لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي دتورونو باوجود به کابل سره اړیکې پرمخ وړي


په کابل کې دوروستیو ترهګریزو بریدونو وتورونو په پاکستان د لګول کیدو نه وروستو دپاکستان حکومت اؤ پوځ دافغان چاروکو دغه تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي په دغو پيښو چې افغان دولت کوم غبرګون ښکاره کړی دا د نورو غلکو لخوا دپیدا کړل شوؤ غلط فهمیو نتیجه ده.

افغان حکومت وایي په لاس کې داسې کوټلي شواهد لري چې ترې په ډاګه کیږي په کابل شوي وروستي ترهګریز بریدونه په پاکستان کې پلان شوي وؤ‌ خو پاکستان دکابل په شواهدو لا تردې مهاله څه نه دي ویلي اؤ‌ خو داعشارو په ژبه کې دکابل غبرګون ته دهند دلمسون نوم ورکوي.

دپاکستان د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ دپاکستان دقامي سلامتۍ شوې غونډه کې پریکړه شوې چې دکابل لخوا په اسلام اباد دلګول شوؤ تورونو باوجود به پاکستان خپل پلاوی کابل ته لیږلي.

په دغه غونډه کې دمهمو لوړ پوړو حکومتي مشرانو ترڅنګ د پاکستان د دریواړو پوځونو مشرانو هم برخه اخستې اؤ دسیمې موجوده وضعیت یې څیړلی دی.

دجنورۍ په میاشت کې په کابل پرله پسې دریوؤ ځانمرګي بریدونو کې د۱۳۵ نه زیات کسان وژل شوي اؤ په سوؤنو نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه بریدونو پړه دطالبانو تحریک پغاړه اخستې اؤ دجمعې په ورځ دافغانستان اولسمشر اشرف غني ویلي دطالبانو مرکز پاکستان دی اؤ د وروستیو بریدونو په تړاؤ چې کوم ۱۱ کسان نیول شوي دهغوئ نه معلومه شوې ده چې ددغو بریدونو ځیلې چرته رسیږي.

دغونډې نه وروسته د جاري شوې اعلامیې له مخې دغونډې برخه والو کابل کې دترهګرۍ د وروستیو پيښو په کلکه غندنه کړې اؤ ویلي یې دي “مونږ دافغان روڼو په درد پوهیږو ځکه چې پخپله د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوي یو،دپاکستان اولس دخپلو افغان وروڼو په دغه درد کې شریک دي اؤ‌ دیووالي څرګندونه ورسره کوي”

په دغه اعلامیه کې ویل شوي پاکستان په دې خبره ښه پوهیږي چې دکابل د وروستیو بریدونو نه وروسته دافغان دولت غبرګون دبل چا له لوري د پیداکړل شوؤ غلط فههمیو زیږنهه دی خو پاکستان به د ټولو ستونزو باوجود هم افغانستان سره په پراخه سینه په وړاندې ځي.

اعلامیه کې ویل شوي نن چې کابل ته دپاکستان کوم پلاوی ځي هغه به افغان چارواکو سره د دواړو هیوادونو دګډې تګلارې په اړوند دپاکستان په وړاندیزونو خبرې کوي.

په دغه غونډه کې افغانستان سره په ګډه پوله په اغزن تارلګول کیدو تسله ښودل شوې اؤ ویل شوي چې دغه ازغن تار د دواړو لوریو په ګټه دی ځکه نو افغان دولت ته هم پکار ده چې د ازغن تار ملاتړ وکړي

له دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو وخت په وخت داسې دعوې کړي چې دکابل اؤ اسلام اباد اړیکې نوي ډیلي خرابې کړي دي خو په پاکستان کې دافغانستان سفیر ډاکټر عمرزاخیلوال څو ورځې وړاندې ډیوه راډیو سره خبرو کې ویلي وؤ دپاکستان داسې نظر افغان حکومت ته هیڅ قناعت نه شي ورکولی

ښاغلي‌ زاخیلوال ویلي وؤ افغانان څه دومره نادان نه دي‌ چې پخپله په حکومت چلولو نه پوهیږي اؤ نور به یې غولوي خو دا دپاکستان سپک نظر دی چې افغانانو ته یې کوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG