لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صوابۍ:جومات کې په ماشوم دجنسي تیري په تور دوه ملیان نیول شوي


دجنسي تیري د ښکار شوي ماشوم پلار غني الرحمان پخپل بجي دجنسي تیري د خبریدو نه وروسته پولیسو ته ورغلی

دخیبرپښتونخوا د صوابۍ ضلعې پولیس وایي د جومات دوه استاذان یا ملیان یې په یو ۱۲کلن ماشوم د جنسي تیري په تور نیولي اؤ زندان ته یې لیږلي دي

پولیس وایي په ماشوم د جنسي تیري دغه پیښه د روانې میاشتې په اتمه نیټه د زیدې دنوي چم په سیمه کې د جومات دننه رامینځته شوې ده.

دپولیسو دلمړني راپور له مخې ۱۲ کلن ماشوم عبدالرحمان دخپل کلي په جومات کې دماسخوتن دنمونځ نه وروسته ددغه جومات ملا امان الله په څه بهانه د نوي چم جومات ته دځان سره بوتلی اؤ هلته یې پرې ددغه جومات دملا قاري یاسر سره په ګډه جنسي تیری کړی دی.

دجنسي تیري د ښکار شوي ماشوم پلار غني الرحمان پخپل بجي دجنسي تیري د خبریدو نه وروسته پولیسو ته ورغلی اؤ پولیسو دهغه په شکایت د جومات دغه دواړه ملیان نیولي دي.

د صوابۍ د زیدې تاڼي د پلټنو دڅانګې مشر پولیس افسر ښاغلي منتظر خان وائس اف امریکا ډیوه ویب پاڼې ته ویلي دپیښې د اطلاع ترلاسه کولو سره سم یې دواړه ملیان نیولي اؤ ماشوم یې د طبي معائنې دپاره د صوابۍ باچا خان میډیکل کمپلیکس ته لیږلی.

دغه پولیس افسر ویلي دطبي معائنې نه په ماشوم جنسي تیری نه دی ثابت شوی خو هم ددغه تاڼې دپولیسو یو بل مشر یا اسسټننټ سب انسپکټر ښاغلي طارق شیر میډیا ته ویلي چې دباچاخان میډیکل کمپلیکس راپور هم ښایي چې په ماشوم جنسي تیری شوی دی.

پولیس افسر منتظر خان وایي سبا به د ماشوم د ډي این ای نمونې اؤ نور شواهد د لا نورو پلتڼو په غرض لیبارټري ته لیږي.

ددې پیښې نه پنیځه ورځې وړاندې هم د زیدې تاڼې دپولیسو په ساحه کې په یو شپږ کلن ماشومان د یو زلمي لخوا د جنسي زیاتي راپورونه دمیډیا دلارې مخې ته راغلي وؤ چې وروستو دزیدې پولیسو دغه پیښه کې دککړ تن دنیولو دعوه کړې وه.

په دې وروستیو کې دپاکستان په پنجاب اؤ پښتونخوا صوبو کې په ماشومانو دجنسي تیریو پیښو کې زیاته اضافه تر سترګو شوې.

تیره میاشت د پښتونخوا په مردان سیمه کې یوه څلور کلنه ماشومه عاصمه اؤ د پنجاب په قصور سیمه کې شپږ کلنه ماشومه زینب دجنسي تیريو نه وروسته وژل شوې وې .

دبشري حقونو نړیوال سازمانونه پاکستان کې په ماشومانو دجنسي تیري په سیوا کیدونکو پیښو اندیښنه ښایي اؤ وایي پاکستان کې نه خو ماشومانو ته د جنسي تیریو نه دځان خوندي کولو په اړوند کومې ښودنې کیږي اؤ نه هم دمحکمو نه په دغو پیښو کې ککړو کسانو ته سختې سزاګانې ورکول کیږي چې دهغې له امله اوس پاکستان کې په ماشومانو جنسي تیری یو معمول ګرځیدلی دی.

XS
SM
MD
LG