لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوات کې درې نيم کاله وروستو ځانمرګي بريد په امنيت پوښتنې راولاړې کړي


د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمه سوات کې د کال ۲۰۱۴م د مئي د مياشتې وروستو د شنبې، خالي په ورځ په پوځ ځانمرګی برید شوی چې پکې ۱۱ سرتيري وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي وو.

د سوات د کبل تحصيل په شريف اباد سيمه کې د پوځ په يو مرکز دننه ترسره شوي ترهګر بريد زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

د پروني بريد نه وړاندې په سوات کې وروستی ځانمرګی برید د کال ۲۰۱۴م د مئي په مياشت کې په چارباغ سيمه کې شوی ؤ.

په چارباغ کې د امن کمېټۍ په غړي ډاکټر فاروق دغه ځانمرګی بريد شنډ شوی او يواځې ځانمرګی پکې الوتی ؤ، د هغې وروستو ځانمرګي بريدونه نه ؤ شوي.

د سوات اوسېدونکي او څیړونکي وايي د شنبې د ورځې ځانمرګي بريد نه يواځې د سوات امن اغېزمن کړو بلکې د سوات د سېلګرۍ په معيشيت يې ګوزار ګڼي.

د سوات يوخبريال محبوب علي ډیوه رېډيو ته وايي، " تقريبا څلور کاله پس ځانمرګي بريد نه يواځې د سوات امن ته نقصان رسولی بلکې سوات چې د سېلانيانو دپاره اهم ځای دی نو د دې واقعې سره داسې نه چې د سوات د سېلګرۍ مهم معيشيت ته نقصان ورسي".

د سوات د هوټلونو د اتحاديې مشر الحاج زاهدخان وايي پرونی ځانمرګی بريد د ويرې نخښه ده.

"دا د وحشت نه ډکه دهماکه ده په داسې وخت کې چې پرون يوه ورځ مخکې پوره سيکيورټي وه روډونه د پوليس او پوځ نه ډک وو او په کولاؤ مېدان کې هلې ځل کول او امنيت نه ورکول او بيا دا دعوې کول چې په سوات کې پوره امن دی"، هر څه په ډاګه کوي.

هغه وويل دوي دعوه کوي چې " تخريب کار نشي راتلی ځای په ځای په سوات کې چيک پوسټونه دي او عام خلک پرې په ګهنټو ګهنټو ولاړ وي او په دغو چيک پوسټونوتراوسه پورې يو ترهګر ونه نيول شو چې قوم ته يې وښايي او په ميډيا يې ښکاري نو زه دې صورتحال د شک په نظر ګورمه".

زاهدخان زياته کړه د سوات حالاتو ته د افغانستان، پاکستان او امريکې ترمنځ چې کوم صورت حال روان دی په دې نظر کې ورته کتل پکار دي او په شا يې غټ فکرونه دي،

"يو طرف ته يې صوفي محمد را ازاد کړو نو هغو خلکو له يې ډاډګېرنه هم ورکړه چې که څوک په دې ملک کې ترهګري کوي انسان وژنه کوي نو هغو ته تحفظ حاصل دی نو دا دهماکه هم د دغو حالاتو په تناظر کې شوې ده".

په سوات کې تازه ځانمرګی بريد په داسې حال کې شوی چې تېره میاشت د سوات د لاقانونه ګرځولې شوې تندروه ډلې تحریکِ نفاذِ شریعتِ محمدي مشر مولانا صوفي محمدد اته کلن بند وروسته له جېل څخه خوشی کړی شوی دی.

د صوفي محمد زوم ملا فضل الله چې د پاکستاني طالبانو د تحريک مشر دی کومې ډلې چې پرون په سوات کې په پوځ د ځانمرګي بريد زمه واري منلې ده، د فضل الله تعلق هم د سوات سره دی.

په سوات کې په کال ۲۰۰۹م د مئي په میاشت کې پوځ د طالبانو په ضد وروستي عمليات کړي او په درېو مياشتو کې يې د سوات د طالبانو نه پاکولو ادعا کړې او د پوځي عملياتو په ترڅ کې په لاکونو بې کوره شوي خلک بيرته ستانه کړی شوي وو.

که څه هم په سوات کې د کال ۲۰۱۰م او د ۲۰۱۴م وروستو ځانمرګي بريدونه او بمي چاؤدنې کمې شوي خو د سوات په بېلابيلو برخو کې وخت په وخت د امنیتي کمېټيو مشران او غړي په بريدونو کې وژل شوي دي.

د شمېرو ترمخه په سوات کې ټول ۳۶ ځانمرګي بريدونه ترسره شوي چې اکثره یې په کال ۲۰۰۸م کې شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG