لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې درکه خلکو یو وکیل وايي د مقدمې مدعیان یې د پوځ ولکه کې وژل شوي


په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن پخوانی مشر شېرمحمد خان اېډوکېټ وايي، په ٢٠١١م کال کې چې د خلکو د نیولو او ساتلو واک د یوه قانون له لارې له حکومته پوځ ته سپارل شوی، له هغه وروسته د بې درکه خلکو ستونزه نوره هم کړکېچنه شوې ده.

شېرمحمد خان وايي د هېواد ستر عدالت ته په دې اړه د وړاندې شوي درخواست په اړه پرېکړه نه ده شوې:

"د دې قانون په ضد مې د بشري حقونو له سترې مبارزې او قانون پوهې ارواښادې عاصمه جهانګيرسره په ګډه په سپریم کورټ کې مقدمه کړې وه، خو له تېرو څلورو کلونو راهیسې دغه مقدمه د ځنډ ښکار ده".

د وي.او.اې ډیوه په پروگرام لويه خېبرپښتونخوا کې د خبرو په وخت شېرمحمد خان وویل، چې د د ( اېډ آف سول پاور) قانون په نامه د دغه په ضد د مقدمې دوه مدعیان له پوځ سره په ولکه کې وژل شوي دي.

شېرمحمد خان وايي چې د وژل شوو دواړو مدعیانو تعلق له ملاکنډ بټ خېلې سره وو او تر ډېره وخته بې درکه وو.

نوموړی وايي د سپریم کورټ په امر چارواکو د مقدمې د مدعیانو په حیث دغه دواړه تنه عدالت ته وړاندې کړل او د رشته دارانو سره یې په عدالت کې لیده کاته هم وشول خو په بله مقدمه کې بیا دغه مدعیان وړاندې نه کړل شول.

دی وايي څو ورځې وروسته د مدعیانو د رشته دارانو له خولې خبر شول چې د هغوی مړي ورته سپارل شوي دي.

د بشري حقونو مبارز شېرمحمد خان وايي، ده او عاصمه جهانګیر سپریم کورټ ته خواست وکړ، چې له ریاستي ادارو سره په ولکه کې څنګه دغه کسان و وژل شول، باید د دې پوسټ مارټم او پلټنې وشي.

دغه وتلی قانونپوه وايي د ده په خبره چې عدالت دغه د مدعیانو د نه موجودګۍ په علت دغه مقدمه تر اوسه پورې ځنډولې ده.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG