لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپارلیمان قرارداد:فلمونو اؤ ډرامو کې دې پښتون دترهګر په توګه نه ښودل کیږي


دملتان تمرینات

دپاکستان په فلمونو اؤ ډرامو کې د پښتنو دترهګرو په توګه په ښودل کیدو دپاکستان پارلیمان کې سخت احتجاج شوی اؤ پارلیمان دیو قراداد له لارې غوښتنه کړې ده چې ترهګري باید په هیڅ مذهب، مسلک ، سیمه اؤ ژبه پسې ونه تړل شي.

په قامي اسمبلۍ کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند غړي‌ ښاغلي‌شهریار اپریدي قامي اسمبلۍ ته ویلي چې په ۱۹مه جنورۍ دپنجاب صوبې دملتان په ریل سټیشن دترهګرو سره دمقابلې کوم تمرینات یا مشقونه شوي هغې کې ترهګر دپښتون په لباس کې ښودل شوی چې دا ټول پښتون قام پسې یوه خندا ده.

هغه وویل نه یوازې په دغو تمریناتو کې نیغ په نیغه پښتون قام اؤ دهغوئ کلتور په نخښه کړل شوی بلکې دپاکستان دننه جوړیدونکو فلمونو اؤ‌ ډرامو کې هم پښتانه دترهګرو په توګه ښودل کیږي.

شهریار اپریدي ددغه زیاتي په ضد دپارلیمان غونډې ته یو قرارداد هم وړاندې کړی چې دقامي اسمبلۍ ټولو غړو په یوه خوله منظور کړی دی ،

په دغه قرارداد کې غوښتنه شوې ده چې ترهګري په هیڅ یو مذهب ، ژبه،قام اؤ مسلک پسې تړاؤ نه لري ځکه نو دا باید په یو قام، ژبه ، مذهب اؤ مسلک پسې ونه تړل شي.

تیره میاشت دملتان په ریل سټیشن د ترهګرۍ مقابلې دپاره په شوؤ تمریناتو کې د یو پښتون دترهګر په توګه د وړاندې کولو غندنه په ټولنیزو رسنیو هم شوې وه خو تر اوسه اړوند اړخونو په دغه هکله هیڅ سپیناوی نه دی کړی چې ولې یې پښتون ته د ترهګر نسبت کړی دی؟

دا لمړی ځل نه دی چې په پاکستان کې په تمرینانو، فلمونو یا د ټي‌ وي ډرامو کې پښتنو ته د ترهګرو نسبت کیږي بلکې تیرکال هم دپاکستان په سرکاري ټیلي ویژن د ټوقو ټقالو په نوم د یوې مشاعرې په ترڅ کې پښتانه ترهګر اؤ د تهذیب نه لرې خلک یاد کړل شوؤ وؤ چې په هغې ګرد پاکستان کې احتجاجي مظاهرې شوې وې.

ددې ترڅنګ وخت په وخت دپاکستان په شخصي ټیلي ويژن چینلو هم دپښتنو په ژبه ، کلتور اؤ تاریخ ریشخند وهل کیږي خو تر اوسه دپاکستان حکومت یا قانون پځایې کوونکو ادارو دیو قام دسپکولو په جرم هیچاته سزا نه ده ورکړې اؤ نه یې پرې خپل غبرګون ښودلی دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG