لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان لخوا افغانستان ته دحقاني اؤ طالبانو جنګیالي سپارل شوي که عام کډوال؟


دافغانستان دکورنیو چارو وزیر ښاغلي ویس برمګ دعوه کړې ده چې پاکستان ورته دنومبر په میاشت کې دحقاني شبکې اؤ طالبانو دترهګرو په نوم کوم کسان سپارلي وؤ هغه ټول په پاکستان کې میشت عام کډوال وؤ چې دافغانستان حکومت په درناوي سره بیرته خوشې کړي دي.

خو پاکستان بیا هم پخپله خبره ټینګ ولاړ دی اؤ وایي افغانستان ته یې دحقاني ډلې اؤ طالبانو ترهګر سپارلي دي.

دجنورۍ په ۳۰مه نیټه دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل پخپل یو ټويټ کې دعوه کړې وه چې پاکستان د نومبر میاشت کې افغانستان ته ۲۷ ترهګر سپارلي .

خو دپاکستان په دغه دعوه اسلام اباد کې دافغانستان سفیر حیرانتیا ښکاره کړې وه اؤ ویلي وؤ‌ چې که پاکستان په ریښتیا هم دا کار کړی وي نو دا به د دواړو هیوادونو په ښو اړیکو کې یو مهم نقش ولوبوي

دافغان حکومت دریځ

خو د شنبې په ورځ دافغانستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلي ویس برمګ رسنیو سره دخبرو په مهال دپاکستان دغه دعوه رد کړې اؤ ویلي یې دي چې پاکستان افغانستان ته کوم ۲۷کسان سپارلي هغه په حقیقت کې ترهګر نه بلکې په پاکستان کې میشت عام افغان کډوال وؤ چېې پاکستان نیولي اؤ افغانستان ته یې سپارلي وؤ.

دکورنیو چارو وزیر وویل افغان حکومت د سپارل شوؤ کسانو په اړوند دقیقې پلټنې کړي اؤ ورته معلومه شوې چې دغه کسان ټول په ټوله بېګناه اؤ‌عام عادي افغان وګړي دي چې له هغې وروسته افغان حکومت دغه کسان په درناوي سره خوشې کړي دي.

پاکستان څه وایي

خو دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ښاغلي محمد فیصل دافغان حکومت دا دعوه رد کړې چې ګنې دپاکستان لخوا ورته سپارل شوي کسان ترهګر نه بلکې عادي وګړي وؤ.

خبریالانو ته د اوونیز احوال ورکولو په وخت دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي افغان حکومت ته سپارل شوي ۲۷ کسان دحقاني اؤ طالبانو دډلې ترهګر وؤ.

دپاکستان په اعلان شک

خو وتلي خبریال ښاغلي رحیم الله یوسفزي بیا ویلي چې پاکستان افغانستان ته د ترهګرو د سپارلو بیان دامریکا دسیوا شوي فشار په تناظر کې ورکړی دی.

یو شخصي ټي وي سره خبرو کې ښاغلي رحیم الله یوسفزي ویلي که چرې پاکستان دغه ترهګر افغانستان ته درې میاشتې مخکې ورکړي وؤ نو پکار ده چې هم هاغه وخت یې ددې خبرې اعلان کړی وی .

هغه وویل اوس چې درې میاشتې وروسته پاکستان دغه اعلان کوي نو دا ښایي چې پاکستان په دې توګه د امریکا د فشارونو نه دځان ژغورنې په خاطر دغسې کوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG