لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان په انټرنیټ دتندلاریتوب مخنیوي لپاره موبایل اېپ جوړ کړی


په عکس کې د فلاحِ انسانیت فاونډېشن فېسبوک پاڼه ده، چې پاکستان یې فعالیت غیرقانوني اعلان کړی او مشري یې حافظ سعیدکوي، چې امریکې او ملګرو ملتونو نړیوال ترهګر اعلان کړی.

پاکستان له آنلاین توندروۍ سره د مبارزې لپاره یو ایپلیکېشن جوړ کړی، چې په کارولو سره یې خلک هغه ویبپاڼې حکومت ته رپوټ کولای شي، چې له توندروۍ او کرکې ډک مواد خپروي.

واشنګټن ـــ دغه ایپ (ایپلیکېشن) سرف-سېف Surfsafe نومېږي، چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې له خوا جوړ شوی او په اینډرایډ او ای فون دواړو موبایلونو کې کار کوي. د دې ادارې مشر احسان غني وایي:

"د آنلاین توندروۍ له چېلنج سره د مبارزې لپاره زښته ډېره اړتیا ده چې د سایبر جرمونو د مخنیوي قانون عملي شي. د Surfsafe ایپ جوړول پر دې لوري یو ګام دی"

ښاغلی احسان غني وایي د دې ایپ په وسیله به خلکو ته د توندروۍ په ضد پوهه ورکړل شي او د هغوی له خوا د شکایتونو په تر لاسه کولو به هغه آنلاین مواد له منځه یووړل شي، چې خلک توندروۍ ته پاروي.

په پاکستان کې د سایبر جرمونو د مخنیوي قانون شته، خو پر دې برسېره په دې هېواد کې ګڼ شمېر وسلوالې، فرقه ییزې او افراطي مذهبي ډلې آنلاین فعالیت کوي او داسې څه خپروي چې د دې هېواد آیین یې اجازه نه ورکوي.

چارواکي هیله من دي چې د Surfsaf ایپلیکېشن به د هغو ویبپاڼو په ختمولو او پاکولو کې ورسره مرسته وکړي، چې افراطي نظریو ته وده ورکوي.

د مردان پوهنتون زده کوونکی مشال خان، د ۲۰۱۷م کال په اپرېل کې په دې تور ووژل شو، چې وایي پر فېسبوک پاڼه یې مذهب ته سپکاوی کړی دی.
د مردان پوهنتون زده کوونکی مشال خان، د ۲۰۱۷م کال په اپرېل کې په دې تور ووژل شو، چې وایي پر فېسبوک پاڼه یې مذهب ته سپکاوی کړی دی.

​د آنلاین-توندروۍ د رپوټ کولو دا ایپ هم د قومي اېکشن پلان د عملي کولو یوه برخه ده، چې د پاکستان د مرکزي حکومت او پارلمان له خوا په ګډه جوړه شوې د ۲۰ مادو تګلاره ده او مقصد یې په دې هېواد کې ترهګري او توندروي ځپل دي. د نېشنل اېکشن پلان په یوه ماده کې راغلي، چې هیڅ ډول وسلوالې ډلې ته به د پروپیګنډې لپاره د انټرنیټ کارولو اجازه ور نه کړل شي.

په پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو تجربه لرونکي او فعال کسان وایي، پر انټرنیټ د ترهګرو مهارول یو ډېر ګران کار دی، ځکه چې وایي ترهګرې شبکې په وروستیو کلونو کې له ټیکنالوجۍ سره زیاتې بلدې شوي دي.

په پاکستان کې د ډیجیټل حقونو د استازې ادارې (بایټس د ټولو لپاره) مشر شهزاد احمد وي.او.اې ته وویل، فکر نه کوي چې د توندروۍ د مخنیوي لپاره به دا ډول نمایشي کار څه ګټه ولري:

"توندروه ډلو زیات شمېر سایبر-پوځونه په کار ګومارلي دي، چې په سایبرنړۍ کې د جمهوري مکالمو د اغېزمنولو، د سیاسي اظهار د مهارولو او د بنیادي انساني حقونو د پایمالولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي"

شهزاد احمد وایي تر څو چې حکومت د ترهګرو ډلو فعالتونه او ترهګري د مځکې پر سر ونه دروي، په انټرنیټ کې یې بندول چندان ګټه او اغېز نه لري.

په پاکستان کې (د ډیجیټل حقونو فاونډېشن) په نامه د آنلاین ځورونو د مخنیوي لپاره د کارکوونکې غیرحکومتي ادارې مشره نګهت داد وي.او.اې ته وویل، آنلاین افراطیت یوه نړیواله موضوع ده، خو په پاکستان کې ځکه پېچلې ده چې حکومت یې په ضد د مبارزې کولو سیاسي اراده نه لري:

"حکومت پر ځای د دې چې د هغو توندره ډلو او کسانو په ضد ګامونه واخلي، چې انټرنیټ د خپلو ناوړه مقصدونو لپاره کاروي، د هغو کسانو په ضد ګامونه اخلي چې پر حکومت، پوځ او ریاست باندې نیوکې کوي"

فایل عکس: خبریال ظفراڅکزی، چې پر ټولنیزو رسنیو پر پاکستاني امنیتي ځواکونو په تنقید کولو نیول شوی وو.
فایل عکس: خبریال ظفراڅکزی، چې پر ټولنیزو رسنیو پر پاکستاني امنیتي ځواکونو په تنقید کولو نیول شوی وو.

ډان انګرېزي ورځپاڼې تېر کال خبر خپور کړی وو، چې په پاکستان کې له ۶۴ هغو سازمانونو څخه- چې غیرقانوني اعلان شوي- ۴۱ داسې دي چې په ښکاره پر ټولنیزو رسنیو فعالت کوي. په دغو سازمانونو کې تحریک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار، سپاهِ صحابه او اهلِ سنت والجماعت هم شامل دي، چې په سلګونو شخصي اکاونټونه او پاڼې لري، چې پر فېسبوک او ټویټر په میلینونو کاروونکي یې ګوري.

د ډان رپوټ وایي چې دغه پاڼې هره ورځ په اردو ژبه ویډیوګانې او عکسونه خپروي او پر خلکو ټینګار کوي چې ویې ګوري او د دوی ملګري شي.

د پاکستان حکومت تېر کال اعلان وکړ، چې د ټولنیزو رسنیو له مشهورو کمپنیو لکه فېسبوک او ټویټر څخه به د هغو پاڼو د بندولو غوښتنه کوي، چې کرکې، تشدد او مذهبي سپکاوي ته وده ورکوي.

د ترهګرۍ ضد ادارې مشر احسان غني وایي د Surfsafe ایپ د عملي کولو لپاره به هم حکومت د ټولنیزو رسنیو له شبکو سره اړیکو ته دوام ورکوي او ورڅخه غواړي به چې د کرکې او ترهګرۍ خپروونکي اکاونټونه او پاڼې بندې کړي.

د ټولنیزو رسنیو مشهورو شبکو هم په دې اړه بیړني ګامونه اخیستي دي. ټویټر تېر کال اعلان وکړ، وايي په ټوله نړۍ کې یې ۳۷۶۸۹۰ هغه اکاونټونه بند کړل، چې تشدد او ترهګرۍ ته یې وده ورکوله.

د پاکستان د مخابراتو اداره وایي د دې هېواد په ۱۹۰ میلینه ابادۍ کې ۵۱ میلینه کسان انټرنیټ کاروي. پاکستاني چارواکي اندېښنه څرګندوي چې وسلوالې ډلې له انټرنیټ څخه په ګټه ځوانان خپلو ډلو ته اړوي.

رپوټ: مدیحه انور

د وي.او.اې د توندروۍ څارنې څانګه

XS
SM
MD
LG