لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه سوداګر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري مخ پر ختمېدو ده


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د تېرو څلور- پنځو کالو راهیسې ورځ تر بلې مخ پر کمېدو ده او پښتانه سوداګر وايي، که دا لړۍ همداسې دوام وکړي نو لیرې نه ده چې دغه سوداګري به ختمه شي.

دغه خبره د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو د خونې (چمبر) مشر زاهد شینواري خیبر پښتونخوا ته د پاکستان د سوداګرۍ د وفاقي وزیر پرویز ملک د سفر پرمهال وکړه.

"څلور کاله وړاندې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه نیمو اربو ډالرو کاروبار کېده او وفاقي حکومت به ترې په لویه پیمانه ټکس هم ترلاسه کاوه او هدف دا و چې دا سوداګري پنځو اربو دالرو ته لوړه شي خو نه یواځې زیاته نه شوه بلکه اوس ددغې سوداګرۍ کچه ۵۰ کرړو ته کمه شوېده. "

زاهد شینواري وفاقي وزیر ته وویل، د خیبر پښتونخوا د زیاترو سوداګرو او صنعت کاروانو کاروبار له افغانستان سره تړلی دی خو اوس له افغانستان سره د وروستیو ناخوالو له امله په پوله د سوداګرۍ د کچې له کموالي سره دوي ته زیات تاونونه اوښتي دي.

ښاغلي شینواري زیاته کړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په دومره تیزۍ سره کمیږي چې آټکل کوو د ۲۰۱۸ کال د جون تر میاشتې پورې به د سوداګرۍ اندازه یواځې ۲۰۰ میلیونو ډالرو ته راښکته شي او بیا به ښايي بلکل ختمه شي.

نوموړي وړاندې وویل:

"د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ ختمېدو ته ځکه روانه ده چې پاکستان د سوداګرۍ په برخه کې یو شمېر نوي قوانین پلي او لوړ ټکسونه یې پرې ولګول. په پوله تر ۲۰۰ بار افغاني ټرکونه ولاړ دي او که ددې په ځواب کې افغانستان هم نوي سخت سوداګریز قوانین پلي کړي نو سوداګري به په بشپړه توګه ختمه شي. "

د سوداګرۍ او د صنایعو د خوني مشر زاهد شینواري د پاسپورټ او ویزې مسلې ته ه اشاره وکړه چې د سوداګرۍ په وړاندې یې خنډونه پیدا کړیدي.

زاهد شینواری وايي، که څومره هم د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او امنیتي ستونزې وايي خو پکار نه وه چې ددغو ستونزو له امله سوداګرۍ ته هم زیان رسېدلی وای.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کمېدو پرسر دغه اندېښنې په داسې حال کې څرګندې شوې چې د پاکستان د سوداګرۍ وفاقي وزیر پرویز ملک د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو له خونې څخه ددې لپاره ورغلی چې د سوداګرو او صنعت کارانو له ستونزو ځان خبر کړي.

په دغه مهال د صوبې له نورو سیمو څخه هم ورغلو صنعت کارانو نوموړي ته وار په وار د وفاقي حکومت هاغه ناسمې سیاستونه او قوانین په ګوته کړل د کومو له امله چې د دوی سوداګرۍ او صنعت ته درانه تاوانونه اوښتي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG