افغان چارواکو ويلي پاکستاني پوځ د ډېورنډ کرښې ته څېرمه پرتې صوبې کونړ کې په تېرو شپږو اوونيو کې د پينځه ؤ زرو نه زياتې راکټې داغلي او په ځواب کې يې افغان ځواکونو هم هاغه ځايونه په نخښه کړي دي.
د طلوع نیوز ترمخه چارواکو ويلي د پاکستان په راکټي بريدونو کې يو شمېر کورونه وران شوي او په سلګونو خلکو کډې کړي دي.
د کونړ ګورنر واحيدالله کليمزۍ ويلي افغان ځواکونو د پاکستان پرضد بيرته جګړه پېل کړې ده.
نوموړي ویلي "افغانستان دغه ستونزه د پاکستان سره د سفارتي لارې شريکه کړې خو مونږ ته هم د برابر اقدام کولو امر دی".
هغه زیاته کړې په "په وروستيو کې مونږ هم د پاکستان د پوځ لخوا د افغانستان په خاوره د راکټو ويشتو په رنګ اقدام کړی او هغه ځايونه مو په نخښه کړي چې افغانستان ترې په نخښه کړی شوی دی".
د کونړ د پولیسو مشر لفټننټ جنرال جمعه ګل همت ويلي "راکټو ويشتو د ۳۰۰ نه زياتې کورنۍ بې ځايه کړي دي".
د نوموړي په وېنا "د کونړ دانګام، نالۍ، سرکاڼو، مرواره، شيلتن او خاص کونړ هغه سیمې دي چې په روان لمريز کال کې پکې پاکستان د ۵۰۰۰ څحه زياتې راکټې داغلي يو شمېر عامو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوختې او د ۳۰۰ څخه زياتې کورنۍ پکې بې کوره شوي دي".
د سيمې نه کډه شوؤ خلکو په مرستندويه ادارو د مرستو او په حکومت د شخړې د هواري غږ کړی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري ويلي، " مونږ په خپلو پولو پرتو ځواکونو ته امر کړی چې هر چاته ځواب اووايي".
د افغانستان تازه دريځ ته د پاکستان لخوا کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو وايي د ډېورنډ د پورې غاړې افغانستان نه پاکستان پله ترهګر راوړي او د ډېورنډ دې غاړو ته پرتو سيمو کې ترهګري کوي.
کابل وايي خپله خاوره د بل چا په ضد کارېدو ته نه پرېږدي او په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره يې حقاني شبکه او نور ترهګر ساتلي او د هلته نه په افغانستان کې ترهګري کوي خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.