لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واڼه احتجاج: انټرنیټ او موبایل خو نه لرو، ټیلیفونونه هم بند شول. دا څنګه ازادي ده؟


د حکومت د دې امر په خلاف د واڼه ښار عوامي ټیلیفون دفترونه (پي سي اوګانې) د احتجاج په توګه تړل شوي دي، چې له کبله یې عام خلک له ستونځو سره مخامخ دي.

نور علي وزیر هم په واڼه کې پي سي او (عوامي ټیلیفون دفتر) لري، هغه وایي دا کار ډېر ګران دی چې له هر ټیلیفون کوونکي تن شناختي کارډ کاپۍ او پته واخلي او خلک به هم دې ته تیار نه شي چې خپل معلومات ور وسپاري:

"موږ په دې جدید دور کې هم له بنیادي اسانتیاوو محرومه یو، دلته نه انټرنیټ شته نه موبایل شته، خو اوس چې موږ د خلکو د اسانتیا لپاره پي سي اوګانې پرانیستې دي دغه کاروبار هم را خرابوي"

د اتوار-یکشنبې په ورځ په واڼه کې د خلکو استازو او خبریالانو له پوځي چارواکو سره په یوه غونډه کې د عوامي ټیلیفونخانو ستونځه هم را پورته کړه، چې پوځي چارواکو ورته وویل، په واڼه کې که هر ځای څوک پي سي او ته اړتیا ولري، نو کولای شي چې د پوځي ځایي دفتر یې ته یې د پرانیستلو لپاره درخواست ورکړي.

په دې غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ الله نور ننګیالي وزیر هم ګډون کړی وو. ننګیالی وایي په یوویشتمه پېړۍ کې چې خلک شېبه په شېبه د نړۍ له حالاتو خبرېږي، خو دوی لا هم په تیارو کې ساتل کېږي:

"حیران یو موږ موبایل او ډي ایس ایل انټرنیټ ترې غوښت، خو پوځ مو پر مځکنیو ټیلیفونونو هم بندیز لګولی دی، موږ اسانتیاوې غوښتې او رڼا مو غوښته، خو دوی مو د تیارې لور ته بیايي. له نړۍ سره مو رابطې پرې کېږي، په بهرنیو هېوادونو کې مو مسافر له خپلو کورنیو سره خبرې هم نه شي کولای، حیران یو چې دا څنګه ازادي ده او څنګه ژوند دی"

د واڼه د عوامي ټیلیفون دفترونو مالکانو او عامو خلکو د ګل-سوموار په ورځ د حکومت د اعلان په ضد احتجاجي مظاهره کړې او غوښتنه کوي چې حکومت دي خپله پرېکړه بیرته واخلي، ځکه چې وایي له دې سره د دوی کاروبار ته تاوان رسېږي.

په واڼه کې سلګونه عوامي ټیلیفون دفترونه دي، مالکان یې وایي له تېرو څو ورځو راهیسې یې چې د ټیلیفونونو دفترونه تړلي دي، دوی ته یې په لکونو روپۍ تاوان رسېدلی دی، ځکه چې وایي هلته خلک تر خپل منځ یا د پاکستان په نورو سیمو یا نوره نړۍ کې له خلکو سره د شخصي او تجارتي اړیکو لپاره یواځې له همدغو پي سي اوګانو کار اخلي.

واڼه ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته سیمه ده، چې له اوږدې مودې راهیسې ترهګرۍ او د ترهګرۍ په ضد جګړې ځپلې ده. حکومتي چارواکي وایي په پي سي اوګانو کې د ټیلیفون کوونکو د شخصي معلوماتو ساتلو امر یې د امنیت لپاره کړی، چې ورانکاري او وسلوال کسان له دې ځایه د ترهګرۍ پلانونه جوړ کړي.

احتجاج کوونکي دوکانداران وایي احتجاج به یې تر هغه وخته دوام ولري او دفترونه به خلاس نه کړي چې حکومت یې د خلکو د شناختي کارډ او شخصي معلوماتو د ساتلو شرط بیرته ختم کړی نه وي. رپوټونه وایي چارواکو تر اوسه د احتجاج کوونکو غوښتنو ته څه مثبت ځواب نه دی ویلی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG