لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان اولسمشر اشرف غني دپښتون پرلت دپراخه ملاتړ اعلان وکړو


دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني اسلام اباد کې پیل دپښتون پرلت څخه دخپل پراخه ملاتړ اعلان کړی اؤ ویلي یې دي دتندلاریتوب په ضد پیل شوی پښتون پرلت یو ډیر مهم ګام دی اؤ دا دټولو اخلاقي مسولیت جوړیږي چې ددغه پرلت ملاتړ وکړي.

دپاکستان پلازمینه اسلام اباد کې دتیرو نهو ورځو نه په زرګونو پښتانه په احتجاجي پرلت بوخت دي اؤ غوښتنې کوي چې پاکستان کې دې دپښتنو نسل وژنه بنده کړل شي.

دجمعې په ورځ په ټوئټر افغان اولسمشر ښاغلي اشرف غني لیکلي “دکابل له بريدونو څخه وروستو مې څرګنده کړې وه چې افغانانو اؤ ددې سيمې اولس ته دترهه ګرۍ په ضد يو کيدل پکار دي، زه پښتون پرلت دغو څرګندونو ته يو ځواب او دبنياد پرستۍ په ضد دبيدارۍ غږ بولم”

هغه په میډیا هم ټینګار کړی چې اسلام اباد کې د روان پرلت په لوري خپل کوټلی پام وګرځوي اؤ ویلي یې دي "زه په ميډيا غږ کوم چې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي، دهغوي دشکايتونو او غوښتنو لپاره دغږ پورته کولو او نړۍ ته دهغوي دريښتوني عکس وړاندې کولو په غرض دپښتون لانګ مارچ مرسته وکړي"

اشرف غني زیاته کړې ده لکه څرنګه چې په پاکستان کې دوکيلانو ورورولي پخپل تحريک کې بريالۍ شوې وه، زه هيله لرم چې پښتون لانګ مارچ به ددسيمې څخه دترهه ګرۍ ختمولو اؤ جرړو ويستلو کې بريالى شي.

پاکستان لا تر دې دمه د افغان اولسمشر اشرف غني ددغو څرګندؤنو په اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی .

داشرف غني دملاتړ نه وړاندې په کابل کې دپښتون پرلت په ملاتړ اولسي غونډې اؤ لاریونونه هم پیل شوي دي.

په اسلام اباد کې دپښتنو پرلت نن دجمعې په ورځ نهمې ورځې ته ننوتلی خو تر اوسه پاکستاني چارواکو په پرلت دبوختو پښتنو غوښتنې نه دي پوره کړي.

په پرلت کې برخه لرونکې ښځې اؤ سړي هوډ ښکاره کوي چې ترڅو یې غوښتنې نه وي منل شوي تر هغې به د اسلام اباد څخه نه پورته کیږي.

ددغه پرلت برخه وال پینځه اساسي غوښتنې لري چې کراچۍ کې دپولیسو جعلي مقابله کې د وژل شوي پښتون زلمي نقیب مسید دې دسزا دپاره محکمې ته وړاندې کړل شي، تراوسه چې څومره پښتانه نقلي مقابلو کې وژل شوي دهغوي د وژنو قضایي پلټنې ې وکړل شي، قبائیلو سیمو نه دمائنونه وویستل شي اؤ دغلته دې دهرې پيښې وروسته له کرځید بندیز لګول کیدو څخه ډډه وکړل شي.

ددغو غوښتنو په پلوئ دپاکستان دګوټ ،ګوټ نه په زرګونو کسان دپاکستان پلازمینې اسلام اباد ته ورغونډ شوي خو په ټولنیزو رسنیو هم د ټولې نړۍ نه ددغو پښتنو په حق کې پرله پسې غږونه پورته کیږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG