لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

غزني کې غبرګو ډرون بریدونو ۲۶ طالبان وژلي


د افغانستان په جنوب ختیځ غزني ولایت کې د امریکايي ډرون الوتکې په برید کې ۲۶ وسلوال وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

یو افغان چارواکی وایي، د سه شنبې په ورځ په لسګونو وسلوالو په یوه ودانۍ کې غونډه کوله، چې امریکایي ډرون الوتکو ورباندې دوه بریدونه وکړل.

رپوټونه وایي د ډرون لومړی برید چې پر ودانۍ وشو، نو ګڼ شمېر طالبان د پېښې ځای ته ورغلل، یو ساعت وروسته بل ډرون برید ورباندې وشو، چې ګڼو وسلوالو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وایي، افغان ځواکونو د غزني په اندړو وسلوالۍ کې له وسلوالو طالبانو سره جګړه کوله، چې امریکايي ځواکونه یې مرستې ته ورغلل او د هغوی پر مرکز یې ډرون بریدونه وکړل.

نوري وایي په وژل شویو وسلوالو کې د اقاني په نوم لوی قومندان هم شامل دی، چې په غزني ولایت کې یې د وسلوالو د جګړو مشري کوله.

د کابل تر خونړیو بریدونو وروسته افغان او امریکایي ځواکونو هوډ کړی، چې د جګړې په ډګر کې به له وسلوالو سره په نوي طرز وجنګېږي. په غزني کې غبرګ ډرون بریدونه دا څرګندوي چې وسلوال په جدي توګه څارل کېږي او په نخښه کېږي.

XS
SM
MD
LG