لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هایکورټ: حکومت دي د اې پي ایس د ۱۴۴ ماشومانو د وژنو پلټنې څرګندې کړي


د یو وژل شوي ماشوم پلار فضل خان ایډوکېټ وي.او.اې ډیوه ته ویلي، چې مخکې به کله د پلټنو په اړه پوښتنه وشوه، نو حکومت به د دغو پلټنو له شریکولو انکار کاوه.

د پېښور اعلی عدالت (هایکورټ) امر کړی چې د آرمي پبلک سکول د پېښې په اړه د حکومتي پلټنو رپوټ دي له ولس سره شریک کړل شي.

د یو وژل شوي ماشوم پلار فضل خان ایډوکېټ وي.او.اې ډیوه ته ویلي، چې مخکې به کله د پلټنو په اړه پوښتنه وشوه، نو حکومت به د دغو پلټنو له شریکولو انکار کاوه.

"کېدای شي پوځ نه غوښتل چې دغه پلټنې له عامو خلکو سره شریکې شي"

فضل خان ایډوکېټ دغه رپوټونه هم رد کړي چې وایي پېښور هایکورټ د ۲۰۱۴م کال د دسمبر د ۱۶مې په بوږنوونکې توګه د ۱۴۴ ماشومانو د وژنې په اړه د عدالتي پلټنو غوښتنه رد کړې ده.

هغه وایي عدالت البته دا ویلي چې پر اې پي ایس د ترهګر برید په اړه د عدالتي پلټنو لپاره کمیشن جوړول د عدالت په واک کې نه دی او قاضیانو د پنجشنبې-زیارت په ورځ دغه غوښتنه حکومت ته ور لېږلې ده.

د ۲۰۱۴م کال د دسمبر پر ۱۶مه د پېښور پر آرمي پبلک سکول ترهګرو برید کړی وو، چې د ۱۴۴ تنه پکې وژل شوي وو او زیات شمېر یې د کم عمره زده کوونکو وو.

پر آرمي پبلک سکول د ترهګر برید ذمه هغه وخت د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان پر غاړه اخیستې وه. احسان الله احسان دا وخت د پاکستان له پوځ سره دی.

فضل خان ایډوکېټ په پېښور هایکورټ کې په یوه بل درخواست کې له عدالته غوښتي چې احسان الله احسان په کوم حیث د پوځ مېلمه دی.

د آرمي پبلک سکول په پېښه کې د وژل شویو ماشومانو کورنیو "د شهیدانو فورم" د دې لپاره جوړ کړی، چې په هغه پېښه کې لاس لرونکي ترهګر ونیسي او سزا یې کړي او هغه چارواکي هم د قانون منګولو ته وسپاري چې د دې پېښې په مخنیوي کې ناکامه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG