لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوات په مظاهره چيانو مقدمې جوړولو ته سخت غبرګون ويل شوی


په سوات کې د مظاهره چيانو پرضد د ترهګرۍ او بغاوت د مادو لاندې جوړه مقدمه د سوات قامي جرګې، فعالانو او قانون پوهانو په کلکه غندلې ده.

پرون په خوازه خېله اومينګوره کې ځوانانو او مدني فعالانو په پوځي چيک پوستو د خلکو ځورولو په ضد مظاهرې کړې وې.

په دغو مظاهره چيانو کې په شپږو تنو باندې د خوازه خېلې په تاڼه کې د "7ATA, 9ATA, 124A, 186, 341, 189, 147,149" د مادو لاندې مقدمه درج کړی شوې ده.

د نوبېل جايزه ګټونکې د تعليم نړیوالې مبارزې ملاله يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزۍ په ټويټر ليکلي،
"زه په سختۍ سره دا غوښتنه کوم چې د خوازه خېلې په پُرامنه مظاهره چيانوجوړه بلاجوازه مقدمه دې په فوري توګه ختم کړی شي، پوځي او سېول انتظاميه دې د خلکو شکايتونه حل کړی نه چې دوي وويروي".

​د سوات د قامي جرګي غړي خورشيد کاکاجي ډيوه سره په خبرو کې وویل،پرون په سوات کې پُرامنه مظاهرې شوي "زه د دې ترديد کوم چې په دغو مظاهرو کې د رياست او د پوځ يا ادارو په ضد نعرې وهل شوي دي".

هغه زياته کړه "د سوات انتظاميه په دباؤ کې ده او د سوات قامي جرګه په مظاهره کوونکو د مقدمې غندنه کوي، ځکه د دې هيڅ توک نه جوړيږي،انتظاميه دې د هوش نه کار واخلي، دا ظلم دی جبر دی د جلوس په وړومبي بېنر ليکل شوي ؤ چې مونږ په خپله خاوره امن غواړو، ځکه مونږ د سوات د انتظاميې او پوځي چارواکو نه غوښتنه چې په دغو خلکو جوړه مقدمه بيرته واخلي".

هغه وويل "د خوازه خېلې او مينګورې احتجاجي مظاهرې پُرامنه وې او ايين چې مونږ ته کوم حق راکړی خلکو د اييني حق لاندې احتجاجي مظاهرې کړي دي".

کاکاجي زياته کړه "په سوات کې په پوځي چيک پوسټونو ظلم انتها ته رسېدلی دی په خلکو کې تشويش دی غم دی پکې، دوي په قانوني او اييني چوکاټ کې دننه په جايزه طريقه باندې غږ پورته کړی دی،او په دې هيله يې پورته کړی چې چارواکي به د دوي غږ واوري ځکه چې په چيک پوسټونو ماشومانو ساګانې ورکړې،طالبعلمان او وکيلان په وخت خپلو ځايونو ته نه رسي".

مدني فعال عثمان اولس يار چې په پرونۍ احتجاجي مظاهره کې شريک ؤ ډيوه سره په خبرو کې يې وويل، "د پاکستان په ايين کې هر څه په ډاګه دي او چې کله د چا حقونه عصب کيږي په ايين کې خلکو ته دا حق ورکړی شوی چې خپل حقونه وغواړي".

هغه وويل په پروني احتجاج کې د رياست پرضد نعرې نه دي وهل شوي خلکو جايز غوښتنې کړي، "دلته په چيک پوسټونو د خلکو سره ناروا سلوک کيږي، په چيک پوسټونو او کورونو کې د ښځو تلاشيانې کيږي او دوي سره ښځې اهلکارې نشته نو خلکو د دغه ناروا سلوک خلاف نعرې وهلي دي".

هغه زياته کړه پرون پُرامنه احتجاج شوی "چا څه ورانی نه دی کړی او احتجاج کوونکو ويلي چې په وردۍ کې دې بدمعاشي نه کيږي دوي زمونږ محافظین دي د خلکو نه دې په چیک پوسټونو کمېسونه نه اوباسي غوږونه دې پرې نه نيسي".

د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکي د عوامي نيشنل ګوند د ځوانانو د څانګې مشر محسن داوړ په ټويټر ليکلي،

" زه د سوات د پوليس د اېف ايي ار غندنه کوم چې په فعالانو يې درج کړی چا چې په سوات کې په پوځي چيک پوسټونو د غېر انساني چلند په ضد مظاهره کوله،مونږ د سوات د مظاهرې کلک ملاتړ کوو او دوي ته د ويړيا قانوني مرستې وړانديز کوو".

په سوات کې د پوځي چيک پوستو پرضد دا احتجاجي مظاهرې په داسې حال کې شوي چې دوه ورځې وړاندې په خوازه خېله کې يو پوځي چيک پوسټ باندې د لټون يا تلاشۍ په قطار کې يو ناروغه کم عمره ماشوم ژوند د لاسه ورکړی ؤ.

په ټولنيزو رسنيو دغه خبرد کم عمره ماشوم د عکس سره خپور شوی ؤ.

د روانې مياشتې په درېمه نېټه د سوات په کبل تحصيل کې نزدې درې نيم کاله وروستو يو ځانمرګی بريد شوی چې پکې ۱۱ پوځي سرتيري وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي وو، د دغه پېښې وروستو په سوات کې په پوځي چيک پوستو د لټون عمل سېوا کړی شوی دی.

په سوات کې په کال کې ۲۰۰۹م کې د طالبانو پرضد د پوځي عملياتو وروستو ځای په ځای پوځي چيک پوسټونه جوړ کړی شوي چې ځينې پکې ختم کړی شوي خو ډېر پکې اوس هم شتون لري.

په سوات کې دننه او سوات ته په تلونکو لارو دا وخت په درګۍ، شموزو، ګاړو کبل، شريف اباد، مټه سوات، لنډاکي او مانيار کې غټ پوځي چيک پوسټونه دي چرته چې د خلکو شناختي کارډونه کتل کيږي او تلاشۍ يې اخستی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG