د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمه سوات کې د مدني ټولنې فعال ځوانان وايي نن د اتوار، يکشنبې په ورځ دوه بجې خوازه خېله کې "په پوځي چيک پوسټونو د خلکو سره د ناوړه رويې پرضد احتجاجي مظاهره کوي".
غېرت خان چې د دغه مظاهرې راجوؤنکو د ډلې څخه دی ډيوه سره خبرو کې يې وويل، " په سوات کې په (پوځي) چيک پوسټونو باندې د خلکو سره غېر انساني رويې کيږي چې هغه د پښتنو اقدارو مطابق نه دي، په خلکو غوږونه نيسي،لاسونه پرې اوچتوي،کميسونه ترې اوباسي او ناروا عمل ورسره کوي".
هغه وويل دوي غوښتنې لري چې "په چيک پوسټونو دې دا ناروا عمل دې بند کړی شي، خلکو سره دې انساني رويې وشي، د لټون په عملياتو کې د پښتني اقدارو خلاف ورزي کوي د خلکو کورونو ته اوړي بې عزتۍ يې کوي، بله دا چې چيک پوسټونه دې پوليس ته وسپارل شي پوځيان دې پکې کار نه ساتي".
هغه وويل دوي د پوځي چيک پوسټونو پرضد نه دي خو په چيک پوسټونو د پوځي رويو او عملياتو په وخت د غېرانساني عمل پرضد دي.
غېرت خان وويل په دوي د پرون راهسې فشار دی چې مظاهره ونکړي خو دوي به يې په هر صورت کوي او په خوازه خېله کې يې ځکه کوي چې يو خو هلته په چيک پوسټ د ماشوم د مړينې پېښه رامنځته شوې او بله دا چې د پوځ دفترې هم هلته موجودې دي.
دوه ورځې وړاندې په خوازه خېله کې يو پوځي چيک پوسټ باندې د لټون يا تلاشۍ په قطار کې يو کم عمره ماشوم ژوند د لاسه ورکړی ؤ، ويل شوي وو د شانګلې ضلعې تعلق لرونکې کورنۍ دا ناروغه ماشوم ډاکټر له وړو او دغلته په قطار کې د څو ساعتو پورې په ودرېدو يې ژوند د لاسه ورکړی ؤ.
په ټولنيزو رسنيو دغه خبرد کم عمره ماشوم د عکس سره خپور شوی ؤ.
د روانې مياشتې په درېمه نېټه د سوات په کبل تحصيل کې نزدې درې نيم کاله وروستو يو ځانمرګی بريد شوی چې پکې ۱۱ پوځي سرتيري وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي وو، د دغه پېښې وروستو په سوات کې په پوځي چيک پوسټونو د لټون عمل سېوا کړی شوی دی.
په سوات کې د پوځي چيک پوسټونو په ضد دا احتجاجي مظاهره په داسې حال کې کيږي چې د جنورۍ په ۲۶م نېټه د ډېره اسماعيل خان نه تراسلام اباد پورې پښتنو لاريون کړی او بيا يې په اسلام اباد کې د خپلو پينځه ؤ غوښتنو دپاره لس ورځې احتجاجي ناسته کړې وه.
د پښتون لاريون ځوان مشر منظور احمد پشتين د سوات د احتجاجي مظاهرې ملاتړ کړی او په فېس بک يې ليکلي،
"نن په سوات خوازه خېله کې ماسپښین دوه بجې د چيک پوسټونو د سختيو پر خلاف لاريون دی، د شپې ناوخته د وزیرستان نه راغلي يو او د موقعې او لاريون نه اوس خبر شو او که سبا خوازه خېلې ته رسېدل ممکن وي مونږ به ضرور کولی".
منظور ليکلي، "زمونږ زړون او همدردۍ او مکمل تعاون به د لاريون سره وي، د خوازه خېلې چيک پوسټ واکدار افسر دې معافي وغواړي او د لاريون ټولې غوښتنې دې عملي ومني، نور پښتون اولس راپورته شوی نور دې نه زورول کيږي ګنې دا به ښه نتيجې نه راوړي، پاسو دې وي، لاريون دې وي او په دې زور (صبر برداشت او استقامت او عدم تشدد) دې وي".
په ټولنيز رسنيو هم د سوات د احتجاجي مظاهرو دپاره کمپاين شوی او خلک د دغه احتجاج او لاريون ملاتړ کوي.
ډېرو کسانو په ټويټر داسې ليکلي که څوک د سوات د احتجاج برخه نشي جوړېدی په ټولنيزو رسنیو دې ملاتړ وکړي.
جوهرلونګين ليکلي،
سيلۍ يوسفزۍ په ټويټر ويلي،
"زمونږ کورنۍ به په ګرمۍ کې سوات ته تله، زه د سوات او خلکو سره يې مينه کوم،زما کورنۍ اوس د پوځيانو د چيک پوسټونو له امله سوات ته نه ځي ۱۳ کاله وشو، اوس اوبه سرته راختلي دوي بيرته بېرکونو ته ولېږئ".
رسول سيد يوسفزۍ ليکلي،
"که پنجابيان په خپله صوبه کې بې د چيک پوسټونو او شناختي کارډ ښکاره کولو ګرځېدی شي، پښتانه په خپله صوبه کې ولې نشي ګرځېدی".
په سوات کې په کال کې ۲۰۰۹م کې د طالبانو پرضد د پوځي عملياتو وروستو ځای په ځای پوځي چيک پوسټونه جوړ کړی شوي چې ځينې پکې ختم کړی شوي خو ډېر پکې اوس هم شتون لري.
په سوات کې دننه او سوات ته په تلونکو لارو دا وخت په درګۍ، شموزو، ګاړو کبل، شريف اباد، مټه سوات، لنډاکي او مانيار کې غټ پوځي چيک پوسټونه دي چرته چې د خلکو شناختي کارډونه کتل کيږي او تلاشۍ يې اخستی شي.