لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مردان د اسما په جنسي تېري او وژنه تورن کس څنګه ونیول شو؟


د جنورۍ له ۱۴مې چې د مردان په ګوجر ګړۍ سیمه کې د څلورکلنې آسما مړی وموندل شو، پولیس د هغو مجرمانو په لټه کې وو، چې پر هغې یې لومړی جنسي تېری کړی او بیا یې وژلې وه، خو د سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو د فعالانو پر نیوکو برسېره- چې پولیس یې د آسما د قاتلانو په نیولو کې ناکامه باله- پولیسو خپلو پلټنو ته دوام ورکړ.

آسما چې په کومه ورځ له کوره ورکه شوه، په هغه ورځ یې کور ته نیژدې په کلي ګوجر ګړۍ کې یو واده وو او دې هلته له نورو نجونو سره لوبې کولې، چې نامالومو کسانو له دې موقعې ګټه اخیستې وه، هغه یې په مرموز ډول له ځانه سره بېولې او ورڅېرمه د ګنیو په یوه پټي کې یې پر هغې جنسي تېری کړی وو، خو کله چې هغې چیغې او نارې کړې وې، نو دوی یې غاړې ور خپه کړې وې، وژلې یې وه، هملته په پټي کې یې غورځولې وه او د پېښې له ځایه تښتېدلي وو.

پولیسو پلټنه پیل کړه، خو چې د پاکستان ستر عدالت د دې پېښې د پلټنو لپاره ځانګړی ازخود نوټس واخیست، نو پولیسو پلټنې نورې هم تېزې کړې. د خیبرپښتونخوا پولیس وایي دا چې د پېښه په یوه کلیواله سیمه کې شوې وه او هلته کومه څارونکې کېمره نه وه، نو د مجرمانو په پېژندلو کې ورته ډېره ستونځه وه، ځکه یې نو بې له څه شواهدو عام او بېګناه خلک هم نه شوای نیولای.

د خیبرپښتونخوا پولیسو سمدستي د آسما د قاتلانو په نیولو کې د مرستې لپاره د ۵ لکه روپیو انعام هم اعلان کړ، خو صوبایي حکومت د پلټنو لپاره د ۱۴۵ مشکوکو کسانو د وینې ډي این اې نمونې د قانوني معایناتو لپاره د پنجاب لیبارټرۍ ته ولېږلې، چې په هغوی کې د دوو کسانو د وینې نمونې د څلورکلنې آسما له ډي این اې سره سمې تشخیص شوې دي.

پولیس وایي د آسما په وژنه تورن کسان محمدنبي او ذوالقدر نومېږي، چې وایي په دوی کې محمدنبي خپل جرم منلی دی. پینځلس کلن محمد نبي د آسما له خپلوانو څخه دی او د دوی دواړو کورونه هم په یوه کوڅه کې دي. پولیس وایي هغه په ورځنۍ مزدوري په هوټل کې کار کاوه، خو د پېښې په ورځ کار ته هم نه وو تللی.

پولیس وایي نیول شوی تورن محمد نبي تر ډي این اې معایناتو وروسته د هغه یوه څاڅکي وینې په مرسته پېژندل شوی، چې د پېښې په ځای کې د ونې پر یوه لوېدلې پاڼه باندې پاتې شوې وه، خو د آسما پر غاړه او بدن باندې د هغه د لاسونو نخښو هم په ډین این اې معایناتو کې د هغه په پېژندلو کې مرسته کړې ده.

پولیس وایي محمد نبي ورسره په لومړیو ورځو کې د آسما د قاتلانو په اړه پلټنه کې مرسته کوله او د پېښې ځای ته ورسره تللی وو، خو دوی نه پوهېدل چې هغه پخپله په دې پېښه کې لاس لري. وایي هغه خپل یو ملګری له دې پېښې خبر کړی وو، خو له پولیسو یې حال پټ ساتلی وو.

د پنجاب په قصور کې د وژل شوې شپږکلنې زینب په وژنه د تورن کس په نیولو کې هم له ډي این اې معایناتو مرسته واخیستل شوه او هم هلته د څارونکې کېمرې ویډیو هغه ته په رسېدو کې پولیسو ته اسانتیا پیدا کړه. د زینب د قتل د پلټنې لپاره د ۱۱۵۰ کسانو د وینې ډي این اې نمونې اخیستل شوې وې، چې په هغوی کې د یوه تن ۲۳کلن عمران علي د وینې نمونه د زینب د بدن له ډي این اې سره سره برابره شوه او هغه یې د جنسي تېري او وژنې په تور مجرم وپېژندل شو.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG