمه واري منلې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګېټريس هم د کابل بريد غندلی دی.

ملګرو ملتونو په يو ټويټ کې ويلي، " انتونيو ګېټريس په کابل کې د ترهګر بريد غندنه کوي، څوک چې په دغه بريد کې ککړ وي ضرور به د قانون منګولو ته راوستی شي".

د افغانستان صدر اشرف غني ويلي، "د افغانستان دښمنان باید پوه شي چې په اوسنۍ تپل شوې جګړه کې بایلونکي دي او له تفکیک پرته د ټولو تروریستي ډلو پر ضد زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو برحقه مبارزې د بل هر وخت په پرتله د خلکو او نړیوالې ټولنې زیات ملاتړ خپل کړی دی".

نوموړي صدر ټينګار کړی او ويلي يې دي، "چې افغانستان له څو کلونو راهسې له مسلط شوې جګړې سره مخ دی او ترهګرو ډلو د مرستو ځای مالوم دی، د پردیو موخو لپاره جنګېږي او غواړي د افغانستان د ثبات او خوشحالۍ پر وړاندې خنډ شي چې هیڅکله به خپلو غوښتنو ته ونه رسېږي".

افغانستان کې د تېرې شنبې په ورځ په کابل کې په انټرکانټننټل هوټل او د هغې وروستو په جلال اباد کې د بهرنۍ خېرښېګړې غېر دولتي ادارې (سېو دې چلډرن) په دفتر وسله وال بريد شوی ؤ.

طالبانو د کانټننټل هوټل د بريد زمه واري منلې او ويلي يې ؤ پينځه بريدګرو يې په هوټل حمله کړې او په ګڼ شمېر کې د وژنو ادعا يې هم کړې وه.

خو د افغانستان د کورنو چارو وزارت په يو بيان کې ادعا کړې وه د طالبانو اتحادي د حقاني شبکې ترهګرو دغه بريد کړی ؤ.

په کانټننټل هوټل باندې بريد کې د څلورو امریکايانو په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي خو ځینې مطبوعاتو دغه شمېره سېوا ښودلې وه.

افغانستان او امريکا د اوږدې مودې نه تور لګوي چې حقاني شبکه په پاکستان کې خوندي ځالې لري خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

د پاکستان د بهرنو چارو دفتر په کانټننټل هوټل او بیا پرون د شنبې په ورځ په کابل کې ترسره شوی بريد غندلی دی.

افغان اجرائي رئيس عبدالله عبدالله او پخواني صدر حامد کرزي هم د کابل د بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG