لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان : پینځوؤ کالو کې په خواوشا۱۸۰۰۰ ماشومانو جنسي تیری شوی


په پاکستان کې په ماشومانو دجنسي زیاتیو کچه داندیښنو تر بریده لوړه شوې ده اؤ قامي اسمبلۍ ته ویل شوي چې په تیرو پینځوؤ کالو کې په دغه هیواد کې په ۱۷زره اؤ ۸۶۲ؤ ماشومانو جنسي تیری شوی دی.

دپاکستان دپارلیمان ښځینه غړې مسرت احمد زیب وایي دا مهال دپاکستان په قانون کې په ماشومانو دجنسي تیري کوونکو دپاره هیڅ سختې سزاګانې نشته ځکه ورځ تر ورځه هیواد کې په ماشومانو دجنسي تیري دپیښو کچه لوړیږي

دپاکستان دقامي اسمبلۍ دغونډې په مهال د بشري حقونو وزارت په ماشومانو دجنسي تیریو په هکله خپل راپور پارلیمان ته وړاندې کړی چې له مخې یې په تیرو پینځوؤ کالو کې په ماشومانو دجنسي تیري کچه زیاته لوړه شوې ده.

دبشري حقونو دچارو د وزارت په راپور کې ویل شوي چې دپینځوؤ کالو په مهال پاکستان کې د ۱۰ زره اؤ ۶۲۰ کم عمره ماشومانو اؤ په ۷ زره اؤ ۸۶۲ کم عمره جینکو جنسي تیری شوی دی.

دبشري حقونو وزارت پارلیمان ته ویلي دي چې دغه شمیرې یې دبشري حقونو دیو شخصي سازمان څخه ترلاسه کړي دي.

دسوات سره تعلق لرونکې دپاکستان دپارلیمان ښځینه غړې میرمن مسرت احمد زیب په ماشومانو دجنسي تیري پیښو کې د بوګنونګې اضافې علت پاکستان کې په دغسې جرمونو کې دککړو کسانو دپاره دسختو قانوني سزاګانو نشتوالی ښایي اؤ وایي که قانون داسې خلکو ته سختې سزاګانې ورکول پیل کړي نو هیڅوک به په ماشومانو جنسي تیري ته زړه ښه نه کړي.

مسررت احمد زیت تیرکال داپریل په میاشت کې دپاکستان پارلیمان ته یوه قانوني مسوده وړاندې کړې وه چې پکې یې په ماشومانو جنسي تیري کوونکو دپاره سختې سزاګانې تجویز کړې وې خو دقامي اسمبلۍ قائمه کیټۍ دغه مسوده نه وه تصویب کړې.

وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې میرمن احمدزیب ویلي په سوات، قصور، مردان اؤ نورو سیمو کې په په دې وروستیو کې په سوؤنو ماشومانو د جنسي تیري مخې ته راغلي اؤ ددې وجه دا ده چې دپاکستان په قانون کې په ماشوم جنسي تیري کې دککړ مجرم دپاره یوازې اووه کاله دبند سزا ټاکل شوې چې دې نه هیڅوک نه ویریږي

هغې وویل که چرې د اوؤ کالو دبند دغه سزا په تیزندۍ یا عمري بند بدله شي نو بیا به هیڅوک دچا په ماشوم دجنسي تیري جرائت ونکړل شي.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې ګڼې داسې پیښې هم رامخې ته شوي چې دجنسي تیري نه وروستو پکې ماشومان وژل شوي دي.

تیره میاشت د مردان په ګوجر ګړهۍ سیمه کې په څلور کلنې ماشومې عاصمه اؤ په قصور کې په اووه کلنې ماشومې زینب د جنسي تیریو وروسته دغه ماشومانې وژل شوې وې اؤ پولیس دعوه کوي چې په دواړو پیښو کې ککړ تنان یې نیولي دي .

دماشومانو اؤ‌بشري حقونو دپاره په مبارزه بوخت فعالین وایي چې دپاکستان په تعلیمي ادارو کې ماشومانو ته هیڅ روزنه نه ورکول کیږي چې څنګه باید د جنسي تیریو نه ځان خوندي وساتي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG