لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشر غني: بهرني جنګیالي دې پوهه شي د هر څاڅکي وينې بدل به اخلو


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې یوې غونډې ته د وینا په حال کې

د افغانستان صدر اشرف غني ويلي" مونږ د خپل هېواد په تاريخ کې په سخت ډګر ولاړ يُو مونږ بايد د خپل هېواد د تلپاتې ثبات دپاره غوڅ او ډاګيز ګامونه پورته کړو مونږ نور سولې ته صبر نشو کولی چې مونږ پله به په خپله راشي مونږ بايد د اجتماعي ملي حل د لارې ګټه ترلاسه کړو".

افغان صدر دغه څرګندونې د انډونيشيا د صدر د کابل د سفر په مهال کړي دي.

ارګ په ټويټر د صدر غني څرګندونې وړاندې کړي دي.

صدر اشرف غني د انډونيشيا د صدر جوکو وډوډو افغانستان ته په راتګ او د دغه هېواد د اولس سره په خواخوږۍ کولو مننه کړې او ويلي يې دي، " مونږ د رياستي ترهګرۍ د لاسه ډېر ځپلې شوي يُو".

هغه ويلي، " څوک چې مسلمانان او افغانان ګڼي بايد د وحشي مذهبي ګوډاګيانو او استخباراتي ادارو څخه په عملي توګه ځان بيل کړي".

افغان صدر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د کابل په ګډون افغانستان کې په تېرو څو ورځو کې پرله پسې خونړي ترهګر بريدونه شوي او افغان امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې دغه بريدونه حقاني شبکې کړي دي.

افغانستان او امريکا تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره حقاني شبکې ته پناه ورکړې او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) په ملاتړ افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان دغه ټول تورونه ردوي.

ښاغلي غني په وسله والو طالبانو هم غږ کړی چې ،"طالبان بايد د اسلام او ترهګرۍ، د بشريت او بربريت، د افغانيت او ځان په ارزانه خرڅولو ترمنځ يوه لاره انتخاب کړي".

اشرف غني پاکستان کې د علماؤ لخوا د ځانمرګو بريدونو حرام ګرځولو ته په اشارې سره ويلي، "اسلام د ټولو مسلمانانو دپاره دی، څوک چې د مسلمانانو ترمنځ د خپلو سياسي ګټو دپاره په خپلو فتوؤ کې توپيرکوي او د مسلمانانو قتل عام ته قانوني بڼه ورکوي دا جنګي جنايتکاري ده بايد بندېز پرې ولګول شي".

نزدې دوه اوونۍ وړاندې پاکستان کې د ۱۸۰۰ نه زیاتو علماؤ فتوه ورکړې وه چې په دغه هېواد کې ځانمرګي بريدونه حرام دي، افغان علماؤ هم د پاکستاني علماؤ فتوې ته سياسي ويلي ؤ.

ښاغلي غني له دې وړاندې هم په دغه فتوه نيوکې کړې وې او ويلي يې ؤ له دغو علماؤ دې پوښتنه وشي چې اسلام کې فتوه د کوم وخت نه تر يو هېواده محدود ده.

نوموړي د انډوشيا د صدر سره د ليدو په مهال د خپلو نړیوالو همکارانو د خواخوږۍ د څرګندونې ستاينه او مننه کړې چې د افغان اولس سره يې کړې ده، خو ويلي يې دی،

"دا زمونږ د همکارانو دپاره هم د خدمت کمزوری پړاؤ دی افغانان د خپلو همکارانو څخه تمه لري چې د رياستي ترهګرۍ غندنه وکړي او د هغې په ضد ټول ممکنه ګامونه واخلي".

اشرف غني په افغان سياست مدارو هم غږ کړی دی چې د بې رحمه سياست په ضد غږ راپورته کړي يو موټی شي او خپل اولس او هېواد د رياستي، سيمه ييزې او نړیوالې ترهګرۍ څخه وژغوري.

ښاغلي غني د خپلو امنيتي ځواکونو زړورتيا او په ځانګړي ډول د پوليس قربانو ته سلام کړی چې خلک د ځانمرګو بريدونو څخه بچ کوي.

اشرف غني ویلي د مېلمه د رخصتۍ وروستو به خپلو هېواد والو ته په وېنا کې د خپل حکومت د راتلونکې پورته کوونکي ګام په اړه تفصيل وړاندې کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG