لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هنرمندې سنبل وژنې ته په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ويل شوی


وژل شوې هنرمنده سنبل
وژل شوې هنرمنده سنبل

د سي ډي ډرامو پېغلې هنر مندې سنبل وژنې ته په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګون ويل شوی او هغې ته د انصاف ورکول کېدو غوښتنه شوې ده.

د سنبل نيا ويلي هغه به د دوي سره په کور کې اوسېده او د کور د ګټې وټې يواځينۍ سرچينه يې هم سنبل وه.

ډيوه رېډيوه سره خبرو کې هغې وويل، " نعيم خټک نومې تن د سنبل سره واده کول غوښته خو په انکار کولو نعيم خټک، جهانګيرخان او د هغوي ډرائيور نصيب شاه راغله د هغې په زور د بوتلو کوشش يې کوو په انکار کولو يې په هغې په کلاشنکوف ډزې وکړې".

هغې وويل د سنبل نه اووه کلنه لُور پاتې شوه هغه په نکاح کې وه او خاوند يې په کراچۍ کې ژوند کوي ځکه هغې د واده نه انکار کولو.

د بشري حقونو فعال او وکيل جبران ناصر په ټويټر ليکلي،

"د سټېج هنرمنده سنبل د تښتولو په مهال په مذاحمت وژل شوې په دغه پېښه کې تورن يو پخوانی پوليس افسر نعيم خټک نيول شوی دی".

د عوامي نيشنل ګوند پلوشه عباس په ټويټر د سنبل د وژنې په پېښه د خېبرپښتونخوا په حکومت نيوکې کړي دي،

" سټېج اداکاره سنبل په مردان کې ووژل شوه، هيڅوک په نوې پښتونخوا کې خوندي نه دي، انصاف د چا نه وغوښتی شي؟ وګړو ته به څوک تحفظ ورکوي".

د ښځو د حقونو دپاره کار کوونکې فعالې ګلالۍ اسماعيل په ټويټر خپل غبرګون په دې ټکو کې څرګند کړی چې،

"مردان ځینې جدي ګامونو اخستو ته اړتیا لري، په مردان کې بنيادپرستي او تندلاريتوب انتها ته رسېدلی دی".

​خبریال مبارک علي په ټويټر ليکلي،

" سټېج هنرمنده سنبل د مردان په شېخ ملتون کې وژل شوې هغه د پښتو سندرغاړې غزاله جاوېد پخواني خاوند جهانګيرخان وژلې ده".

سنبل پرون د شنبې، خالي په ورځ سهار په ۱۱ بجې په شېخ ملتون مردان کې په خپل کور دننه په ډزو وژل شوې وه.

د هغې د وژنې اېف ايي ار د سنبل نيکه امیر بهادر په مدعيت کې شوی او مقدمه د ملک جهانګيرخان، نعيم خټک او نصيب شاه پرضد درج کړی شوې ده.

امیربهادر وايي غوښتنه کوي چې په اېوانونو کې ناست خلک دوي ته انصاف ورکړي او په دغه پېښه کې ککړ کسان ونيول شي او سزا ورته ورکړی شي.

پوليس وايي د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG