لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو دپاره دې جامع پلان برابر شي، اشرف غني


د افغانستان صدر اشرف غني په مشرۍ صدارتي ماڼۍ ارګ کې د کډوالو دپاره جوړ عالي کمېسون يوه غونډه شوې چې پکې هېواد ته بيرته د راستنېدونکو کډوالو په اړوند تفصيلي خبرې اترې شوي دي.

د ارګ څخه جاري شوي بيان ترمخه " صدر غني د افغان کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه د جامع او عملي پلان پر جوړولو، مستحقو کورنیو ته د ځمکې د وېش ، د ځمکې د بانک پر جوړولو او د نورو اسانتیاو پر برابرولو ټینګار وکړ".

نوموړي صدر" راستنېدونکو مستحقو کورنیو ته د ځمکې د وېش په اړه عدلیې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې په دې اړه مقرره چمتو او د ضرورت پر مهال پر قانوني فرمان هم غور وکړي. دغه راز یې د ځمکو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه، ټول دولتي او نادولتي املاک دې د ځمکو بانک کې ثبت او د وېش لپاره واضح معیارونه رامنځته شي".

صدر غني ټينګار کړی "چې راستنېدونکوکډوالو ته دې د سرپناه ترڅنګ د زده کړې او لومړنیو اړتیاو اسانتیاوې هم برابرې شي د کډوالو ستونزو ته رسیدګي د یوې کمېټۍ یا وزارت کار نه دی، د دې لپاره دې ټولې اړونده ادارې په همغږۍ او همکارۍ کار وکړي".

د غونډې په سر کې د کډوالو د راستنېدونکو د چارو وزير سيد حسېن عالمي بلخي او نورو اړونده چارواکو احوال تېر کړی چې د راستنېدونکو کډوالو دپاره کوم ډول برابرتياوې نيول شوي او کومې ننګونې موجودې دي.

د صدر غني په مشرۍ د افغان کډوالو د بيرته ستنېدو او برابرتيا نيولو دپاره دا غونډه په داسې حال کې شوې چې پاکستان کې د ۱۴ لاکه رجسټرډ کډوالو په قانوني توګه پاتې کېدو نېټه په دوه ورځو کې سرته رسي پاکستان وايي يو ملين غېر رجسټر کډوال هم دلته مېشت دي.

د پاکستان حکومت په خپل هېواد کې افغان کډوالو ته د جنورۍ د ۳۱م نېټې پورې د پاتې کېدو وخت ورکړی دی.

د پاکستان دولت د افغان کډوالو د راتلونکې دپاره کومه تګلاره لا نه ده وړاندې کړې خو پاکستان کې د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو د ادارې يو اېن اېچ سي ار چارواکي وايي دوي د پاکستان د سېفران وزات سره په تماس کې دي او خپل وړانديزونه يې ورته هم کړي دي چې د کډوالو سره باعزته مامله وشي.

نزدې دوه اوونۍ وړاندې پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال ويلي ؤ د افغان کډوالو خپل هېواد ته په ستنېدو کې د دوي او هېواد خېر ويني ځکه دوي ته يې د بيرته ستنېدو مشوره ورکړې وه.

هغه د کډوالو په اړوند خپلو دولتي ادارو ته د برابرتيا کولو هم ويلي ؤ.

بل لور ته افغان چارواکي وايي نه يواځې په پاکستان بلکې په ايران کې هم د افغان کډوالو سره سياسي چلند کيږي او دوي پرې د افسوس څرګندونه کوي.

د يواېن اېچ سي ار چارواکي وايي دوي هم د نړيوالې ټولنې څخه تمه لري چې د افغان کډوالو خپل هېواد ته په ستنېدو کې د دوي مرستې وکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG