لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د درېو پښتنو پلرونو قيصه، په وينو سره


د پښتنو په بې غمۍ به وژاړې، په ناپوهۍ به يې زړه ماتی شې خو چې د خپل حق د پاره ودرېږي نو لکه د غر ولاړ وي.

نن درته د درېو داسې پښتنو پلرونو قيصه کوم چې د غم نه ډکه ده، د خپلو بچو په وينو يې سره ده خو د ظلم او جبر خلاف ودريدل او د هر قسمه زور زياتي او لالچ پروا نه کول يې نه يوازې د پښتون قام او تاريخ افتخار دی بلکه د انساني ټولنې يو لوی خدمت هم دی.

هم ننی خبر دی چې د بې گناه وژل شوي نقيب الله مسيد کورنۍ ته د هغه د قاتلانو او په خصوصي توگه د کراچۍ د ملير سيمې د پخواني ايس پي راو انوار لخوا رابطه شوې ده چې د نفيب د مړي پيسې يا د شرعي احکامو سره سم دې ديت واخلي او قاتلان دې اوبخښي.

د نقيب الله مسيد پلار ملک احمد خان مسيد نه چې کله دغه غوښتنه وشوه نو ځواب يې ورته دا و چې د ځوی مړی يې پښتنو اوچت کړی او د نقيب اختيار اوس د ده په لاس کې نه بلکه د پښتون قام په لاس کې دی.

د ډيوه ريډيو سره په يوه مرکه کښې هم محمد خان مسيد ويلی وو چې نور هيڅ نه غواړي فقط د خپل بې گناه وژل شوي ځوي د پاره انصاف غواړي.

ښاغلي مسيد دا هم ويلي وو ځکه انصاف غواړي چې نور نقيبان د ظلم او جبر نه وژغوري. نقيب الله مسيد په دروغه جوړه کړی شوې پوليس مقابله کښې سږ کال د جنورۍ په ١٣م وژل شوی و.

فکر کوم د راو انوار د شرعي حکم سره سم ديت ورکول به هم د هغې ناجايزه جمع کړی شوي پيسو نه وي چې دې پوليس افسر په زور او وهلو ټکولو د بې گناه خلکو نه تروړلې وي او نن پرې دغه اسلامي حکم په ځای کوي. د راو انوار نه دا پوښتنه هم پکار ده چې د نقيب په رنگه بې گناه انسانان دې وژل نو اسلام او شريعت درته څومره ياد و؟

د پخواني پوليس افسر او د مسيدو د جرگې مشر رحمت خان مسيد ډيوه ته ويلي دي چې راو انوار د وژلي شوي نقيب مسيد نه هغه پنځه لکه روپۍ هم تروړلي دی چې د کاروبار د پاره ورته ورور د دبۍ نه رالېږلې وې.

په دې قطار کښې دويم د مشال خان پلار اقبال لالا دی چې د حوصلې او صبر سېمبول دی. د مشال خان دردناکه قيصه به د چا نه هېره شي چې تير کال د اپريل په ١٣م د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې په ډزو او کاڼو ووژل شو او تور پرې دا ولگيد چې مشال خان د مذهب سپکاوی کړی.

د مشال د مقدمې په پلټونو کې د پاکستان د شپږو استخباراتي ادارو افسرانو برخه اخستې وه او د جواينټ اينوېسټيگيشن ټيم داسې هيڅ پيدا نه کړل چې د مشال خان خلاف يې د ثبوت په توگه عدالت ته ورکړي.

اقبال لالا د مشال په غم ويلي وو که هر څه وکړو زما مشال بيا ماله ته شي راتلی خو زه غواړم چې نور مشالونه د وژلو نه وساتم. لالا واي چې زما ځوی په دغه پوهنتون کې د روانې بد نظمۍ او غلا غولتۍ خلاف راپاسېدلی و او ظلم يې ورسره دا وکړو چې د مذهب د توهين تور يې پرې پورې کړو.

اقبال لالا ته ډير گواښونه وشول او د مشال خان د سر قيمت اخستلو پورې خبره لاړه خو د مشال پلار دا هر څه ونه منل او د عدالت نه لا اوس هم د انصاف موندلو اسره يې ماته نه ده.

خو که وگورو نو د دوي ټولو سرخيل د ملاله يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزی دی او هغه ځکه چې کله په ملاله مرگونی بريد وشو نو د خاموشه پاتېکېدو په ځای ښاغلي يوسفزي د تيارو د قوتونو سره مبارزې ته ملا وتړله.

تنکۍ ملاله يوسفزۍ په نهم اکتوبر کال ٢٠١٢ کې طالبانو هغه وخت په سر په ډزو ويشته کله چې د سکول نه کور ته روانه وه.

د ملاله او د ضياالدين قسمت دا ښه و چې ملاله په وخت هسپتال ته ورسول شوه او ژوند يې وژغورل شو. نن ملاله په نړيواله توگه د جنکو د پاره د تعليم او حقونو او د همت او مبارزې سېمبول دی.

خو نقيب او مشال ته دا موقع چا ورنکړه. نقيب د قانون په شتون کې د پوليس په دروغه مقابله کې بلکه د پوليس په ولقه کې ووژل شو او مشال د پوهنتون تش په نوم تعليم يافته ځوانانو په داسې حال کې مړ کړو چې مړی يې څو ساعته داس بې پردې پروت و او چا زړه کولی نه شو چې هسپتال ته يې يوسي او نه د هغه وژونکو څوک دې ته پرېښودل.

د دې پلارانو خپل درد او غم په خپل ځای خو د ملاله، مشال او نقيب گناه څه ده؟ ملاله د طالبانو خلاف ودريده او د جنکو د تعليم د حق خبره يې وکړه.

مشال يو روښان فکره تعليم يافته ځلمی و او د پوهنون د فيسونو د زياتوالي او د انتظاميه د بډو رېشوتونو خلاف يې غږ پورته کړو.

نقيب يو ژوند پرست و او د ماډلنگ سره يې مينه وه هغه غوښتل يو ښه ماډل جوړ شي. د وزيرستان نه کراچۍ ته د ښه ژوند جوړولو له لاړ خو د قانون محافظانو ترې ژوند واخستو.

که يو خوا دغه پلاران د زغم او کلکې ارادې خاوندان دي نو د بلې خوا د دوي بچي هم ځان ځانله د يو مېشن نوم شو. ملاله د جنکو د تعليم نړيواله مبارزه ده، مشال د مذهبي تندلارو د لارې اغزی دی او نقيب نن د پښتون قام د رياستي جبر او ظلم خلاف د قامي غورځنک نوم شو.

XS
SM
MD
LG