لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران ریحام ولې طلاقه کړه؟


د تحریک انصاف د مشر عمران خان پخوانۍ ښځه ریحام خان وايي "کله چې زه د عمران په نکاح کې وم نو هغه [عمران خان] به د هرې خبرې مشوره له پیر سره کوله، تر دې پورې چې زما د مور پلار نومونه یې هم پیر ته لېږلي وو".

عمران خان یو ځل تر خفګان وروسته ریحام خان ته ویلي وو "پیر ستا د مور پلار نومونه غلط لیکلي وو"

ریحام وايي "زما لپاره دا منل ډېر ګران وو، چې څنګه یو تن د پیرانو هره خبره مني، ولې چې زه په دې نه پوهېږم او نه پرې یقین کوم"

د عمران خان پخوانۍ ښځې ریحام خان تر ګواښونو وروسته پاکستان پرېښی او د شخصي ټېليویژن سره خبرو کې ویلي، چې عمران خان ورسره د نکاح سپېڅلتیا نه ده پاللې:

"مونږ پښتانه یو، په ملګرتیا او مینه کې ځانونه قربانوو، پالنه زمونږ په وینه کې ده، خو چې کله پوهه شو چې څوک راسره دهوکه کوي نو بیا هلته زمونږ لپاره پاتې کېدل ګران وي"

ریحام خان وايي له پیرې بشرا مانیکا سره یې پخپله کله نه دي لیدلي، خو د عمران خان او د هغې تر منځ له اړیکو خبره وه.

په دغه مرکه کې ریحام ویلي، چې عمران خان ضد کاوه چې نکاح باید د اکتوبر په ۳۱مه وکړي، خو د ریحام خان په وینا "ما او زما کورنۍ غوښتل چې دوې درې اوونۍ صبر وکړو"

ریحام خان وايي هغې بیا د ۲۰۱۴م کال د اکتوبر په ۳۱مه باندې یې له عمران خان سره نکاح وکړه او بیا ټیک یو کال وروسته په ۲۰۱۵م کال د اکتوبر په ۳۱مه یې طلاق هم وشو.

تروسه عمران خان پخپله دغه تورنو ته څه ځواب نه دې ویلې خو د پاکستان تحریک انصاف ویاند فواد چوهدري د انګریزې اخبار ډان سره په خبرو کې دغه تورنه بې بنیاده ګرځولي دي. او وايي ریحام خان ته دغه ګواښونه د تیر دوه کالو نه ورکولې کیږي خو وس د الیکشن کال دې او هغه [ریحام خان] خپل کتاب هم چاپ کوي نو ځکه ورته دغه ګواښونه رایاد شو.

ریحام خان وايي د ډېرو خبرو ځوابونه يې په خپل راتلونکي کتاب کې لیکلي او ډير زر به يې چاپ کړي.

د یوه تازه خبر له مخې ریحام خان ویلي دي، چې د خپل کتاب تر چاپېدو وروسته به بیرته پاکستان ته ستنه شي.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG