لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال خان د وژنې د مقدمې فېصلې ته په ټولنيزو رسنیو غبرګون


د مشال خان د وژنې د مقدمې په فېصله کې چې يو تن ته د مرګ سزا، پينځه ؤ ته د عمر بند، ۲۵ ته د څلورو کالو بند او ۲۶ بري کړی شوي په ټولنيزو رسنیو ځينو خلکو دا فېصله ستايلې خو ځينو پرې سخت ټکونه کړي دي.

د پاکستان پيپلز ګوند يوې مشرې شېري رحمان په فېصله پوښتنه راولاړه کړې او ويلي يې دي،

" په دومره غټه اورېدنه کې د ګډې تحقيقاتي کمېټۍ يو غړی هم د ګواه په توګه نه دی غوښتی شوی؟ د مشال په ګڼه د وژنې مقدمه کې ۲۶ خوشي کړی شوي يواځې يو ته د مرګ سزا او پينځه ؤ ته د ۲۵ کالو قېد سزا واورول شوه".

د سپين سحر په نوم ټويټر اکاؤنټ نه ليکل شوي چې،

"زه داسې سپين سبا غواړمه چرته چې زما ملاله بې له کومې ويرې سکول ته ځي، چرته چې زما مشال بې له کومې ويرې پوښتنې کولی شي، چرته چې زما د نقيب الله د ماډل جوړېدو ارمان پوره شي، چرته چې زما اعتزاز د خپل سکول د ملګرو د بچ کېدو دپاره ځان نه وژني".

​جبران ناصر په ټويټر ليکلي،
" د مشال د وژنې په مقدمه کې د جي ايي ټي د اېف ايي ای غړي شاهدالياس ادعا کړې چې هغه مشال د مذهب د سپکاوي په توورنو کې پاک ګرځولی ځکه هغه په سياسي توګه زورول شوی او د ګډې کمېټۍ په سپارښتنو عملي کولو يې ټينګار کولو ځکه د هغه تبادله کړې شوې".

مدني فعالې ګلالۍ اسماعيل په ټويټر ليکلي،
"نن رڼا بايله او تیارو وګټله".

د عوامي نيشنل ګوند بشری ګوهر د مشال د وژنې د فېصلې نه وړاندې په ټويټر ويلي ؤ،

" د پاکستان د انصاف د نظام نن د پرېکړې ورځ ده، د پاکستان د انصاف د نظام نن د مشال خان په مقدمه کې اورېدنه ده، دا به د نظام ناکامي وي چې د مشال وژونکو ته مثالي سزا ورنکړي، د قيصې ليکونکي او لارښوونکي تراوسه نه دي نيول شوي".​

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG