لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسټريليا د ۱۹کلنو په سيمي فاينل کې افغانستان ته ماتې ورکړه


Australia Cricket Team

د ۱۹ کلنو د نړيوال کپ په لمړي سیمي فاينل کې د اسټريليا لوبډلې افغانستان ته په شپږو وکټو ماتې ورکړه، افغان لوبډلې که څه هم په وړاندنيو سياليو کې ښه لوبه کړې خو په سیمې فاينل کې يې ښه لوبه ونکړی شوه.

افغانستان د لوبې پچه، (ټاس) ګټلی او لمړی بيټنګ يې اخستی او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې يې په ټولو لوبغاړو سوځېدو په ۴۸ اوورونو کې ۱۸۱ رنزونه جوړکړي وو.

په ځواب کې د اسټریليا لوبغاړو په ۳۸م اوور کې کې په څلورو لوبغاړو اؤټ کېدو ټاکلی هدف په اسانۍ سره پوره کړو.

د اسټريليا په لوبغاړو کې اېډورډ ۷۲ رنزونه جوړ کړه. په درېم اوور کې د اېډورډ کېچ پرېښودی شوی ؤ.

افغان بالرانو کې قېص احمد دوه، مجيب زدران او نوین الحق يو، يو وکټ واخستو.

د افغانستان په بيټنګ کې يواځې اکرام علي خيل زيات ۸۰ رنزونه جوړ کړی شوي وو.

رحمان الله ګربز ۲۰، مجيب ۱۲ او نثار وحدت ۱۱ رنزونه جوړ کړي وو، په پاتې لوبغاړو کې يو هم ۱۰ رنزونو جوړولو ته نه دی رسېدلی.

دغه ډول ټول لوبغاړي پرله پسې اؤټ شوي يو ښه پارټنرشپ پکې هم نه دی شوی.

د اسټريليا يواځې جی مرلو څلور افغان لوبغاړي اؤټ کړي وو.

د افغان ۱۹ کلنو لوبډله چې په لمړی ځل دې سیمې فاينل ته رارسېدلې په کوارټر فاينل کې يې نيوزي لېنډ ته په ۲۰۲ رنزونو ماتې ورکړې وه.

په دوېم سیمي فاينل کې به پاکستان او هند سبا په ۳۰م جنورۍ يو بل ته مخامخ کيږي.

XS
SM
MD
LG