لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کندهار:امنیتي ځواکونو سره نښته کې ۴۳ طالبان وژل شوي


نېښ د کندهار مرکز شمال ته په ١٦٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې په ډېرو سیمو کې طالب یاغیان په پراخه کچه فعالیتونه لري

چارواکي دافغانستان دکندهار ولایت په نیښ اولسوالۍ کې دطالبانو اؤ امنیتي ځواکونو ترمینځ یوه درنه نښته کې لږ تر لږه ۴۳ طالبان وژل شوي اؤ ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

نېښ د کندهار مرکز شمال ته په ١٦٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې په ډېرو سیمو کې طالب یاغیان په پراخه کچه فعالیتونه لري.

دافغانستان خبري اژانس پژواک دکندهار دامنیه قوماندانۍ دمرستیال ویاند مطیع الله هلالي له خولې ویلي چې دغه نښته تیره شپه هاغه مهال شوې چې طالبانو د نیښ اولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ برید وکړو.

ښاغلي‌هلال ویلي په سوؤنو طالب وسله والو غوښتل چې امنیه قومانداني ونیسي خو امنیتي ځواکونه په سخته دهغوئ مخې ته ودریدل.

مرستیال ویاند زیاته کړې ده چې په دغه مهال هوايي ځواکونه هم د افغان سرتیرو کمک ته رسیدلي اؤ په طالبانو یې درنه بمباري کړې چې پکې ۴۳ طالبان وژل شوي اؤ ۲۰ ژوبل شوي دي.

دافغانستان په یو شمیر سیمو دا مهال تندروه طالبان قابض دي اؤ دغه وسله والې ډلې دتیرو څو میاشتو راهسې افغانستان کې په امنیتي ځواکونو دخپلو بریدونو لړۍ چټک کړې ده.

دجنورۍ په میاشت کې کابل کې د دریوؤ ستر بریدونو پړه طالبانو پغاړه اخستې وه چې پکې په لسګونو کسان وژل شوي اؤ په سوؤ نور ژوبل شوي وؤ.

په کابل دترسره شوؤ دغو خونړیو بریدونو وروسته افغان او امریکایي ځواکونو هوډ کړی، چې د جګړې په ډګر کې به له وسله والو سره په نوي طرز وجنګېږي.

افغان حکومت اؤ امریکا تور لګوي چې طالبانو سره پاکستان مرسته کوي اؤ په افغانستان کې یې ورانکاریو ته لمسوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ کابل کې دناامنۍ وضعیت دافغان دولت خپله کمزوري ګرځوي

XS
SM
MD
LG