لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ترهګر بريد ښکار د پېښور زرعي تربيتي اداره په بدل نوم بيا پرانستل کيږي


پېښور کې د ترهګر بريد ښکار شوې زرعي تربيتي اداره دوه مياشتې وروستو په بدل نوم بيا پرانستل کيږي، خو په دغه بريد کې ژوبل زده کوونکي اوس هم په زړه کې ويره لري او د مړه شوؤ زده کوونکو کورنۍ وايي د بريد وروستو يې تپوس نه دی شوی.

په زرعي تربيتي مرکز ترهګر برید د تېر دسمبر په لمړۍ نېټه شوی اته زده کوونکي او يو ساتونکی پکې وژل شوي وو. تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

د يادې ادارې مرستيال پرنسپل کمال الدين خټک ډيوه رېډيو سره خبرو کې وويل، "په شپږمه فرورۍ اداره بيرته د اېګرېکلچرل سروس اکېډمۍ په نوم پرانيزي او کلاسونه (درسونه) به پېلوي".

هغه وويل اداره د مرکز څخه اکېډمي کړی شوه د زراعت سره اړوند اته نورې څانګې پکې پرانستل شوې ځکه يې نوم بدل کړی شو.

په تربيتي مرکز کې د وژل شوؤ زده کوونکو خپلوان او په خپله زده کوونکي اوس هم د ترهګرۍ د ويرې اندېښنه لري او هاغه بريد ورته لا ياد دی خو وايي زده کړې به دوامداره ساتي او د حکومت نه د امنيت غوښتنه کوي.

د بونېرضلعې د کلپاڼۍ کلي سرزمين چې په دغه ترهګر بريد کې وژل شوی ؤ پلار يې وايي، " نه خو د صوبې او نه د مرکزي حکومت لخوا د دوي تپوس شوی يا ورسره مرستې شوي دي".

ډيوه رېډيو سره خبرو کې بخت زمين شاه وويل، "د حکومت په مرستو او پېکجو مې هيڅ څه کار نشته خو چې زما په ملک او صوبه باندې امن راشي نو دا به زمونږ د راتلونکي نسل دپاره د خېرښېګړې سبب وي".

هغه دا غوښتنه هم وکړه چې په تربيتي مرکز د بريد پلټنې دې وشي او داسې اقدامات دې وشي چې بیا په تعليمي ادارو دغه راز بريدونه ونشي.

د زرعي تربيتي مرکز زده کوونکی شاه زېب چې په ياد بريد کې ژوبل شوی ؤ ډيوه رېډيو ته یې وويل خبر ورته شوی دی چې اداره بيرته پرانستل کيږي خو د هغه په زړه کې اوس هم هاغه ويره ده.

هغه وويل "چې لاړ شو او وګورو چې د سيکيورټۍ انتظام څنګه دی د هغې وروستو به په هاسټل کې د پاتې کېدوفېصله کوو".

هغه زياته کړه د بريد په وخت د ديوال څخه په اوړېدو او ټوپ وهلو کې يې پښه ماته شوې بيا يې په خپله علاج کړی او تراوسه يې چا تپوس نه دی کړی چې مرستې ورسره وکړی شي.

شاه زېب د بونېر ضلعې اوسېدونکی او په زرعي تربيتي مرکز کې يې د زده کړو وروستی کال دی.

کمال الدين خټک وايي د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت چې په بريد کې د وژل شوؤ او ژوبلو دپاره د کومو مالي مرستو اعلان کړی ؤ ورته ويل شوي چې په هغې کار روان دی او ډېر زر به دوي ته مالي مرستې ورکړی شي.

هغه وويل د اته ؤ وژل شوؤ زده کوونکو او ۲۸ ژوبلو دپاره د صوبې حکومت د درې نيم کروړه روپو منظورولو ويلي خو لا ترلاسه شوي نه دي، او د وژل شوي نوکر دپاره ۴۴ لاکه روپۍ منظور کړی شوي دي.

ښاغلي خټک وويل د صوبې حکومت ورته باور ورکړی چې ډېر زر به دغه مرسته ورکړی شي خو د مرکزي حکومت نه چې د ادارې او بريد کې د وژل شوؤ ژوبلو سره کومې مرستې اعلان شوې وې تراوسه پورې د هغې پته نه ده لګېدلې.

د امنيتي ګامونو په اړوند نوموړي وويل وړاندې يواځې دوي سره چوکېداران ؤ او اوس دوي څلور پخواني ريټايرډ پوځيان وګمارل او دغه څلور تنه به د امنيت دپاره موجود وي.

هغه دا هم وويل چې د شپږو نورو ساتونکو د خودکارې وسلې سره يې صوبايي حکومت ته خواست کړی خو په دغه اړوند ورته لا ځواب نه دی شوی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG