لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نقیب مسید په وژنه تورن راو انوار او ۱۵ نور پولیس افسران لا ورک دي


د کراچۍ هغو څلورو پولیسو- چې د نقیب الله مسید د وژنې په تور نیول شوي- په عدالت کې له دې انکار کړی چې دوی دې د ډزو په جعلي مقابله کې نقیب وژلی وي.

د کراچۍ پولیس چارواکو په لومړني رپوټ کې عدالت ته خبر ورکړی وو، چې نیول شویو تورنو پولیسو سب انسپکټر الله یار، هیډ کانسټېبل خضرحیات او محمد اقبال او کانسټېبل ارشد علي دې ته تیار شوي وو، چې د نقیب د تښتونې او وژنې اعتراف وکړي.

خو د چارشنبې په ورځ چې دغه څلور پولیس د عدالت مجسټرېت ته وړاندې شول، نو دوی د نقیب له وژنې انکار وکړ. مجسټرېټ د ترهګرۍ ضد عدالت ته په خپل رپوټ کې ویلي، چې دغو پولیسو ته یې د پلټونکي افسر په غوښتنه عدالت ته د وړاندې کېدو امر کړی وو، خو دوی وویل چې بېګناه دي.

نیول شویو پولیس افسرانو مجسټرېت ته ویلي، چې دوی په دې مقدمه کې "ښکېل" کړل شوي دي او د نقیب مسید په وژنه اصل تورن کسان نور دي.

د نقیب مسید په وژنه تر اوسه د راو انوار په شمول ۲۱ تنه پولیس افسران تورن پېژندل شوي دي، چې له هغوی څخه تر اوسه یواځې شپږ نیول شوي او د عدالت په امر په جېل کې بندیان دي. د پاکستان ستر عدالت پولیسو ته امر کړی چې د راو انوار په شمول ۱۵ ورک پولیس افسران د فبرورۍ تر ۱۶مې نېټې ونیسي.

د راو انوار د نیولو لپاره د سیند پولیسو یوه بله ډله اسلام اباد ته رسېدلې او په هغه پسې یې پلټنې پیل کړې دي. دوی د بې نظیر نړیوال هوایي ډګر له امنیتي ځواک، امیګرېشن چارواکو او اماراتو له هوایي کمپنۍ څخه د راو انوار په اړه- چې غوښتل یې دوبۍ ته وتښتي- هراړخیز مالومات تر لاسه کړي دي.

د پولیسو دغه ډله- چې دوه لوړپوړي پولیس افسران اېډیشنل آی جي افتاب پټان او ایس ایس پي جنوب جاوید اکبر ریاض پکې شامل دي- له هوایي ډګر څخه د تر لاسه کړو مالوماتو په اساس پلټنه کوي، چې راو انوار اوس هم په اسلام اباد کې دی او که د پاکستان په کوم بل ښار کې پټ دی.

تر دوی وړاندې هم د سیند پولیسو یوه بله ډله د ایس ایس پي ذوالفقار مهر په مشرۍ د اسلام اباد هوایي ډګر ته ورغلې وه او د راو انوار په اړه یې مالومات را غونډ کړي وو، خو هغه لا هم ورک دی او پولیس یې تر اوسه په نیولو کې ناکامه دي.

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباس هم د سه شنبې- ګل په ورځ په اسلام اباد کې پښتنو لاریونوالو ته په ملاقات کې ډاډ ورکړی وو، چې حکومت به یې د راو انوار په نیولو پسې هراړخیزې هڅې وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG