لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: که پاکستان د ترهګرۍ په ضد ژمنې عملي نه کړې نو یواځې به شي


واشنګټن ـــ د افغانستان د دفاع وزارت وایي که پاکستان د پوځي مشرانو په غونډه کې د ترهګرۍ په ضد مبارزې په برخه کې کړې ژمنې عملي نه کړي، نو دغه هېواد به نور هم په نړۍ او سیمه کې ګوښه شي او نړیوال اقتصادي ملاتړ به وبایلي. د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي:

"تاسو ګورئ چې د امریکا متحده ایالات او نور ټول هېوادونه پر پاکستان فشار راوړي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو موجودګي ومني او ویې ځپي، که یې نه مني نور به هم د انزوا پر لور لاړ شي او یواځې به شي"

په کابل کې د دفاع وزارت چارواکو هیله مندي څرګنده کړې، چې دا ځل به پاکستان د ترهګرۍ په ضد خپله تګلاره بدله کړي. د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وي.او.اې ډیوې ته ویلي، چې پاکستان به اخر نړیوال فشار ومني او د ترهګرۍ په ضد به سنجیده ګامونه پورته کړي:

"اصل ستونځه په پاکستان کې ده چې د ترهګرو ملاتړ کوي، هغوی ته ځای ورکوي او له هغوی سره مرستې کوي، نو اساسي خبره د هغوی ده ځکه پاکستان ټول عمر د ترهګرۍ په ضد ژمنې کوي خو عملي کوي یې نه، هیله ده دا ځل یې عملي کړي"

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرل دولت وزیري.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرل دولت وزیري.

په افغان پایتخت کې د امریکې د مرکزي قومندانۍ له خوا جوړ شوی دفاعي کانفرنس د نهې-سه شنبې په ورځ پای ته ورسېد، چې د منځنۍ اېشیا، افغانسان او پاکستان د پوځي مشرانو په ګډون د امریکې او ناټو ځواکونو پوځي مشرانو هم پکې ګډون کړی وو.

دا چې د کابل تر پوځي غونډې وروسته به د ترهګرۍ په ضد جګړه یو نوی لوری پیدا کړي که څنګه، د پاکستان یو دفاعي څېړونکی پخوانی بریګېډیر سعید نذیر وایي، په سیمه کې نوې وسلوالې ډلې پیدا کېږي، نو ژر یې ځپل هم ګران کار دی:

"اصل خبره د افغانستان او پاکستان د پولې تحفظ، له یو بل سره همکاري او د مالوماتو تبادله ده، خو ماته نه ښکاري ډېره زیاته همکاري به وشي، ځکه چې تر څو پورې جنګ وي او پر یوه بل تورونه لګېږي او بلې غاړې ته د دواړو هېوادونو په ضد نوې ډلې پیدا کېږي، زه فکر نه کوم چې ژر دي امن راشي"

په کابل کې د ناټو ځواکونو د ټینګ ملاتړ میشن ویاند کېپټن ټام ګرسبېک وي.او.اې ته ویلي، په دې دوه ورځنۍ غونډه کې شریکو پوځي مشرانو پرېکړه وکړه چې د ترهګرۍ په ضد جګړه او د نشه یي موادو د قاچاک (ګورېزۍ) په برخه کې به تر خپل منځ همکاري کوي. ښاغلی ګرسبېک وايي:

"د ۱۲ هېوادونو پوځي مشرانو ته یوه موقع وه چې له یو بل سره یې ولیدل او د ګډو ګټو د خوندیتوب او ودې لپاره په سیمه خصوصاً په افغانستان کې د دایمي امن او ارامۍ لپاره ګډه مبارزه او همکاري وکړي".

په کابل کې د پوځي مشرانو د غونډې تر پای ته رسېدو وروسته پاکستان د یوه نوي قانون له مخې د ناقانونه وسلوالو ډلو د جایدادونو د ضبطولو او بېنکي حسابونو د تړلو پرېکړه وکړه او د شورو-چارشنبې په ورځ د پنجاب صوبایي حکومت په پینډۍ ښار کې د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت ډلو یوه اداره (مدرسه حدیبیه) او څلور روغتیایي مرکزونه په خپله ولکه کې اخیستي دي.

خو امریکه او افغانستان چې له پاکستانه د افغان طالبانو او حقاني ډلې په ضد د عملیاتو غوښتنه کوي، پاکستان تر اوسه په دې اړه څه ګام نه دی اخیستی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG